د ښځو حقوق

واک ورکول: د خیبرپښتونخوا نوښت د ډرايور دندې لپاره د ښځو په لټه کې دی

د ظاهر شاه شيرازي لخوا

په ۲۰۱۸ کال کې په پیښور کې په دې اخیستل شوي انځور کې د ښځو لپاره یواځې ګلابي ټیکسي خدماتو ګاډی لیدل کیدی شي. [ظاهر شاه شیرازي]

په ۲۰۱۸ کال کې په پیښور کې په دې اخیستل شوي انځور کې د ښځو لپاره یواځې ګلابي ټیکسي خدماتو ګاډی لیدل کیدی شي. [ظاهر شاه شیرازي]

پېښور -- شنونکي وايي، په لومړي ځل، د خیبر پښتونخوا حکومتي ادارې به ښځې د رسمي ګاډو د ډرايورانو په توګه استخدام کړي او وګماري، چې دا یوه بله نښه ده چې په سیمه کې د جنډر مساوات وده کوي، په داسې حال کې چې د افراطيانو نفوذ په کميدو دی.

د اسټيبلشمنټ ډپارټمنت د اشتهار له مخې، په خیبرپښتونخوا کې، د ضم شويو قبایلي ضلعو په ګډون، له ښځو څخه غوښتنه شوې چې د ډرایورانو د ۶۵ پوسټونو لپاره درخواستونه جمع کړي، چې ۱۰٪ پکې یواځې د ښځو لپاره مختص شوي دي، په داسې حال کې ۵٪ د اقليتونو لپاره او ۲ د معذورانو لپاره مختص شوي دي.

د مختص شويو پوسټونو لپاره د اپلای کولو نه علاوه، ښځې کولی شي چې د ډرایور د خالي پوسټ لپاره په بشپړ ډول په ميرټ اپلای وکړي.

د ښځو د حقونو فعالینو يادونه وکړه، په دې وروستیو کې، افراطیانو د سیمې په ډیرو برخو کې ښځې د ووټ ورکولو یا د نارینه خپلوان نه بغیر بازار ته له تګ څخه منع کړې وې.

دغه سیمه په ۲۰۱۲ کال کې هغه مهال ډيره بدنامه شوه کله چې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) غړو په سوات کې د جينکو د تعلیم فعالې ملاله یوسفزۍ باندې ډزې وکړې او ډيره يې ژوبله کړه. اوس هغه په انګلستان کې اوسيږي.

د سوات څخه د تلویزیون خبریال زبیر خان وویل، په سوات کې دا نظاره به، چې ښځې حکومتي ګاډي چلوي، ګواښ ورکونکو ته په ماتې ورکولو کې د حکومت او پریکړه کونکو یوه لویه لاسته راوړنه په ګوته کړي.

فعالان وايي چې د خیبرپښتونخوا حکومت لخوا دا ګام په ټولنه کې د جينکو باور پیاوړی کوي. دغه فعالین دا د میرمنو ځواکمنتیا او جندر مساواتو لپاره یو مهم ګام ګڼي.

ډاکټر رفعت سردار، چې د ښځو د وضعيت په اړه د خېبرپښتونخوا د کمیسیون (کې پي سي ايس ډبليو) مشره ده، وايي، دغه نوښت د ټولنې بدليدونکی نظر په ګوته کوي.

هغې وویل، "د ښځو د ګمارلو په اړه د حکومت پریکړه يوه ښه نښه او په ټولنه کې د بدلون څرګندونه ده چې د ښځو لپاره يې مساوي حیثیت منلی دی."

هغې زیاته کړه، "په حکومتي سکتور کې ښځینه ډرايورانې به د ځوانو جينکو لپاره د لوړ مورال محرک په توګه ثابت شي ترڅو په ټولو برخو کې پرمختګ وکړي."

د ښځو د حقونو سازمان، د خيبر پښتونخوا عورت فاونډیشن، ريذيډنټ ډايريکټرې شبینه ایاز هم د ځایي حکومت د دې اقدام ستاینه وکړه.

هغې وویل، "د جندر مساواتو او پیاوړتيا لپاره د حکومت هر نوښت د ستاینې وړ دی ځکه چې عورت فاؤنډیشن څو کاله مخکې ډیر کار کونکي ښځې د ډرايور دندې لپاره روزلي وې، خو د ټولنیز ضد او د حکومتي بې پامۍ له امله دوی هیڅکله هم ونه ګمارل شوې."

ایاز زیاته کړه، "موږ ښځو ته د نرس، ډاکټر او ښوونکي رول راکول کيږي، خو د حکومت دې اقدام ډیر وخت واخيستو چې ښځې د انجینرانو، ډرایورانو، او ښځینه پولیسو یا د بمونو شنډولو افسرانو په توګه استخدام کړي. د خیبرپښتونخوا حکومت د دې پريکړې له کبله د ستاينې وړ دی."

د پریکړې لپاره ستاینه

هغې وویل، "اوس هم، د ښځینه ډرايورانو ګمارل کافي نه دی -- حکومت باید مناسب چاپیریال هم يقيني کړي او د دې ښځو ساتنه وکړي چې دوی ونه ځورول شي او نه له زيان سره مخ شي."

هغې زیاته کړه، "ترټولو مهمه دا ده چې دا ښځینه ډرايورانې باید خپلې ټاکل شوې دندې ولري که چیرې دوی وګمارل شي." "دا باید یواځې پوسټونه ډکول او د هغوی استخدام نه وي او بیا هغوی په دې مجبورول نه وي چې نورې دندې ترسره کړي. دوی موټر چلولی یا پاکولی شي، او د ټیرونو بدلول به د هغوی لپاره ستونزه نه وي."

خورشيد بانو، چې په پېښور کې د ښځو مدافع ډلې، د حوا لور، مشره ده، وویل، په عمومي توګه، په خیبرپښتونخوا کې ښځې اوس ډیر آزاد ژوند کوي.

هغې يادونه وکړه، "د طالبانو په ورځو کې، [وسله والو] د جينکو سکولونه په نښه کړل او ښځې یې له رایی ورکولو نه منع کړې." "اوس د ټاکنو هیڅ يوه نتیجه نه منل کیږي ترڅو چې د ووټونو ۱۰٪ برخه پکې د ښځو نه وي."

هغې وویل، "موږ په سم لوري روان یو."

فریده رشید، چې د اسلام آباد د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې صدره ده، وویل، هغه د خیبرپښتونخوا حکومت لخوا هڅول شوې او دا یې د ښځو د ځواکمنتیا لپاره خورا لويه سرمايه کاري وبلله.

هغې وويل، لکه څنګه چې دا په سیمه کې د ښځو لپاره د روغتیا، فلاح او بهبود، تعلیم او عاید شاخصونه په هیواد کې ترټولو ټیټ دي، د خیبرپښتونخوا پروګرام به د ځایی اقتصادي پرمختګ کې د ښځو ونډه لوړه کړي.

په داسې حال کې چې فعالان په اقتصادي فعالیتونو کې د ښځو رول زیاتولو لپاره د حکومت لخوا د پيل شويو نوښتونو ستاینه کوي، ځینې وړاندیز کوي چې په سیمه کې د ښځو پرمختګ رفتار نور هم تيز کړاې شي.

شاهين قريشي، چې په پیښور کې د ښځو د حقونو د موسسې بليو وينز مشره ده، وويل، "دا ښه خبره ده چې په سکرټریټ کې ښځینه ډرايورانې ولرو -- دا به نه یواځې د ښځو باور پیاوړی کړي، بلکې دا به د ځوانو جينکو لپاره کاري چاپیریال هم ښه کړي."

هغې زياته کړه، بیا هم، "د خیبرپښتونخوا حکومت باید ډاډ یقیني کړي چې د ‌بي آر ټي [بس ریپډ ټرانزیت سیسټم] بسونه هم ښځینه ډرايورانې ولري، چې په خيبر پښتونخوا کې به د ښځو د ځواکمنتیا لپاره يو قوي پیغام واستوي."

قریشي وویل، په خیبرپښتونخوا کې، "ښځې په هره سیمه کې له تبعیضي چلند سره مخ شوي، په ځانګړي توګه کله چې مالاکنډ او پخوانۍ فاټا د وسله والو تر نفوذ لاندې وې چې له دې لپاره يې د جينکو لپاره په سلګونو سکولونه په بمونو والوځول ترڅو هغوی نالوستي وساتي."

هغې زیاته کړه، "ډیر به فکر وکړي چې [د خیبرپښتونخوا نوښت] د ستاینې وړ نه دی، خو زه وایم دا مهم دی چې ښځې په ټولنه کې يو ځای کړاې شي او د خپلو کورنيو لپاره د رزق ګټونکو په توګه هغوی ته فعال رول ورکړل شي."

ښځو له مخکې نه په خصوصي سکتور کې د ډرايورانو په توګه پرمختګ کړی دی. د ۲۰۱۸ کال مارچ میاشت کې، د ګلابي ټیکسي خدمت -- چې یواځې ښځینه ډرايورانې لري او یواځې ښځینه مسافر وړي -- په خیبر پښتونخوا کې پيل شو.

د ټيکسي ګمارلو خدمت کریم په ۲۰۱۶ کال کې په لاهور، اسلام آباد او کراچۍ کې ښځینه ډرايورانې معرفي کړې.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500