ديپلوماسي

ایران په خلیج کې د متحده ایالاتو کښتیو ته ډیر ګواښونه کوي، په داسې حال کې چې د متحده ایالاتو پوځ د غبرګون ښودلو ژمنه کوي

پاکستان فارورډ او ای اېف پي

د ایران انقلابي ساتونکي د اپرېل په ۱۵ مه د شمالي عرب خلیج په نړیوالو اوبو کې د متحده ایالاتو د پوځي کښتیو په وړاندې غیر خوندي او غیر مسلکي فعاليتونه ترسره کوي. [د متحده ایالاتو بحري ځواک]

تهران -- د ایران د اسلامي انقلاب ساتونکو قول (آی آر جي سي) د پنجشنبې په ورځ (د اپرېل په ۲۳ مه) تيره هفته په خلیج اوبو کې د يوې پيښې نه وروسته د متحده ایالاتو کښتیو ته بیا ګواښ وکړو.

ميجر جنرل حسین سلامي دولتي تلویزیون ته وویل، "موږ امریکایانو ته اعلان کوو چې موږ بالکل هوډمن او جدي یو ... او ټول اقدامات به د پریکنده غبرګون سره مخ شي، چې اغیزمن او ګړندي به وي."

تاوتریخوالی هغه وخت نور زیات شو کله چې ایراني ځواکونو په خلیج کې د متحده ایالاتو کښتۍ وځورلی.

د متحده ایالاتو بحري ځواکونو د اپرېل په ۱۵ مه وویل، د آی آر جي سي بحري ځواکونو (آی آر جي سي اين) کښتۍ "په تکرار سره د متحده ایالاتو د کښتیو مخې او شا ته په تیزۍ سره تيرې شوې" او په يو وخت کې د يوې کښتۍ مخې ته تقريباََ په ۱۰ ګزه (نهه متره) فاصله کې دننه راغلې.

د متحده ایالاتو د بحري ځواکونو یو افسر د اپرېل په ۱۶ مه په خلیج کې ګشتي کښتۍ ته ګوري، یوه ورځ وروسته له هغې چې ایراني کښتیو د متحده ایالاتو د کښتیو په وړاندې سخت فعاليتونه ترسره کړل. [سينټکام]

د متحده ایالاتو د بحري ځواکونو یو افسر د اپرېل په ۱۶ مه په خلیج کې ګشتي کښتۍ ته ګوري، یوه ورځ وروسته له هغې چې ایراني کښتیو د متحده ایالاتو د کښتیو په وړاندې سخت فعاليتونه ترسره کړل. [سينټکام]

د اپرېل په ۱۵ مه د متحده ایالاتو بحري ځواکونو لخوا خپور شوی انځور ښیي چې د آی آر جي سي کښتۍ په خلیج کې د متحده ایالاتو یوې کښتۍ په شاوخوا کې سخت فعاليتونه ترسره کوي. [د متحده ایالاتو بحري ځواک]

د اپرېل په ۱۵ مه د متحده ایالاتو بحري ځواکونو لخوا خپور شوی انځور ښیي چې د آی آر جي سي کښتۍ په خلیج کې د متحده ایالاتو یوې کښتۍ په شاوخوا کې سخت فعاليتونه ترسره کوي. [د متحده ایالاتو بحري ځواک]

په دې بیان کې وویل شو چې د متحده ایالاتو بحري ځواکونو او د ساحل ساتونکو کښتیو په دغه وخت کې په شمالي خلیج کې د اپاچي برید چورلکو په مرسته په نړیوالو اوبو کې عملیات ترسره کول.

په دې کې وویل شو چې د آی آر جي سي اين ډیرو وړو کښتيو نږدې د یوې ګهنټۍ لپاره د متحده ایالاتو کښتیو اخطارونه له پامه وغورځول، مخکې له دې چې په پای کې یې د راډیو مخابراتو ته ځواب ورکړو او بیا لاړې.

په دغه اعلامیه کې راغلي، "د آی آر جي سي اين خطرناک او پارونکي فعاليتونه د غلط فهمۍ او ټکر خطر زيات کړو." دغه اعلاميې زیاته کړه چې دوی د سمندري دودونو او قوانینو سرغړونه وکړه.

د متحده ایالاتو صدر ډونالډ ټرمپ د چهارشنبې په ورځ (د اپرېل په ۲۲ مه) په ټویټر باندې وویل، هغه د متحده ایالاتو بحري ځواکونو ته لارښوونه کړې چې هر ډول او ټولې ایراني جنګي کښتۍ په ډزو وولي او تباه يې کړي که چیرې دوی زموږ بحري بیړۍ په بحر کې وځوروي.

جنرل جان اي هايټن، چې د ګډو ځواکونو نايب چيرمين دی، د چهارشنبې په ورځ د پنتاګون په يو بيان کې وويل، "هره بیړۍ چې له زيان سره مخ کيږي د خپل ځان د دفاع حق لري."

هغه ایران ته خبرداری ورکړو، که چيرې دوی ګواښ وکړو، نو د متحده ایالاتو کمانډران به "له ډیر وژونکي قوت سره ځواب ورکړي."

'يوه غمجنه خطا'

د متحده ایالاتو پوځي چارواکو خپلو مخالفینو ته خبرداری ورکړو چې د متحده ایالاتو ځواکونه سره له کورونا ویروس د ناروغيو وړتيا لري.

د مليټري ډاټ کام له مخې، د اپرېل د دويشتمې نیټې پورې، د متحده ایالاتو د دفاع په وزارت کې د کورونا ويروس ناروغۍ ټولټال ۵،۷۳۴ کېسونه راپور شوي دي، چې په دې کې ۳،۵۷۸ پوځيان، ۷۷۱ کورنۍ، ۹۶۵ ملکي وګړي او ۴۲۰ ټهيکه داران شامل دي.

د متحده ایالاتو پوځ شاوخوا ۲.۳ ملیونه پرسونل لري.

د متحده ایالاتو د ګډو ځواکونو ستر مشر جنرل مارک میلي د اپرېل په ۹ مه وویل، "موږ لا هم وړتیا لرو، او موږ لاهم چمتو یو که ګواښ هر څه وي."

هغه زیاته کړه، "زه نه غواړم چې مخالفینو ته داسې ګډ پیغامونه ورکړم چې د بحران په وخت کې ترې استفاده وکړي لکه څنګه چې په داسې وخت کې اخیستل کیږي."

"دا به یوه ناوړه او غمجنه خطا وي که دوی داسې فکر وکړي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500