ديپلوماسي

د پاکستان قانون جوړونکي د متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د سولې د معاهدې هرکلی کوي

د اشفاق يوسفزۍ او ای اېف پي لخوا

د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو سره د فبرورۍ په ۲۹ مه د قطر په دوحه کې د متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د سولې معاهدې لپاره د لاسلیک مراسمو په ترڅ کې خبرې کوي. [شاه محمود قریشي/ ټویټر]

د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو سره د فبرورۍ په ۲۹ مه د قطر په دوحه کې د متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د سولې معاهدې لپاره د لاسلیک مراسمو په ترڅ کې خبرې کوي. [شاه محمود قریشي/ ټویټر]

اسلام آباد -- د پاکستان قانون جوړوونکي د متحده ایالاتو او افغان طالبانو ترمنځ د هغه معاهدې هرکلی کوي چې وکولی شي په افغانستان کې سوله راولي.

په افغانستان کې تقريباََ د دوو عشرو جګړې وروسته، متحده ایالاتو او طالبانو د فبرورۍ په ۲۹ مه یوه معاهده لاسلیک کړه.

په دغه معاهده کې، چې د قطر په دوحه کې لاسلیک شوه، دا به وکتل شي چې متحده ایالات او بهرني ملګري ځواکونه په ۱۴ میاشتو کې خپل ټول سرتیري له افغانستان څخه وباسي، په دې شرط چې افغان طالبان به دا ژمنه پوره کړي چې د لویدیځ په ملاتړ د کابل حکومت سره خبرې اترې پيل کړي او د القاعدې په ګډون د وسله والو ډلو پرضد مبارزه وکړي.

دا معاهده د یوې هفتې د محدود اوربند له کبله شوې، چې له هغه وخت راهيسې د افغان صدر محمد اشرف غني حکومت لخوا غځول شوې، که څه هم، طالبانو د دوشنبې په ورځ (د مارچ په ۲ مه) وویل چې دوی د افغان امنیتي ځواکونو په وړاندې عملیات پیلوي.

وزیر اعظم عمران خان د شنبې په ورځ ټویټ وکړ چې "موږ د متحده ایالاتو او طالبانو تر منځ د لاسلیک شوي دوحه معاهدې هرکلی کوو. دا د سولې او روغې جوړې پروسې پیل دی چې د څو عشرو جګړې او د خلکو ستونزې پای ته ورسوي."

هغه وویل، "ما تل ویلي چې [سیاسي] حل، چې هر څومره پیچلی وي خو د سولې یوازینۍ د پام وړ لاره ده."

خان وويل، "اوس ټول ښکېل اړخونه باید ډاډ ترلاسه کړي چې د ورانکارو مخه ونيول شي. زه د افغانستان د هغه خلکو د سولې لپاره دعا کوم، چې د څلور عشرو راهيسې ځپل شوي دي. پاکستان ژمن دی چې دا يقيني کړي چې په افغانستان کې د سولې د بيابحالۍ لپاره د دغې معاهدې په لاسليک کولو او بریالیتوب کې خپل رول ولوبوي."

د سولې د معاهدې د لاسلیک کولو نه یوه ورځ وړاندې، د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو تهران ته خبرداری ورکړو چې له طالبانو سره دې معاهده نه ماتوي.

پومپیو وویل، "ایران تاریخ لري چې په افغانستان کې دننه په فعاله توګه بوخت دی چې د یو ورانکاري په توګه عمل وکړي."

سوله او روغه جوړه

نورو پاکستاني سیاستدانانو د دې معاهدې لپاره خپل ملاتړ څرګند کړی دی.

د عوامي نيشل پارټۍ (ای اېن پي) صدر اسفنديار ولي خان، لکه څنګه چې ډان ورځپاڼې د هغه حواله ورکړې ده، د مارچ په لومړۍ نیټه وويل، "نن د افغانستان د خلکو لپاره يوه تاریخي ورځ ده. دغه معاهده به په جګړه ځپلي هیواد کې د وینو تویدلو مخه ونیسي او د ثبات او خوشحالۍ لپاره به لاره هواره کړي."

هغه وويل، د افغانستان خلکو د سولې لپاره ډيرې قربانۍ ورکړي او دغه معاهده به نوي نسل ته دا پیغام ورکړي چې یو سوله ایز افغانستان اوس یو حقیقت دی.

هغه زیاته کړه چې دغه معاهده به نه یوازې په افغانستان کې ثبات راولي بلکې په ټوله سیمه کې به سولې ته وده ورکړي.

د ملي وطن پارټۍ مشر افتاب احمد خان شیرپاو په يو بيان کې د سولې معاهدې هرکلی وکړو او ویې ویل چې دا یو ښه ګام دی چې په افغانستان کې به د سولې د بيابحالۍ لپاره د تحرک په رامنځته کولو کې مرسته کوي.

شیرپاو وویل، "دا پروسه [د سولې معاهده] باید تعقیب شي چې په جنګ ځپلي هیواد کې د سولې د بيابحالۍ لپاره لاره هواره کړي."

هغه وویل، "اوس د دې وخت راغلی چې دغه پروسه [د سولې معاهده] منطقي پای ته ورسول شي." هغه زیاته کړه چې نړۍ باید د افغان حکومت سره همکاري وکړي چې د افغانانو ترمنځ د خبرو اترو لپاره لاره هواره شي.

هغه زیاته کړه چې ټولې پارټۍ باید محتاط اوسي چې په افغانستان کې د عادي حالاتو راوستلو لپاره دا موقعه له لاسه ورنکړي.

د جماعت اسلامي (جی آی) پاکستان سنيټر سیراج الحق وویل، ټولو همکارانو دا محسوس کړې چې په افغانستان کې د اوږدې شخړې د حل لپاره یوازینۍ لاره سوله ده.

هغه وویل، "موږ هیله لرو چې افغان ډلې به له دې موقعې څخه ګټه پورته کړي چې له يوبل سره موافقه وکړي او په سیمه کې د پرمختګ او پرمختيا دور پیل کړي."

د جمعیت علماء اسلام (سمیع) مشر مولانا حمید الحق وویل، اسلام د ترهګرۍ لپاره هیڅ ځای نه لري او دا نوي معاهده د افغانستان، پاکستان او متحده ایالاتو د خلکو په ګټه ده.

هغه وویل، "موږ له نړۍ څخه غوښتنه کوو --- چې جګړه د بحران حل نه دی او یوازې خبرې اترې کولای شي چې سوله راولي. خلک باید په افغانستان کې د تل پاتې سولې لپاره دعا وکړي."

هغه ټینګار وکړو چې اوس باید د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د پام وړ خبرې اترې وشي چې د دوحه موافقې مطلوبه پایلې ترلاسه کړي.

د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي، چې په دوحه کې یې د معاهدې د لاسلیک کولو په مراسمو کې برخه اخیستې وه، ټویټ وکړو چې پاکستان به د یو باثباته، متحد او جمهوري افغانستان ملاتړ ته دوام ورکړي.

هغه زیاته کړه چې په سویلي آسیا کې سوله او ثبات مهم دي او پاکستان به د سولې او ثبات لپاره مخکښ او دوامدارې هڅې جاري وساتي.

هغه وویل، د دوحه معاهده، په علامتي توګه او هم په اصل کې، د افغانستان، سیمې او هاخوا لپاره هم مهمه ده. "دا په افغانستان کې د سولې او روغې جوړې د هدف ترلاسه کولو لپاره د متحده ایالاتو او طالبانو لخوا یو مهم ګام دی."

قریشي د افغانستان لپاره د نړیوالې ټولنې د دوامداره ملاتړ اړتيا په ګوته کړه څو دا وتوانوي چې د بیارغونې کار پیل کړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 2

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دا سوچ مه کوئ چې دا معاهده به څه ګټه وکړي

ځواب

د سولې تړون د افغانستان لپاره د یو ستر راتلونکي پیل په ګوته کوي. مخکې له دې چې سوله راشي، ډیرې ستونزې به رامنځته شي او د ګډ هدف او مشترک تقدیر له احساسه به لرې شي. ټولې خواوې به خپل هغه دریځونه پريږدي چې د ملي یووالي په لاره کې خنډونه ول. په داسې حال کې چې پخوانۍ جنګیالې ډلې د سولې لپاره حلې ځلې کوي، دوی به وګوري چې پاکستان به په تدريجي ډول د دوی د هڅو ملاتړ وکړي. وروستۍ پایله به انشاء الله د افغانستان او پاکستان او د ټولې سیمې لپاره ښه وي.

ځواب