تروريزم

د تحريک طالبان پاکستان سخت نقاد ژمنه کوي چې د چاودنې څخه د ښه کيدو وروسته به جګړې ته دوام ورکړي

د حنيف الله لخوا

مولانا ګل داد خان، چې د باجوړ قبايلي ضلعې قومي مشر او د تحریک طالبان پاکستان سخت مخالف دی، په جنوري ۲۰۱۹ کال کې په باجوړ ضلعه کې یوې غونډې ته وینا کوي. ګل داد په جون ۲۰۱۹ کال کې په يو بمي برید کې ژوبل شوی و او له خپلو زخمونو څخه روغ شوی دی. [حنیف الله]

خار -- مولانا ګل داد خان، چې د تحریک طالبان پاکستان یو سخت مخالف دی، په تیر کال کې په يوې بمي چاونه کې د زخمونو له ښه کيدو وروسته اوس هم د وسله والو پرضد خبرې کوي.

خان، چې ۶۵ کاله عمر لري، د تير جون په میاشت کې د باجوړ ضلعې په ناواګۍ سيمه کې خپلې استوګنځي ته نږدې په یوې بمي چاودنه کې د پنځو نورو ملګرو سره ژوبل شوی و. د هغه په ساتونکو کې يو کس، فضل هادي، وروسته د زخمونو له کبله مړ شو.

خان په نويو ضم شويو قبایلي سیمو کې په هغه يو څو دیني مشرانو کې دی چې له اوږدې مودې راهیسې يې د وسله والو مخالفت کړی دی او د پولیو واکسینو ملاتړ يې کړی دی.

خان وویل، "ما تل دوی د تحریک طالبانو پرځای د تحریک ظالمانو [وحشي خلک] په نوم ياد کړل او د دوی له بریدونو سربيره به خپلې مبارزې ته دوام ورکړم."

مولانا ګل داد خان د مارچ په ۲۹ مه له خپلې تورې سره د تصوير لپاره ولاړ دی. [حنیف الله]

مولانا ګل داد خان د مارچ په ۲۹ مه له خپلې تورې سره د تصوير لپاره ولاړ دی. [حنیف الله]

مولانا ګل داد خان (چې ناست دی) د جنورۍ په ۲۸ مه په ناواګۍ سیمه کې د پوليو واکسینو د کمپاین له پرانستلو وروسته له نورو کسانو سره دعا کوي. [حنیف الله]

مولانا ګل داد خان (چې ناست دی) د جنورۍ په ۲۸ مه په ناواګۍ سیمه کې د پوليو واکسینو د کمپاین له پرانستلو وروسته له نورو کسانو سره دعا کوي. [حنیف الله]

یو خبریال د هغه ګاډي تصوير اخلي چې وسله والو د تیر جون په ۱۷ مه په باجوړ ضلعه کې هغه وخت ویجاړ کړو کله چې دوی مولانا ګل داد خان په نښه کړو. هغه ژوندی پاتې شو. [حنیف الله]

یو خبریال د هغه ګاډي تصوير اخلي چې وسله والو د تیر جون په ۱۷ مه په باجوړ ضلعه کې هغه وخت ویجاړ کړو کله چې دوی مولانا ګل داد خان په نښه کړو. هغه ژوندی پاتې شو. [حنیف الله]

هغه وویل، "ما ټي ټي پي ته د مناظرې لپاره چيلنج ورکړی چې دا ثابته کړم چې دوی غلط دي او د اسلام په نوم بې ګناه خلک وژني." "د اسلام په اړه د دوی نظريې غلطې دي، او زه به دا ثابته کړم که چيرې دوی د پاکستان په هر ځای کې خبرو ته چمتو شي."

خان په دسمبر ۲۰۰۷ کال کې په ناوګۍ کې د تحريک طالبان پاکستان لخوا د فرنټیر کور (اېف سي) سرتیري له وژلو وروسته مشهور شو.

که څه هم تحریک طالبان هر هغه کس ته ګواښ وکړو چا چې د سرتیري بدن سمبال کړو، خو خان د دغه سرتيري پاتي شوني ترلاسه کړې او امنیتي ځواکونو ته یې بیرته وسپارلې.

له هغه وروسته، وسله والو خان، د هغه کورنۍ او د هغه ملګري ۱۷ ځله په نښه کړي دي. په دې بریدونو کې، د خان د کورنۍ د پنځو غړو په ګډون، نهه کسان وژل شوي او ۲۲ نور ژوبل شوي دي.

په مړو کې امین الله خالد شامل دی، چې هغه د خان زوی دی او په می ۲۰۱۵ کال کې په یوې بمي چاودنه کې وژل شوی و.

خان پخپله دوه ځله ژوبل شو، په لومړي ځل په مارچ ۲۰۰۹ کال کې کله چې وسله والو د هغه په کلي او کور برید وکړو.

خان وویل، "زه دوی د تحریک ظالمان په نوم یادوم ځکه چې دا د بې ګناه خلکو او امنیتي ځواکونو قاتلان دي او دا ځکه چې دوی د اسلام په نوم بې ګناه خلک غولوي."

خان وویل، "زه به د وسله والو د بريدونو سربیره خپل ماموریت ته دوام ورکړم، او زه به د خپلې وينې د آخرنۍ څاڅکې پورې د تحریک طالبان پاکستان پر وړاندې خپل غږ پورته کړم."

هغه زیاته کړه، "زه به په باجوړ کې پاتې شم او تر څو پورې چې زه ژوندی يم، زه به خپلې مبارزې ته دوام ورکړم."

په سوله کې کلیدي رول

د باجوړ يو ځايي مشر شیخ جهانزاده وویل، "ګل داد د سولې په بحالۍ کې مهم رول لوبولی دی، او هغه تل په سیمه کې د سولې په راوستو کې د امنیتي ځواکونو ملاتړ کړی دی، ځکه چې هیڅ څوک چمتو نه و چې د اورپکۍ په دور کې يې د امنیتي ځواکونو سره مرسته کړی وای."

جهانزاده وویل، "حکومت دې د سولې لپاره د هغه او د هغه د ملګرو قربانیو له کبله هغه ته صدارتي انعام ورکړي."

هغه وویل، "موږ په خپله خاوره سوله غواړو ځکه چې شخړې زموږ په ټولنه او ژوند باندې خورا ناوړه اغیزه کړې ده."

ملک ظاهر، چې په باجوړ ضلعه کې د ناواګۍ سیمې ځايي مشر دی، وویل، خان هغه په وخت کې د پاکستان د امنیتي ځواکونو سره مرستې کړې کله چې تحریک طالبان پاکستان ډيره مشهوره وه او هيڅوک تيار نه و چې د وسله والو پر وړاندې غږ پورته کړي.

هغه وویل، "د امنیتي ځواکونو لپاره د هغه د قوي ملاتړ له امله، د هغه ډیر ملګري او د کورنۍ غړي په نښه شول."

ظاهر زیاته کړه، "ګل داد خان د قبایلي ضلعو یوازینی مذهبي مشر دی چې تحریک طالبان پاکستان ته يې د بحث لپاره چيلنج ورکړو او یوازینی مشر دی چې دوی د تحریک ظالمان په نوم يادوي."

د ظاهر په وینا، خان په ۲۰۰۹-۲۰۱۰ کې د تحريک طالبان پاکستان پروړاندې د یاغیانو پرضد د شيردل عملیاتو بشپړ ملاتړ وکړو. هغه په اېف ايم راډیو چینل امن راډیو باندې خبرې وکړې چې د تحريک طالبان پاکستان د منفي تاثیراتو په اړه اوریدونکي خبر کړي.

هغه وویل، "د ګل داد خان ويناګانو د امنیتي ځواکونو لپاره لاره هواره کړه ... چې د ګل داد له ملاتړ وروسته يې په اسانۍ سره تحريک طالبان پاکستان ته ماتې ورکړو."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 5

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ګلداد خان يو اتل دی او موږ پرې فخر کوو.

ځواب

د مولانا ګلداد خان خدمات ډير مهم دي.مولانا ګلداد خان په سخت وخت کې له حکومت سره ودرېدو او په ښکاره ډول یې ټي ټي پي ته چيلنج ورکړو. حکومت باید مولانا ګل داد خان ته صدارتي ایوارډ او نور ايوارډونه ورکړي.

ځواب

مولانا ګل داد خان واقعي یو زړور او تکړه شخصیت دی. هغه چمتو دی چې د هر ډول خطر سره مخ شي. که څه هم، هغه په ​​پیل کې د تحريک طالبان پاکستان يوه برخه وه او په دغه ورځو کې د خپلو ليواله ویناګانو لپاره خورا مشهور و. هغه نن ورځ په ورته خلاص او استبدادي طرز سره خبرې کوي لکه څنګه چې مخکې يې خبرې کولې. ګل داد خان په ټي ټي پي کې لومړی عالم او نيک شخصیت و، چې یوازې په دوه کلونو کې یې احساس وکړو چې د غورځنګ اجنډا د هیواد او اسلام خلاف ده. مولانا وروسته له هغې د دغه غورځنګ نه خپله لاره جدا کړه کله چې هغه ته د دې د حقیقت په اړه احساس وشو او هغه نه یوازې د غورځنګ نه په ځان جدا کولو سره يو غلی کتونکی پاتې شو، بلکې هغه په ښکاره او یوازې د یو فولادي سړي په څیر خورا پیاوړی او وسله وال غورځنګ چيلنج کړو. په دغه ورځو کې، دا د خورا زړورتیا کار و او خپل ژوند په خطر کې اچول و. که څه هم، سره له دې چې هغه څو ځله په نښه شوی و، او د هغه سره د مرستې لپاره د هغه څو خپلوانو ژوند له لاسه ورکړی و، هغه له خطراتو سره عادي شوی و، دغه شخصیت هیڅکله هم حوصله ونه بايلله او هغه اوس هم د فولادو دیوال په څیر ولاړ دی. له همدې امله د انصاف تقاضا دا ده چې مولانا ګل داد خان د قبايلي سيمې اتل وګرځول شي او هغه ته صدارتي ايوارډ ورکړل شي.

ځواب

هو ګلداد خان د باجوړ او ضم شويو ضلعو اتل دی. حکومت باید هغه ته د ترهګرۍ پر ضد د رضاکارانه خدمتونو لپاره صدارتي انعام ورکړي

ځواب

اتلان دې باید وستايل شي

ځواب