رمضان

چارواکي چمتو دي چې د روژې په میاشت کې ټولنیز واټن پلي کړي

د جاويد خان لخوا

سړي د ۲۰۲۰ کال د اپرېل په ۱۹ مه په راولپنډۍ کې په يو جومات کې مونځ کوي، په داسې حال کې چې دوی ټولنیز واټن ساتي. [فاروق نعیم / ای اېف پي]

سړي د ۲۰۲۰ کال د اپرېل په ۱۹ مه په راولپنډۍ کې په يو جومات کې مونځ کوي، په داسې حال کې چې دوی ټولنیز واټن ساتي. [فاروق نعیم / ای اېف پي]

پېښور -- چارواکي وايي چې د پاکستان پولیس به د راتلونکي روژې په مبارکه میاشت کې د ټولنیز واټن اقدامات پلي کړي، په داسې حال کې چې دغه هیواد په جوماتونو کې د عبادت کونکو د راټولیدو لپاره د کورونا ویروس بندیزونه نرموي.

د خېبر پښتونخواه (کی پي) د پولیسو سينير سپرنټنډنټ (اپريشنز) ظهور بابر آفریدي وویل، په داسې حال کې چې رمضان به د جمعې په ورځ (د اپرېل په ۲۴ مه) پیل شي، "د افطار او مونځونو په دوران کې به ګشتونه زیات شي." هغه وویل، چارواکو د دیني عالمانو سره ناستې ترسره کړې چې د کورونا ويروس ناروغۍ د خپریدو مخه ونيسي.

د حکومت له مخې، پاکستان د چهارشنبې د ورځې (د اپرېل ۲۲ مه) پورې د کورونا ویروس ۹،۷۴۹ تایید شوي کېسونه لرل، چې ۲۰۹ په کې مړه شوي دي.

چارواکو د کورونا ويروس د خپریدو د مخنیوي لپاره د هڅو د یوې برخې په توګه د پاکستان په ځینو برخو کې مالونه، ریسټورانټونه او عامه ځایونه بند کړي دي.

پولیس افسران د اپرېل په ۲۰ مه په پېښور کې خپلې دندې ترسره کوي. پولیسو په پېښور او د هیواد په نورو برخو کې د روژې نه مخکې امنیت لوړ کړی دی. [جاوید خان]

پولیس افسران د اپرېل په ۲۰ مه په پېښور کې خپلې دندې ترسره کوي. پولیسو په پېښور او د هیواد په نورو برخو کې د روژې نه مخکې امنیت لوړ کړی دی. [جاوید خان]

پیرودونکي د اپرېل په ۱۸ مه د بنديزونو پر مهال په پېښور کې ګهنټه ګهر بازار ته ورځي. [جاوید خان]

پیرودونکي د اپرېل په ۱۸ مه د بنديزونو پر مهال په پېښور کې ګهنټه ګهر بازار ته ورځي. [جاوید خان]

صدر عارف علوي د لوړ پوړو دیني عالمانو سره د یوې وروستۍ غونډې پرمهال وویل، چارواکي به په جوماتونو کې د تراویح او نورو مونځونو اجازه ورکړي که چيرې دوی احتیاطي اقدامات پلي کړي.

عارف علوي وویل، "په جوماتونو کې به د مکروبو ضد سپرې وشي، په داسې حال کې چې د کورونا ويروسي د خپريدو د مخنيوي لپاره د عبادت کونکو تر منځ به شپږ فوټه فاصله وي." هغه زياته کړه چې مونځ کونکي باید د مانځه نه مخکې او وروسته د لاسونو ملاوهلو او راټوليدو نه ډډه وکړي.

هغه د دیني عالمانو څخه وغوښتل چې عبادت کونکي او نور خلک په دې پوهه کړي چې څرنګه لويې غونډې د دې ناروغۍ د خپريدو وړتيا لري..

د پېښور يو اوسیدونکي جمیل الرحمان ليدلی شي چې چارواکي د روژې نه مخکې احتیاطي تدابیر نيسي.

رحمان وویل، "موږ په جوماتونو کې د کلورینو سپرې کړی دی او زموږ امام له عبادت کونکو څخه وغوښتل چې د روژې او نورو ورځو په جریان کې خوندي فاصله وساتي او مونځونه وکړي."

هغه زیاته کړه چې د هغه عبادت کونکو څخه غوښتل شوي چې په کور کې پاتې شي کوم چې د دې ناروغۍ نښې لکه ټوخی یا تبه لري.

رحمان وویل، "د عبادت کونکو څخه غوښتنه شوې چې په ګڼ شمیر کې راټول نه شي او د ویروس د خپریدو د مخنیوي لپاره ټولنیز واټن يقيني کړي."

ټینګ امنیت

د پولیسو انسپکټر جنرل (آی جي پي) ثناالله عباسي د اپرېل په ۱۴ مه د سیمه ایزو پولیسو افسرانو سره په یو ویډیو کانفرنس کې د قانون پلي کونکو افسرانو ته لارښوونه وکړه چې د روژې نه مخکې امنیت زيات کړي.

هغه په دې ټينګار وکړو چې د بنديزونو په جریان کې دې ټولنیز واټن پلي کړي او همدارنګه د سپېڅلې میاشتې په جریان کې د قانون او نظم وضعيت يقيني کړي.

عباسي وویل، "د روژې او نورو ورځو په جریان کې د دوی د دندو لپاره، ځانګړی حفاظتي لباس او تجهیزات د ټولو پوليسو لپاره تيار شوي چې له کورونا ويروس څخه خوندي پاتې شي."

پولیسو په سیند، بلوچستان او پنجاب کې هم امنیت زيات کړی دی.

د سیند د کرنې وزیر اسماعیل راهو د اپرېل په ۱۷ مه وویل، "د سیند حکومت پریکړه کړې چې د کورونا ویروس د وضعیت له امله د روژې بازارونه منعقد نه کړي." هغه زياته کړه چې میوه او سبزۍ به په ځایي دوکانونو کې شتون ولري او دا چې پيرودونکي کولی شي چې دوی ته آنلاین آډر ورکړي.

پنجاب، بلوچستان او خېبرپښتونخواه هم د روژې بازارونو ته اجازه نه ورکوي.

سربیره پردې، د افسرانو لویې دستې به د جوماتونو په شمول د عامه ځایونو د ننوتلو او وتلو د لارو ساتنه وکړي، اوهمدارنګه په ټولو صوبو او اسلام آباد کې به په ښارونو کې د ټولو حساسو ځایونه ساتنه وکړي.

د خېبرپښتونخواه ایس ایس پي افریدي وویل، "موږ د ښار په مختلفو برخو کې ۴۴ چيک پوسټونه جوړ کړي دي، په داسې حال کې چې د فرنټير کانسټبلرۍ او پوځ سره د ګشتونو ټيمونه جوړ شوي دي."

هغه وویل، د اضافي پولیسو ګمارل به د روژې په میاشت کې د قانون او نظم وضعيت په يقيني کولو کې مرسته وکړي.

بيړنۍ نغدي مرسته

په پېښور کې پولیسو له مخکې نه د ښار په مختلفو برخو کې د ۳،۰۰۰ نه زيات منسوبين ګمارلي چې بنديزونه يقيني کړي.

سربیره پردې، د پاکستان حکومت ټولټال ۱۴۴ ميليارده روپۍ (۸۸۱ ميليونه امريکايي ډالره) هغه کورونيو ته ورکوي کوم چې د روژې د میاشتې نه مخکې د بنديزونو له امله ځپل شوي دي.

د دغه پروګرام ډايريکټرې ثانیه نشتر وويل، "د احساس اضطراري نغدو پيسو پروګرام لاندې پيسې د اپریل له نهمې نيټې راهیسې په دوامداره توګه ورکړل کيږي، چې په اړمنو ۱۲ ملیونو کورنیو کې هرې يوې کورنۍ ته د ۱۲،۰۰۰ روپو [۷۳ امريکايي ډالري] مرستې چمتو کوي."

نشتر وویل، د دې نوښت لاندې تقريباََ ۵۳ مليارده روپۍ [۳۲۰ ميليونه امريکايي ډالره] به د اپرېل د نولسمې نيټې پورې ۴ ميليونه کورنیو ته ورکړل شي. هغې زياته کړه چې د نغدو پيسو ويشل دوام لري او دا احتمال لري چې ډير ترلاسه کونکي به د روژې نه مخکې مرسته ترلاسه کړي.

هغه کورنيو د مالي مرستې لپاره مننه وکړه کومې چې د بنديزونو له امله د دندې له لاسه ورکولو یا د سوداګرۍ د بندیدو وروسته د روژې لپاره د انتظاماتو په اړه اندیښمنې وې.

د کوهاټ يوې اوسيدونکي شاهده بيګم وويل، "موږ د روژې لپاره خواړه او نور ضرورتونه پوره کولى شو او مونږ دا د حکومت له خوا د ۱۲،۰۰۰ روپيو په مرسته پوره کړل."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

جوماتونه بند کړئ که تاسو واقعي غواړئ چې ټولنیز واټن پلي کړئ، ګنې دا به ټول منافقت او ډرامه بازي وي.

ځواب