ساينس ـ ټکنالوژي

په پېښور کې ورک اراونډ مرکز د خېبر پښتونخواه ځوانانو ته دندې چمتو کوي

د دانش يوسفزۍ لخوا

ضیاء الله بنګش (ښي اړخ ته)، چې د ساینس، ټیکنالوژۍ او آی ټي په برخه کې د خېبرپښتونخواه د وزير اعلی سلاکار دی، او د خېبرپښتونخواه نور حکومتي چارواکي د فبرورۍ په ۲۰ مه په پیښور کې د ورک اراونډ ليدنه کوي. [دانش یوسفزۍ]

ضیاء الله بنګش (ښي اړخ ته)، چې د ساینس، ټیکنالوژۍ او آی ټي په برخه کې د خېبرپښتونخواه د وزير اعلی سلاکار دی، او د خېبرپښتونخواه نور حکومتي چارواکي د فبرورۍ په ۲۰ مه په پیښور کې د ورک اراونډ ليدنه کوي. [دانش یوسفزۍ]

پېښور -- د خېبر پښتونخواه د معلوماتي ټیکنالوژۍ بورډ په پېښور کې د هيواد په کچه خپل لومړی د سوداګرۍ پروسې آوټ سورسنګ (بی پي او) مرکز جوړ کړی دی.

دا اقدام د ترهګرۍ څخه په راوتلو کې لا نور پرمختګ په ګوته کوي چې خېبر پښتونخواه يې د کلونو لپاره په جګړه کې بوخت کړې وه او بې وزله یې ساتلې وه.

دا مرکز، چې د ورک اراونډ په نامه ياديږي، د فبرورۍ په ۲۰ مه پرانستل شو.

دا د څو ملیاردو ډالرو بي پي او صنعت باندې تمرکز کوي، چې د سوداګرۍ پورې اړوند مختلف عملیات پکې د دریمې ډلې پلورونکو ته په ټهيکه ورکول شامل دي.

د پلور استازی د فبرورۍ په ۲۵ مه د پېښور په ورک اراونډ کې کار کوي. [دانش یوسفزۍ]

د پلور استازی د فبرورۍ په ۲۵ مه د پېښور په ورک اراونډ کې کار کوي. [دانش یوسفزۍ]

د پلور استازي د فبرورۍ په ۲۵ مه د پېښور په ورک اراونډ کې د خپلو پیرودونکو سره کار کوي. [دانش یوسفزۍ]

د پلور استازي د فبرورۍ په ۲۵ مه د پېښور په ورک اراونډ کې د خپلو پیرودونکو سره کار کوي. [دانش یوسفزۍ]

د ورک اراونډ پروجيکټ منيجر سعد جاوید وویل، ورک اراونډ د مشهورو ملي او بین المللي بی پي او آپریټرانو کوربه توب کوي او په چټکۍ سره د دندو رامنځته کولو لپاره د پلیټفارم په توګه منظور شوی دی.

جاوید وویل، "په خېبرپښتونخواه کې د ترهګرۍ او اورپکۍ یوې عشرې وروسته، اوس امنیت بیرته راغلی او زموږ صوبه د سرمايه کارانو لپاره خوندي ده، په ځانګړي توګه د معلوماتي ټکنالوژۍ په سکتور کې."

هغه وویل، ورک اراونډ په پېښور کې د ځایي او بهرنیو سرمايه کارانو لپاره د خپلې سوداګرۍ پیلولو لپاره لاره پرانیستې ده.

هغه زیاته کړه چې "ورک اراونډ د خېبر پښتونخواه ځوانانو لپاره تقريباََ ۷۰۰ مستقیمې دندې رامنځته کړې."

ضیاء الله بنګش (ښي اړخ ته)، چې د ساینس، ټیکنالوژۍ او آی ټي په برخه کې د خېبرپښتونخواه د وزير اعلی سلاکار دی، وويل، ورک اراونډ د وزیر اعظم عمران خان د ډیجیټل پاکستان لید په لور یو ګام دی، کوم چې هڅه کوي چې ډیجیټلي پرمختګ لرونکی او ځانګړی هیواد جوړ کړي.

هغه وویل، حکومت ډیر لیوال دی چې د ځوانانو لپاره دندې رامنځته کړي او هغوی په ګټور فعالیتونو کې ښکیل کړي.

هغه وویل چې معلوماتي ټیکنالوژي د هیواد په پرمختګ کې مهم رول لوبوي. هغه زیاته کړه چې خېبرپښتونخواه ډیجیټل کول تر ټولو لومړۍ ترجيح ده.

هغه زیاته کړه چې د بي پي او مرکزونه به د خېبر پښتونخواه ټولو لویو ضلعو ته وغځول شي "چې په زرګونو ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړي".

د افراطیت مخه نيول

بنګش وويل، ځوان نسل ته د يو پليټفارم چمتو کولو له لارې، دا ډول دندې به د افراطیت نه په لرې کولو کې له هغوی سره مرسته وکړي.

هغه وويل، "ځوانان په اسانۍ سره د افراطي ډلو لخوا په نښه کيدی شي، قرباني کيدی او استخدام کیدی شي. د دندو رامنځته کول ډير امکان لري چې ځوانان په مستقیم او غیر مستقیم ډول د افراطیت او سخت دريځۍ نه خوندي وساتي."

بنګش وویل، "د روزګار له لارې، د خېبر پښتونخواه حکومت غواړي چې د ښه تعليم او د مناسب روزګار فرصتونو په برابرولو سره د ځوانانو بشپړه وړتيا په ګوته کړي ... چې د افراطیت د اغیزې په کمولو کې مرسته وکړي."

شعیب یوسفزۍ، چې د خېبرپښتونخواه د ځوانانو د استخدام پروګرام ډايريکټر دی، له مخې، د خېبرپښتونخواه حکومت په دوامداره توګه د نويو لارو په لټه کې دی چې د ځوانانو لپاره د ځانګړي او ښه دندو غوښتنې برابرې کړي.

هغه وویل، په صوبه کې بیکاري په غیر قانوني فعالیتونو کې د ځوانانو د ښکیلتیا لامل ګرځي، خو د ورک اراونډ په څیر نوښتونه د مسلې په حل کې مرسته کولی شي.

هغه زياته کړه چې "بی پی او د ځوانانو لپاره يو ښه سکتور دی چې په کم عمر کې د هغوی مسلک ته وده ورکړي او ځوان استعداد په راتلونکو مشرانو کې بدل کړي."

هغه وويل، "په کم عمرۍ کې دندې په ترلاسه کولو سره به ځوانان به کولی شي چې په منفي فعالیتونو کې د بوخت کيدو پرځای له خپل ځان او کورنۍ سره مرسته وکړي."

په دې شرکت کې د آی ټي افسر سید شهروز حیات وویل، سایبريډ، چې په پېښور کې د بي پي او په درېو کمپنيو کې ده، په پاکستان، متحده ایالاتو او متحده عرب اماراتو کې کار کوي.

هغه د ورک اراونډ همکارۍ نوښت ستاینه وکړه او زیاته یې کړه چې د بي پي او صنعت به د خېبر پښتونخواه د معلوماتي ټیکنالوژۍ سکتور ته وده ورکړي او د ځوانانو لپاره به دندې رامنځته کړي.

هغه وویل، د خېبرپښتونخواه ځوانان ډیر تکړه او پیاوړي دي او د پرمختګ لپاره یوازې د ورک اراونډ په څير فرصتونو ته اړتیا لري.

هغه زیاته کړه چې "زه خوشحاله یم چې د خېبر پښتونخواه حکومت پلان لري چې د ځوانانو مثبته انرژي استعمال کړي."

حیات وویل، "بې وزلي او بیکاري په افراطي ډلو کې د ښکېلتیا اصلي لاملونه دي." "زه ډاډه یم چې د ورک اراونډ په څیر پروجيکټونه به ځوانانو ته يو پیاوړی پليټفارم برابر کړي چې د اورپکۍ يا نورو زیان رسونکو فعالیتونو غوره کولو پر ځای یو ښه مسلک غوره کړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 2

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

په پاکستان کې، د لاک ډاون پر مهال، پولیس خلک تنګوي، دوی خلک په لکړو وهي ټکوي، پداسې حال کې چې امر یوازې د لاک ډاون لپاره و، نه دا چې دوی خلک وځوروي. عام خلک د وزیر اعظم عمران خان څخه غوښتنه کوي چې دغه لاک ډاون باید پای ته ورسوي.

ځواب

کمزوری قوم د کورونا له امله اندیښمن دی، موږ له وزير اعظم عمران خان څخه غوښتنه کوو چې پاکستان یو غریب هیواد دی، لاک ډاون باید پای ته ورسیږي. د پاکستان د خلکو غږ.

ځواب