روغتیا

پاکستان هغه ۲۰،۰۰۰ تبلیغیان قرنطین کړي چې د مارچ په غونډه کې يې برخه اخیستې وه

پاکستان فارورډ او ای اېف پي

د ښاروالۍ يو کارکونکی د ۲۰۲۰ کال د اپريل په ۴مه په کراچۍ کې د خواړو ويشلو په ځای کې د خلکو تبه ګوري. [رضوان تبسم/ ای اېف پي]

د ښاروالۍ يو کارکونکی د ۲۰۲۰ کال د اپريل په ۴مه په کراچۍ کې د خواړو ويشلو په ځای کې د خلکو تبه ګوري. [رضوان تبسم/ ای اېف پي]

اسلام آباد -- چارواکو د اپریل په ۵ مه وويل، پاکستان ۲۰،۰۰۰ عبادت کونکي قرنطين کړي دي او اوس هم د هغه لسګونو زره نورو کسانو په لټه کې دي چې تیره میاشت يې په لاهور کې په یوې تبلیغي غونډه کې ګډون کړی و، سره له دې چې د کورونا ویروس وبا وضعيت مخ په خرابيدو و.

چارواکو وویل چې دوی غواړي د هغو کسانو ټسټونه وکړي او يا يې قرنطین کړي چې د ۱۰ او ۱۲ مارچ ترمنځ يې د تبلیغي جماعت لخوا په جوړه شوې غونډه کې ګډون کړی و. دوی انديښنه لري چې دوی اوس په ټول پاکستان او بهر کې د کورونا ويروس ناروغي خپروي.

په دغه غونډه کې د ۱۰۰،۰۰۰ نه زياتو کسانو برخه اخيستې وه او د حکومت لخوا د دې د لغوه کیدو غوښتنه یې له پامه غورځولې وه، په داسې حال کې چې ويروس په هيواد کې خپور شوی و.

ډان ورځپاڼې د دوشنبې په ورځ (د اپریل په ۶ مه) راپور ورکړو چې پاکستان له ۵۲ مرګونو سره ۳،۵۲۰ تاييد شوي کيسونه لري.

هغه ښځې د اپريل په ۴ مه د قرنطين مرکز نه ځي چې له ایران څخه تر راستنیدو وروسته يې په ډيره اسماعیل خان کې قرنطین پوره کړی و. [شهباز بټ]

هغه ښځې د اپريل په ۴ مه د قرنطين مرکز نه ځي چې له ایران څخه تر راستنیدو وروسته يې په ډيره اسماعیل خان کې قرنطین پوره کړی و. [شهباز بټ]

په خېبر پښتونخواه کې، چارواکو تر دې دمه هغه ۵،۳۰۰ تبلیغیان قرنطین کړي چې د لاهور په غونډه کې یې برخه اخیستې وه.

اجمل وزير، چې د دغه سیمې ویاند دی، د اپریل په ۵ مه ای اېف پي ته وویل، "د روغتیا چارواکي د کورونا ویروس ټسټونه کوي، او د ځينو په کې ټسټونه مثبت راغلي دي."

وزیر وویل، د خېبرپښتونخواه په زرګونو تبلیغیان په ټول هیواد کې د لویو لارو د بندیدو له امله په نورو سیمو کې بند پاتې شوي وو.

دا جدي اندیښنې د چین، روس او ایران د حکومتونو لخوا د ویروس په اړه د غلطو معلوماتو د فعال کمپاینونو په غندلو سره راپورته کيږي.

قرنطینونه، يوازې کول، بندول

حکومتي چارواکو وويل، تقريباََ ۷،۰۰۰ کسان په لاهور کې قرنطین شوي، په داسې حال کې چې په سيند صوبه کې تقريباََ ۸،۰۰۰ تبلیغیان قرنطین شوي دي.

په بلوچستان صوبه کې په لسګونو نور کسان په دې مجبوره شوي چې ځان پخپله يوازې کړي.

تبلیغي جوماتونه او د غورځنګ د عبادت نور ځایونه د مارچ په پای کې د قرنطین مرکزونو په توګه بند کړی شول.

چارواکو ای اېف پي ته وويل، لږ تر لږه د ۱۵۴ هغه تبلیغیانو د کورونا ويروس لپاره ټسټونه مثبت راغلي کوم چې د تیرې جمعې په ورځ د غونډې لپاره تللی ول. په دغه کسانو کې دوه مړه شوي دي.

که څه هم، یوازې د محدود ټسټونو سره، کتونکي اندیښنه لري چې د ناروغۍ او مرګونو شمیره خورا لوړه ده.

تبلیغي جماعت په نړۍ کې ترټولو لوی د عقیدې پر بنسټ غورځنګ ګڼل کيږي او په ملیونونو پیروان، په ځانګړي توګه په سویلي آسیا کې لري چې د اسلامي افکارو د خپرولو لپاره مبلغین هيوادونو ته لیږي.

ډيرو هیوادونو ته احتمالاََ انتقال

منتظمينو وويل، چې د چین، انډونیزیا، نایجیریا او افغانستان په ګډون هیوادونو څخه ډيرو بهرنيو وګړو سږکال په دې غونډه کې برخه اخیستې وه.

تقريباََ ۱۵۰۰ بهرنيان اوس په پاکستان کې قرنطين شوي، خو نور د ټسټونو نه بغير د هېواد نه تللي دي.

د غزې د روغتیا وزارت تیره میاشت تایید وکړو چې د کورونا ویروس لومړي دوه کيسونه هغه فلسطینیان وو چې په دغه غونډه کې یې برخه اخیستې وه.

د پاکستان د ساینس وزیر فواد چوهدري په لومړيو کې په دې غوسه څرګنده کړه چې دغه پیښه ترسره شوه، او دا یې د "ملانو هټ دهرمي" وګڼله.

هغه وویل، "هرهغه ډله به د نورو کسانو لپاره يو خطره جوړه شي کوم چې د حکومت مشورو ته غاړه نه ږدي او خپل عادي کارونو ته دوام ورکوي."

منتنظمينو وویل چې دوی د چارواکو په مشوره د غونډې وخت کم کړو، که څه هم، په دغه وخت کې دوی وویل چې دا د باراني موسم له امله و.

ورته ډول د تبلیغي جماعت غونډې، چې په مالیزیا او هند کې ترسره شوي دي، په نورو هیوادونو کې د ویروس د خپریدو په تور تورن شوي دي.

په عين حال کې، په پاکستان کې د کورونا ويروس ناروغۍ ګڼ شمیر کېسونه له ايران سره اړيکي لري.

د وزیر اعظم عمران خان د روغتیا ځانګړي معاون ډاکټر ظفر مرزا د مارچ په ۲۴ مه په اسلام اباد کې یوې خبري غونډې ته وویل، "په پاکستان کې د کورونا ويروس ناروغۍ تایید شوي اتیا سلنه ناروغان له ایران څخه دي، کوم چې د عامې روغتیا نړیوال اضطراري حالت سره د مبارزې توان نه لري."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500