تروريزم

د لشکر طیبه د مشکوکو وسله والو نیول د ترهګرۍ پروړاندې يوه وروستۍ بریا ګڼل کيږي

د امنه ناصر جمال لخوا

د سیند رینجرز په تیرکال کې په يو نامعلوم ځای کې د وسله والو پرضد عملیات ترسره کوي. [سیند رینجرز]

د سیند رینجرز په تیرکال کې په يو نامعلوم ځای کې د وسله والو پرضد عملیات ترسره کوي. [سیند رینجرز]

کراچۍ -- په سیند کې امنیتي ځواکونو د وسله والې ډلې پروړاندې په وروستۍ مبارزه کې دوه مشکوک وسله وال نيولي دي چې د لشکر جنګوي (ایل اي جی) سره تړاو لري.

د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې صوبايي ادارې (سي ټي ډي) او د سیند رینجرو د اپرېل په ۱۷ مه په کراچۍ کې په ګډو عملیاتو کې دغه مشکوک کسان په امنیتي کسانو باندې په بريدونو او سیاسي او فرقه یي هدفي وژنو کې د لاس لرلو په تور ونیول.

امنیتي ځواکونو د نیولو پرمهال د وسلو او مهماتو یوه زیرمه ترلاسه کړه.

د سیند رینجرو یو ویاند وویل، "دغه چهاپه د خفيه معلوماتو په اساس ترسره شوه، او نیول شوي کسان د سمیع الله عرف ارشاد او محمد جعفر عرف برکت په نامه پیژندل شوي دي."

د سیند رینجرز د اپرېل په ۱۷ مه هغه وسلې او مهمات ښيي چې د عملیاتو په ترڅ کې ترلاسه شوي وې. [سیند رینجرز]

د سیند رینجرز د اپرېل په ۱۷ مه هغه وسلې او مهمات ښيي چې د عملیاتو په ترڅ کې ترلاسه شوي وې. [سیند رینجرز]

هغه زیاته کړه، "دوی د پاکستان په پوځ، بحري ځواکونو، رینجرو او پولیسو باندې په بریدونو کې لاس لرلو."

هغه وویل، "د دغه مشکوک کسانو دوه ملګري عطاء الرحمان عرف نعیم بخاري (چې د ممنوعه تنظیم مشر دی) او صابر منا عرف بھای جان، چې د دې ډلې د هدفي وژنې څانګې مشري يې کوله، مخکې نیول شوي وو."

دغه ټول کسان د ترهګرو تر ټولو زيات مطلوبه کسانو په لیسټ کې شامل وو، چې د دې کسانو د نيولو په هکله د معلوماتو ورکولو لپاره د هر يو کس په سر ۵ مليونه روپۍ (۳۱،۲۵۰ امريکايي ډالره) انعام مقرر شوی و.

جعفر ومنله چې هغه ۱۳ پولیس او اوه کسان وژلي وو، چې د منا په حکمونو د فرقه یي او توکمیزو اختلافاتو له کبله ترسره شوي ول.

هغه د قانون پلي کونکو منسوبينو ته د احمدي فرقې د غړو په هدفي وژنو کې، په ۲۰۱۳ کال کې د عوامي نيشنل پارټۍ د فعال سید لال درویش په وژلو کې او د غلا په ګډون په نورو جرمونو کې د هغه د لاس لرلو په اړه معلومات ورکړل.

سميع الله هم د څو جرمونو اعتراف وکړو، چې په دې کې په ۲۰۱۵ کال کې په بلديه ټاون کې د څلورو رينجرو، د پولیسو منسوبينو او په ۲۰۱۴ او ۲۰۱۵ کال کې د ای اين پي د مشرانو ډاکټر ضیاء الدین او حاجي سيف الله افریدي وژل او همدارنګه په ۲۰۱۵ کال کې د پاکستان د سمندري ځواکونو افسر سيد جعفر رضا وژل شامل دي.

مطلوب ترهګر

د سیند د ترهګرۍ سره د مبارزې ادارې د پولیسو ايډيشنل انسپکټر جنرل ډاکټر جميل احمد وويل،"دواړه مشکوک کسان په هغه زياتو خطرناکو ترهګرو کې شامل ول چې د کراچۍ پولیسو ته مطلوب وو "ځکه چې دوی د درجنونو پولیسو، ډیرو رینجرو، د سمندري ځواکونو د افسرانو او ګڼ شمیر نامتو ملکیانو په ناوړه او بې رحمانه وژنو کې لاس لرلو."

هغه وویل، "د دوی نيول به په ښار کې د پولیسو وژل کم کړي او په کراچۍ کې د ګډوډۍ او بې نظمۍ د رامنځته کولو لپاره د ترهګرو سازمانونو ظرفیت به يقيناََ کمزوری کړي."

احمد وویل چې د پاتې فعالو ترهګرو نیولو لپاره به هڅې جاري وي چې په عمومي توګه په صوبه او په ځانګړي ډول په ښار کې امنیت تامین شي. "د دې او نورو ګرفتارو له کبله تروریستي شبکه په جدي ډول کمزورې شوې ده."

بریګيډير حميد عثمان، چې په کراچۍ کې يو امنيتي شنونکی دی، وویل، "د مطلوبه ترهګرو تعقيب به د ترهګرۍ پر وړاندې د پاکستان په جګړه کې بریالی شي." "دوامداره مبارزې هغه منع شوي وسله والې ډلې کمزورې کړي دي چې په فرقه ايزو بريدونو کې ښکيل دي."

هغه زیاته کړه، "په ټول هیواد کې د امنیتي ځواکونو استخباراتي عمليات او په شمالي وزیرستان ایجنسۍ کې ضرب عضب عملیات د بدنام وسله وال ډلو لپاره يوه تباهي ثابته شوې ده."

هغه وویل چې دا ډول ګډ عملیات نړۍ او وسله والو ته يو قوي پیغام ورکوي چې امنیتي ځواکونه ترهګر له منځه وړي او د اورپکۍ لپاره زغم بیخي نه لري.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

په زړه پورې مقاله

ځواب