اسلام آباد -- په پاکستان کې هندو ټولنې د مارچ په ۹ مه (د دوشنبې په ورځ) د رنګونو جشن، هولي، ولمانځلو.
دا جشن په هندومت کې خورا مقدس او مشهور جشن ګڼل کيږي او د بدو په وړاندې د ښو بریا په ګوته کوي.
په ټول هیواد کې، د پېښور په ګډون، مندرونه له رنګونو، موسيقۍ، تفريح او خواړو څخه ډک وو.
رمیش کمار وانکواني، چې د پاکستان د هندوانو شورا چيرمين او د پارلمان غړی دی، وویل چې "ځانګړې دعاګانې وشوې ... دیني عالمانو په خپلو خطبو کې د هولي اهمیت روښانه کړو او له خلکو څخه یې وغوښتل چې د ښه والي او زغم لاره غوره کړي او د سولې په ټینګښت کې خپل رول و لوبوي." د پاکستان د هندوانو شورا یوه غیر دولتي موسسه ده، چې په هیواد کې د هندوانو استازیتوب کوي.
هغه وویل، په ټول هیواد کې د سولې په رامنځته کیدو سره، د هولي په څیر دیني پيښې نړۍ ته د پاکستان ښه انځور وړاندې کوي.
د هیواد په ټولو مندرونو کې، پاکستاني هندوان په ځانګړي ډول ماشومان په یو بل رنګونه اچوي. بهر، د پولیسو دستو امنیت چمتو کړو.
د نورو مذهبونو ګڼ شمیر غړیو، د مسلمانانو په ګډون، د مندرونو څخه ليدنه وکړه چېبین المذاهب هم آهنګۍ ته وده ورکړي.
وزیر اعظم عمران خان په ټویټر کې د پاکستان لپاره د خوشحاله هولي مبارکي ورکړه او هیله یې څرګنده کړه، "دا جشن به زموږ هندو ټولنې لپاره د راحت او امنیت سرچینه وي."
د سولې پيغام
همير سينګ، چې په اسلام آباد کې د پراختیایي سکتور ماهر دی، وويل چې له تیرو څو کلونو راهیسې، د پاکستان هندو ټولنه هولي د سولې د سمبول په توګه لمانځي.
د پاکستان مذهبي اقليتونه د تروریستي ډلو لکه تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) او داعش له حملو سره مخ شوي دي.
د مثال په توګه، په سپمتمبر ۲۰۱۳ کال کې، دوه ځانمرګو بریدونو په پېښور کې د عيسايانو ټولنې آل سينټس چرچ په نښه کړو، چې ۱۰۴ کسان په کې ووژل شول او ۱۴۲ نور ژوبل شول.
که څه هم، د پاکستان حکومت په دسمبر ۲۰۱۴ کال کې د ملي عمل پلان(نيپ) پيل کړو. د ملي عمل پلان د ترهګرۍ پروړاندې د مبارزې ستراتیژي ده چې هغې هم هڅه وکړه چې اورپکي له منځه يوسي او د اقليتونو ساتنه وکړي.
د کورنیو چارو وزارت له صوبايي حکومتونو څخه وغوښتل چې د اقلیتونو عبادت ځایونه او ملکیتونه په پام کې ونیسي او د ساتنې لپاره یې یو امنیتي پلان جوړ کړي.
سینګ وویل، "د قانون پلي کونکو ادارو د وسله والو پروړاندې د بریالي عملیاتو او د ملي عمل پلان پلي کيدو وروسته، په پاکستان کې په غیر مسلمانانو باندې په بریدونو کې د پام وړ کمی لیدل شوی دی."
د ملېشو د ډلو د کمزوریدو سربیره، نوې چيلنجونه راپورته شوي، چې په دې کې هغه تاوتريخوالی شامل دی چې د "توهين رسالت" بې بنياده تورونو او اسلام ته د اقليتي جينکو په جبري توګه راړولو سره تعلق لري.