جرم او انصاف

والدېنو ته د سایبر جرمونو د خطرو په اړه خبرداری ورکړل شوی، په داسې حال کې چې بنديزونو ځوانان په انټرنیټ بوخت کړي دي

دعديل سعيد لخوا

په پېښور کې یو سړی د اپرېل په ۶ مه په خپل فون کې انټرنیټ کاروي. اېف آی ای د والدېنو او ماشومانو لپاره لارښونې صادر کړي چې د سايبر جرمونو څخه خبر شي. [عدیل سعید]

په پېښور کې یو سړی د اپرېل په ۶ مه په خپل فون کې انټرنیټ کاروي. اېف آی ای د والدېنو او ماشومانو لپاره لارښونې صادر کړي چې د سايبر جرمونو څخه خبر شي. [عدیل سعید]

پېښور -- د پاکستان د فدرالي تحقیقاتو ادارې (اېف آی آی) د والدېنو او ماشومانو لپاره لارښونې صاردر کړي چې د بنديزونو په جريان کې د سایبر جرمونو خطرو په اړه خبر شي، په داسې حال کې چې ځوانان د ټولنیزو رسنیو کارول زیاتوي.

دا خطرونه د دې سبب ګرځيدې شي چې افراطیان به د ګمارلو هڅه وکړي کوم چې د ځوانانو، چې د پام وړ آسان اهداف دي، په لټه کې دي.

دي نیوز ورځپاڼې کې د مارچ په ۲۴ مه په خپره شوې لارښوونه کې راغلي، "د کورونا ویروس وروستي خپريدل په پام کې نیولو سره، زده کونکي اوس مهال په چهټۍ دي او احتمال لري چې خپل ډیر وخت به په انټرنیټ کارولو کې تیر کړي."

په دغه لارښوونه کې راغلي، "د احتمالي خطرو د مخنیوي لپاره، د سایبر جرمونو له خطرو څخه خبر اوسئ، چې ماشومان او ځوانان يې ښکار کيدې شي، په داسې حال کې چې دوی انټرنیټ کاروي."

دغه مشوره والدېن او ماشومان دواړه دې ته هڅوي چې "پام وکړي چې یو څو نارینه او ښځینه مجرمان ځان د یو داسې کس په توګه ظاهروي چې دوی نه وي او بیا ځوانان/ماشومان په ټولنيزو رسينو باندې د ملګري جوړيدو په واسطه دوی په خپل دام کې راګيروي."

دغه لارښوونه وړاندیز کوي چې والدېن باید ځوانانو ته انټرنیټ یوازې د نظارت لاندې او په ګډ ځای کې د کارولو اجازه ورکړي.

په ورته وخت کې، ماشومانو ته سپارښتنه کیږي چې هیڅکله شخصي معلومات، شخصي انځورونه یا ویډیوګانې په ټولنیزو رسنیو کې له هیچا سره شریکې نه کړي او هیڅکله هم د يو بهرني وګړي څخه "ملګري غوښتنه" ونه مني.

اېف آی ای والدېنو او ماشومانو دواړو ته لارښوونه وکړه چې که چیرې دوی د سایبر جرمونو قرباني شي، نو غلی دې پاتې نه شي.

د ۹۹۱۱ سایبر جرمونو څانګې د مرستو ټلیفوني کرښه د هر هغه چا لپاره شتون لري چې رهنمايي یا د سایبر جرم په اړه راپور ورکول غواړي.

واجد صافي، د سایبر جرمونو څانګې ځايي ډايريکټر، وويل، "دا د اېف آی ای مسؤلیت دی چې د ځينو ناوړه عناصرو لخوا په غلطه توګه د انټرنیټ د کارولو په اړه خبرداری ورکړي، کوم چې به هڅه وکړي چې ځوانان او ماشومان د خپلو پټو موخو لپاره وکاروي."

هغه وویل چې د انټرنیټ نه غلطه ګټه اخيستل په خطرناکه توګه وده کوي ځکه چې هره ورځ د سایبر جرمونو شکایتونه ډیریږي. هغه زیاته کړه چې تنکي ځوانان ډیر له دې خطر سره مخ دي او د والدېنو او اړوندو ادارو اضافي پاملرنې ته اړتیا لري.

د واجد له مخې، د کال له پیل څخه تر مارچ پورې، د اېف آی ای سایبر څانګې سیمه ایز دفتر تر دې دمه د ۵۰۰ نه زيات شکایتونه ترلاسه کړي چې عمل او احتیاطي تدابیر یې يقيني کړي دي.

هغه وړاندیز وکړ چې په ماشومانو کې د سایبر جرمونو په اړه پوهاوی رامنځته کړئ.

هغه وويل، "موږ باید خپلو ځوانانو ته د انټرنیټ د خطرو او ځان ساتنې لپاره د تدابيرو په اړه درس ورکړو."

آنلاین افراطیت

په دې خطرو کې د افراطیانو لخوا آنلاین استخدام هم شامل دی.

مسرت قديم، چې د سولې فعاله او په اسلام آباد کې د سولې پلوه غیر دولتي سازمان پیمان ايلومني ټرسټ چيرمينه ده، وويل، "اېف آی ای د والدېنو او ماشومانو لپاره د سایبر جرمونو څخه د ساتنې لپاره د دې لارښونې په خپرولو سره د لوی مسؤلیت څرګندونه کړې ده."

قدیم وویل، "اېف آی ای "د سایبر جرمونو په اړه د خلکو پام راړولو لپاره د ستاینې وړ ده، کوم چې د خلکو، په ځانګړي ډول د ځوانانو، ژوند تباه کوي او هغوی نه يوازې په ناوړه فعالیتونو کې بوخت کوي بلکې د افراطیت په ناوړه عمل کې يې هم اخته کوي."

د سولې راوستلو او د ترهګرۍ نه د راړولو په خپلو هڅو کې، هغې وموندله چې انټرنیټ تنکي ځوانانو ته د لاسرسۍ او هغوی په غلطه لاره د اخته کولو لپاره يوه لويه سرچينه جوړه شوې ده.

هغې وویل چې په پراخه کچه د انټرنیټ کارول د افراطیت په څیر د ستونزو سبب ګرځيدلی، حتی په پرمختللو هیوادونو کې چې د سواد لوړه کچه لري.

هغې خبرداری ورکړو چې په پاکستان کې دا د ناوړه عناصرو لپاره ډيره اسانه ده چې ځوانان د متعصبانه معلوماتو او دلیلونو سره متاثره کړي.

قدیم له والدېنو څخه وغوښتل چې دا ډول مشورې جدي وګڼي او د انټرنیټ کارولو پرمهال په خپلو ماشومانو نظر وساتي.

د پېښور محمد اصف، چې د ځوانانو د ترهګرۍ ضد سازمان چيرمين دی، هم د اېف آی ای د دغه اقدام ستاينه وکړه.

هغه وویل، د اېف آی اې سربیره، نورې حکومتي ادارې او د مدني ټولنې سازمانونه باید وړاندې راشي او د پاکستانيانو په تعليم باندې تمرکز وکړي چې څنګه دوی ځانونه د ټولنیزو رسنیو او ډیجیټل ټیکنالوژیو د ناسم استعمال په وړاندې خوندي وساتي.

د پېښور یو سیمه اییز سوداګر او د درې ماشومانو پلار محمد سلمان وویل، لکه څنګه چې د کورونا ویروس بنديزونه دوام لري، "زموږ ماشومانو د مختلفو پروګرامونو په لیدلو او لوبو په کولو سره د موبايل فونونو په کارولو کې ځان بوخت کړی دی."

سلمان وویل، د کورونا ويروس په ناڅاپي توګه خپریدو سره، ورځني فعالیتونه په ځای ودريدل.

حتی لویانو د وخت تيرولو لپاره ځانونه د موبايل فونونو په کارولو او انټرنيټ کې بوخت کړې دي.

سلمان وويل، دا د ستاینې وړ ده چې ایف آی ای والدېنو ته د هغوی او ماشومانو د خطرو په اړه خبرداری ورکړی. هغه زیاته کړه چې هغه به د خپلې کورنۍ د امنیت لپاره محتاط پاتې شي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500