روغتیا

لوړپوړی چارواکی وایي چې د چين لخوا د کورونا ویروس پټولو په نړۍ کې وبا ته وده ورکړه

پاکستان فارورډ

د متحده ایالاتو د الرجي او ساري ناروغیو ملي انسټیټیوټ ډايريکټر انتوني فوسي په واشنګټن کې د اپرېل په ۵ مه د کورونا ویروس ټاسک فورس غونډې وروسته په نا ټاکل شوې غونډه کې خبرې کوي. [ایرک بارادات/ای اېف پي]

د متحده ایالاتو د الرجي او ساري ناروغیو ملي انسټیټیوټ ډايريکټر انتوني فوسي په واشنګټن کې د اپرېل په ۵ مه د کورونا ویروس ټاسک فورس غونډې وروسته په نا ټاکل شوې غونډه کې خبرې کوي. [ایرک بارادات/ای اېف پي]

واشنګټن -- ډاکټر انتوني فوسي، چې د دې وبا د ماتولو لپاره په هڅو کې د نړۍ مخکښ شخصیت دی، وويل، که چيرې چینايي چارواکو په پیل کې د نوي کورونا ویروس په اړه شفاف پاتې شوی وای، نو اوس به نړۍ د کورونا ويروس سره د مبارې لپاره ډیر په ښه حالت کې وه.

اټکل شوې ده چې ۱.۳ ملیونه خلک په نړۍ کې په کورونا ويروس ناروغۍ کې اخته شوي دي او تقريباََ ۷۰،۰۰۰ کسان په کې مړه شوي دي، او شمیر یې په چټکۍ سره لوړیږي.

فوسي، چې له ۱۹۸۴ کال راهیسې د متحده ایالاتو د الرجي او ساري ناروغیو ملي انسټیټیوټ ډايريکټر پاتې شوی دی او اوس د متحده ایالاتو د کورونا ویروس د ځانګړي کاري ځواک يوه برخه ده، د اپریل په ۳ مه د پي بي ايس نیوز آور سره په یوې مرکه کې د وبا د لومړیو څو هفتو په اړه په تفصيل سره خبرې وکړې.

لاندې د دغه مرکې یوه برخه ده. مهرباني وکړئ بشپړه مرکه دلته وګورئ.

جوډي ووډرف (خبریال):

کله تاسو په لومړي ځل احساس وکړو چې دا مسله مختلفه ده، چې څه پیښ شوي وو یوازې یو بل ویروس نه و، چې دا به یو جدي، بلکې ډیر جدي وي؟

انتوني فوسي:

ښه، د جنورۍ په پیل کې، کله چې دا څرګنده شوه چې چینیانو په اصل کې د څه ادعا کړې وه چې دا یوازې یو ویروس و چې د يو ناروغه څاروي نه انسان ته منتقل شو، او له انسان نه انسان ته نه و منتقل شوی. خو دا ډیره ژر څرګنده شوه چې داسې خبره نه وه، دا یو ویروس و چې له انسان څخه انسان ته منتقل کيدو.

جوډي ووډروف:

که څه هم، اوس دا پوښتنه راپورته کیږي او خلک وايي که چېرې دوی په پیل کې ډیر شفاف پاتې شوی وای، نو ایا دې به د دې ویروس د خپريدو او وخت مخه نيولی وای، او یا دې به نورو هيوادونو ته د تيارۍ لپاره ډير وخت ورکړی وای؟

انتوني فوسي:

جوډي، زه فکر نه کوم چې څه به د دې ویروس د خپریدو مخه نیولې وې. کله چې دا یوځل په يوې ټولنه کې په اغیزمنه توګه د خپریدو، د ناروغه کولو او مرګ رامنځته کولو له ظرفیت سره خپره شي، نو بيا د تفصيل ضرورت نشته.

خو حالات به څنګه مختلف وو — او دا هغه څه دي چې خلک پرې غور کوي، تاسو پوهیږئ، کله چې دا مسله ختمه شي، لکه څنګه چې دوی هڅه کوي او تجزيه کوي چې په حقيقت کې څه پیښ شوي و — هغه دا دي، که چيرې موږ ته په لومړيو کې معلومه شوی وای چې دا په پراخه کچه له يو نه بل کس ته منتقل کيږي، کله چې دا یوازې په چین کې وه، زه فکر کوم چې نورو هیوادونو به د دغه خبردارۍ له کبله تادي کړی وه او له چین څخه خپل هیوادونو ته د سفر کولو مخه به یې نيولی وای، ځکه، په یاد ولرئ، چې دا په چین کې راپورته شوې وه.

او بیا چین، له دې حقیقت سره چې دلته ډیر چینايي وګړي شتون لري، او سفر په دې نړۍ کې زموږ د ورځني وجود يوه برخه ده، کيدې شي چې په عمومي ډول يوازې له چین څخه او په ځانګړي توګه د ووهان او هوبي ضلعې څخه د سفر کولو احتمال ته پام ورکړل شوی وای، چې دا یو داسې شی دی چې په ټوله نړۍ کې وبا رامنځته کولی شي.

نو، په شفافیت کې ځنډ، زه فکر کوم، احتمالاََ په هغه څه باندې اغیزه لرې چې ما یوازې وویل، يعنې دا پوهاوی چې دا پاتې نړۍ په دې کې اخته کولی شي.

جوډي ووډروف:

دا ټول چینايي چارواکو ته اشاره کوي، آيا داسې نه ده؟

انتوني فوسي:

دا داسې ښکاري.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500