زده کړه

د پاکستان نوی ټیلي سکول چینل په کور کې زده کونکو ته درس ورکوي

د جاويد خان لخوا

د پېښور یو زده کونکی د اپرېل په ۱۷ مه ټیلي سکول ګوري. [جاوید خان]

د پېښور یو زده کونکی د اپرېل په ۱۷ مه ټیلي سکول ګوري. [جاوید خان]

پېښور -- وزیر اعظم عمران خان د اپرېل په ۱۳ مه په تلویزیون باندې د ټيلي سکول چینل پرانيسته وکړه چېد کورونا ویروس ناروغۍ پرمهال هغه ملیونونو ماشومانو ته تعليم ورکړي کوم چې په کور کې پاتې کيږي.

د خان له مخې، دا پروژه به د وبا وروسته هم دوام ومومي چې په ملیونونو ماشومانو ته، په ځانګړي توګه په لرې پرتو سيمو کې ماشومان، تعليم ورکړي.

هغه زياته کړه، "دا به د دولتي تلویزیون چېنل له لارې د غوره تعليم په برابرولو سره ماشومانو او لویانو ته تعليم ورکړي."

د اطلاعاتو او نشرياتو لپاره د وزیراعظم معاونې فردوس عاشق اعوان وویل، دا هڅه د اطلاعاتو او پوهنې وزارت لخوا په ګډه پیل کيږي.

اعوان وویل، "ټیلي سکول به سهار د ۸ بجو نه تر ماښام د ۶ بجو پورې د دولسم جماعت پورې د هر جماعت لپاره [د دوشنبې نه تر جمعې پورې] تعلیمي پروګرامونه نشر کړي."

هغې زیاته کړه چې دا چینل به په هیواد کې د سواد د زده کړې د کچې په لوړولو کې مرسته وکړي او هغه ملیونونو ماشومانو ته به تعليم چمتو کړي کوم چې د وبا له کبله په کورونو کې پاتې شوي دي.

په پېښور کې میشت يوې ژورنالیستې آمنه خان وویل، نوی ټیلي سکول د وخت اړتیا ده ځکه چې زده کونکي په دې مجبوره شوي چې سکولونه پريږدي.

هغې وویل چې په کور کې زده کړه کول اسان دي او وخت او انرژي بچت کوي.

د سکولونو د بې وزله او حساس ماشومانو سره مرسته کول

هغې زیاته کړه، "د کوڅو ماشومان او د بې وزله کورنیو څخه زده کونکي د څه فیس او ستونزې نه بغير تعليم ترلاسه کولی شي."

د خېبر ضلعې يو اوسیدونکي عبدل کبیر آفریدي وویل، "ټیلي سکول به د قبایلي ضلعو او نورو سیمو زده کونکو ته د تعليم ورکولو لپاره یوه غوره هڅه وي، چيرې چې د سواد کچه لوړه نه ده او ماشومان سکولونو ته نه ځي."

هغه وویل، ډیر تنکي ځوانان چې سکولونو ته نه ځي د دولت ضد عناصرو او حتی د ترهګرو ښکار شوي دي چې په تیرو وختونو کې یې ګمارلي ول.

آفریدي وویل، "که والدین دوی د تلویزیون مخې ته د زده کړې او مطالعې لپاره کينوي، نو دوی له هر ډول منفي فعالیتونو څخه لرې پاتې کيدې شي." هغه زياته کړه چې زیات سکولونه او ټیلي سکولونه راتلونکي نسلونو ته د غوره زده کړې په برابرولو سره په جرم، ترهګرۍ او غربت ختمولو کې مرسته کولی شي.

والدېن وايي چې دوی د نوې هڅې ستاینه کوي، او دا د نورو هیوادونو د ورته پروګرامونو سره پرتله کوي چې په ملیونونو ماشومانو ته تعلیم ورکوي.

فخر عالم، چې د پېښور څخه د څلورو ماشومانو پلار دی، وويل، "که څه هم دا د عادي سکول بدیل نه شي کیدې، خو ټیلي سکول به له زده کونکو سره مرسته وکړي چې زده کړې ته دوام ورکړي او د خپلو کورسونو نه باخبره پاتې شي."

هغه وویل چې دا سکول به د مختلفو موضوعاتو په اړه د لا زیاتو زده کړې لپاره ګټور وي حتی که د کورونا ویروس وضعیت پای ته ورسیږي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500