امنیت

د افراطیت ضد اېپونه د پوهاوي لوړولو لپاره په یوټیلټي بلونو باندې تکيه کوي

د محمد شکيل لخوا

په پېښور کې یو سړی د فبرورۍ په میاشت کې د ګيس بل، چې د افراطیت په اړه د پوهاوي لوړولو لپاره د انډرايډ اېپ لپاره يو اشتهار پرې چاپ شوی دی، لولي. [محمد شکیل]

په پېښور کې یو سړی د فبرورۍ په میاشت کې د ګيس بل، چې د افراطیت په اړه د پوهاوي لوړولو لپاره د انډرايډ اېپ لپاره يو اشتهار پرې چاپ شوی دی، لولي. [محمد شکیل]

پېښور -- پاکستاني چارواکي د ګيس يوټيليټي بیلونه د افراطیت پروړاندې د پوهاوي لوړولو لپاره د يوې وسيلې په توګه کاروي.

د وروستي بلونو لاندې مخ د چوکس، چې د انډرايډ فون يو اېپ دی او د تروریزم ضد ملي ادارې (نيکټا) لخوا جوړ شوی دی، او د سرف سېف ویب پورټل لپاره اشتهارونه لري.

دا دواړه اېپونه د دې لپاره جوړ شوي چې پاکستانیانو ته توان ورکړي چې د دواړو فزیکي او آنلاین افراطي موادو او نفرت د بیانونو په اړه راپور ورکړي.

په داسې حال کې چې دا د ترلاسه کونکو څخه غواړي چې "د افراطیت نه انکار وکړي"، دا اشتهارونه د افراطیت پروړاندې د حکومت په هڅو کې په وګړو باندې تمرکز کوي.

د فبرورۍ په میاشت کې يو اخيستل شوی تصوير يو بیل ښيي، چې د افراطيت په اړه د پوهاوي لوړولو په موخه د انډرايډ اېپ لپاره پرې يو اشتهار چاپ شوی دی. [محمد شکیل]

د فبرورۍ په میاشت کې يو اخيستل شوی تصوير يو بیل ښيي، چې د افراطيت په اړه د پوهاوي لوړولو په موخه د انډرايډ اېپ لپاره پرې يو اشتهار چاپ شوی دی. [محمد شکیل]

د سويي ناردرن ګيس پايپ لاين لميټډ، چې دا په هغه کمپنيو کې ده چې نوي بیلونه کاروي، يو نامعلومه چارواکي وويل، "د چوکس اېپ موخه د افراطيت په وړاندې هر يو کس هڅول دي او هغه [او یا هغې] ته يوه آسانه لاره برابرول دي چې چارواکو ته خبر ورکړي."

هغه وويل، "د عامو خلکو پام راګرځول او له هغوی سره مرسته کول چې په خوندي توګه چارواکو ته معلومات ورکړي د دې عامه پوهاوي کمپاین اصلي موخه ده."

هغه زياته کړه، که چیرې د ايس اېن جي پي ايل د ۶.۵ ملیونو صارفينو نيمه برخه هم دا زده کړي چې څنګه چارواکو ته په مناسب ډول د افراطیت په اړه راپور ورکړي، "نو وضعیت به يقيناََ بدل شي."

دغه چارواکي وویل، "د عامه پوهاوي کمپاین د حکومت اړتیا پوره کوي چې غواړي په لویه کچه خلک خبر کړي او د هر ډول افراطي پروپګنډې هڅو پروړاندې د دوی د مرستې په لټه کې دی."

هغه وویل، د ستونزې خطر چارواکي په دې مجبوره کړي چې د پوهاوي کمپاین ته د تل لپاره دوام ورکړي.

هغه وویل، "د دې کمپاین په ميډيا سپانسرانو کې نيشنل هايي ويز او موټروې پولیس، پاکستان پوسټ، سويي سدرن ګيس پایپ لاین لميټډ او د پاکستان مخابراتو کارپوریشن شامل دي." "د نیک مقصد لپاره د دې ټولو شریکانو ښکيلتيا به يقيناََ پایلې رامنځته کړي ځکه چې عام خلک د دې اصلي تمرکز دی."

ښه نتيجې

د خېبر پښتونخواه د حکومت ویاند محمد شهزاد وویل، "د [مخابراتو] کمپاین بریا په بشپړ ډول د هغه اغیزې پورې اړه لري چې دا د لوستونکو او لیدونکو په ذهن باندې رامنځته کوي."

هغه وويل، "یو کمپاین، چې د لوستونکو په ذهنونو باندې اوږدمهاله اغيزې رامنځته کوي، به د لنډمهاله پیښو په پرتله غوره نتيجې رامنځته کړي."

شهزاد وویل، "د سیمینارونو په څیر د پېښو په پرتله د یوټیلټي بل موده خورا اوږده ده، چې برخه وال په کې اکثر دغونډې د ختيمدو وروسته موضوع هیروي."

هغه زیاته کړه، "تسلسل او دوام له هغه عواملو څخه دي چې باید د عامه پوهاوي په کمپاینونو او د ستراتیژیو په جوړولو کې ورته لومړيتوب ورکړل شي چې د ټولنيزو شرونو لکه افراطیت، اورپکۍ، د مخدره توکو کارولو او کرپشن په اړه د انسان ذهنیت بدل کړي."

هغه وویل، "يوټيلټي بیلونه ... تل د لاسرسۍ ځای کې ساتل کیږي." "دا احتمال لري چې دا به د یوې کورنۍ لږ تر لږه د یو غړي لخوا ولوستل شي، او دا زيات احتمال لري چې بل غړی به يې ولولي کله چې بل بیل راشي."

په پېښور کې د بينک منيجر عمر خټک وویل، "د معلوماتو د خپرولو لپاره مختلفه طریقه کارول یوه عاقلانه هڅه ده ځکه چې یوټیلټي بلونه نږدې په هر کور کې ورکړل کیږي. "

هغه وويل، "زه پخپله د یوټیلیټي بیل هره برخه لولم، او پیرودونکي، چې د خپلو بلونو د جمع کولو لپاره په قطارونو کې ودريږي، ليدل کيدې شي چې خپل بیلونه بار بار لولي."

خټک وویل، "چارواکي به توان ولري چې د پوهاوي کمپاینونو په پرتله د غوره پایلو تمه ولري چې د ټولنې په یوې ځانګړې برخې باندې تمرکز کوي." "سربیره پردې، يوټيلټي بیلونه د چارواکو لپاره خلکو ته اسانه او مستقیمه لاسرسي چمتو کوي."

محمد اقبال، چې د خېبرپښتونخواه په اسمبلۍ کې کار کوي، وویل، "زما دوه کالج ته تلونکي ماشومانو د عامه پوهاوي کمپاین له لارې د افراطیت د خطرو په اړه روښانه لید ترلاسه کړی دی."

هغه وویل، "د هر ملت راتلونکی د ځوان نسل پورې اړه لري."

اقبال وویل، "دې کمپاین د افراطیت په اړه زما د ماشومانو شکونه له منځه وړي دي او دوی ته یې د هغه مسلې په اړه تفصيلات ورکړل، کوم چې زموږ د ټولنې د موجودګۍ لپاره یو خطرناک ګواښ دی."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500