کډوالان

ملګرو ملتونو د پاکستان لخوا د څلويښتو کالو لپاره د افغان کډوالو میلمستيا ومنله

د عديل سعید او ای اېف پي لخوا

د پاکستان وزیر اعظم عمران خان (ګس اړخ ته) د فبرورۍ په ۱۷ مه په اسلام آباد کې د کډوالو په اړه په ناسته کې د ملګرو ملتونو د سيکريټري جنرل انتونیو ګوتیرس (ښي اړخ) تر څنګ خطاب کوي چې د افغان کډوالو ۴۰ کاله پوره کيدل ولمانځي. [عامر قریشي/ ای اېف پي]

د پاکستان وزیر اعظم عمران خان (ګس اړخ ته) د فبرورۍ په ۱۷ مه په اسلام آباد کې د کډوالو په اړه په ناسته کې د ملګرو ملتونو د سيکريټري جنرل انتونیو ګوتیرس (ښي اړخ) تر څنګ خطاب کوي چې د افغان کډوالو ۴۰ کاله پوره کيدل ولمانځي. [عامر قریشي/ ای اېف پي]

اسلام آباد -- د ملګرو ملتونو (يو اېن) سيکريټري جنرل انتونیو ګوتیرس د دوشنبې په ورځ (د فبرورۍ په ۱۷ مه) پاکستان ته راورسيدو چې په یو نړیوال کانفرنس کې ګډون وکړي او په پاکستان کې د افغان مهاجرینو د کوربه توب څلويښت کاله پوره کيدل ولمانځي.

قیصر افریدي، چې په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمشنرۍ وياند دی، وويل، "دا دوه ورځنی نړیوال کانفرنس، په پاکستان کې 'د افغان کډوالو د شتون ۴۰ کاله: د پيوستون لپاره يوه نوې ملګرتیا'، د افغانستان د ملیونونو ځپل شويو خلکو سره د خیر ښېګړې مثال د څرګندولو لپاره ترسره شو."

د افريدي له مخې، په اسلام آباد کې په کانفرنس کې د شاوخوا شلو هیوادونو لوړ پوړو سفارتکارانو او د يو اين ايچ سي آر فیلیپو ګرانډي په شمول د افغانستان د روغې جوړې لپاره د متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد، د افغانستان پخوانې نايب صدر یونس قانوني او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ګډون وکړو.

ګوتيرس، چې پاکستان ته د درېو ورځو د دورې لپاره راغلی دی، د افغان کډوالو د ملاتړ له کبله دغه هيواد ته باج ورکړو. ای اېف پي راپو ورکړو، هغه د پاکستان په امنیتي وضعیت کې "د پام وړ بدلون" ستاینه هم وکړه.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د فبرورۍ په ۱۷ مه په اسلام اباد کې د ملګرو ملتونو له سيکريټري جنرل انتونیو ګوتیرس سره وکتل. [د بهرنيو چارو وزارت]

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د فبرورۍ په ۱۷ مه په اسلام اباد کې د ملګرو ملتونو له سيکريټري جنرل انتونیو ګوتیرس سره وکتل. [د بهرنيو چارو وزارت]

د ملګرو ملتونو سيکريټري جنرل انتونیو ګوتیرس د فبرورۍ په ۱۷ مه د مهاجرینو د ښه نیت سفیرې ماهره خان سره. [انتونیو ګوتیرس]

د ملګرو ملتونو سيکريټري جنرل انتونیو ګوتیرس د فبرورۍ په ۱۷ مه د مهاجرینو د ښه نیت سفیرې ماهره خان سره. [انتونیو ګوتیرس]

ګوتيریس د فبرورۍ په ۱۷ مه د دوه ورځني نړیوال کانفرنس په افتتاحي وينا کې وویل، د څلوېښتو کالو لپاره، د افغانستان خلک له پرله پسې بحرانونو سره مخ دي او د ۴۰ کالو لپاره د پاکستان خلکو د یووالي سره غبرګون ښودلی دی.

ګوتیرس وویل، "دا سخاوت اوس مهال د عشرو او نسلونو سره تړاو لري، او دا په نړۍ کې ترټولو لوی خوندي شوی د کډوالو وضعیت دی چې په تاریخ کې ثبت شوی دی."

هغه وويل، "ما پیوستون په الفاظو کې نه بلکې په عملونو کې لیدلی دی، او د پاکستان او افغان کډوالو کیسه د رحم کيسه ده چې بايد د ډیرو لاملونو له امله ولمانځل شي."

هغه زیاته کړه چې مونږ د افغانستان او د هغې خلک نه شو پرېښودلی، او اوس د نړیوالې ټولنې لپاره وخت دی چې عمل وکړي او خپل خدمات وړاندې کړي.

د پاکستان وزیر اعظم عمران خان د دوشنبې په ورځ په کانفرانس کې وویل، "زه په ویاړ سره وایم چې زما هیواد د ملیونونو مهاجرینو کوربه توب کړی، او دا سخاوت د چا د پيسو سره هیڅ تړاو نه لري."

خان وویل، د اقتصادي ننګونو سره، پاکستان له افغان کډوالو سره ښې اړیکې ساتلې دي او هغوی ته یې هغه هرڅه چمتو کړي چې دوی ورکولی شول.

خان وویل، پاکستان نور د وسله والو خوندي ځای نه دی. هغه زیاته کړه چې د هغه انتظاميه د افغانستان د سولې له پروسې بشپړ ملاتړ کوي.

خان وویل، "زه تاسو ته ویلی شم چې دلته هیڅ خوندي ځای نشته." "په تیرو وختونو کې چې هر څنګه وضعيت و، زه اوس تاسو ته ويلی شم ... یو شی دی چې موږ يې غواړو: په افغانستان کې سوله."

په داسې حال کې چې پاکستان دا تضمین نه شي ورکولی چې په هیواد کې په شاوخوا ۲.۷ ملیونه افغانانو کې طالبان پټ شوي نه دي. خان وویل چې د هغه حکومت په افغانستان کې د بریدونو د مخنیوي لپاره ټول هغه څه کړي، چې دې کولی شول، چې په دې کې پولې ته باړ لګول هم شامل دي.

مننه

محمد اسماعیل، چې له افغانستان څخه کډوال دی، د پنځو کالو و کله چې هغه په ۱۹۸۳ کې د خپلو والدينو سره پېښور ته راغلی و.

په هغه وخت کې، هغه تصور نشو کولی چې د هغه د کورنۍ د پناه لپاره غوښتنه به په پاکستان کې د څلورو عشرو لامل شي.

اسماعیل وویل، "زه په پاکستان کې لوی شوی یم، دلته مې زده کړې کړي، سوداګري کوم او د یوې داسې کورنۍ سره په ډيره خوشحالۍ سره ژوند کوم چې شپږ ماشومان -- پنځه هلکان او یوه جينۍ -- لري."

د افغانستان د غزني صوبې اوسیدونکی اسماعیل اوس پاکستان خپل کور ګڼي کله چې دې هغه ته او د هغه کورنۍ ته سرپناه، مرستې، خوندیتوب، خوراک، تعلیم او روزي چمتو کړه.

اسماعیل وویل، "موږ هیڅ داسې الفاظ نه لرو چې د پاکستان او د دې د وګړو شکريه ادا کړو چې د دومره اوږدې مودې لپاره يې زمونږ کوربه توب وکړو، او هغه میلمستيا چې دوی ښودلې ده د پام وړ ده او په ټوله نړۍ کې هیڅ مثال نه لري."

ډاکټر عبدل حمید جلیلي، چې په پېښور کې د افغانستان په قونسلګرۍ کې د مهاجرینو اټاشي دی، وويل، "په پاکستان کې میشت په ملیونونو افغان کډوال ورته احساس لري او د دې ورورولۍ او د پام وړ میلمستيا له کبله د خپلو پاکستانی ورونړو احسان مند دي."

هغه وویل چې په ۱.۴ ملیونو رجسټر شویو افغان کډوالو کې د ۸۲٪ نه ۸۵٪ پورې او ۸۴۰۰۰۰ غير رجسټر شوي افغان کډوال په پاکستان کې زیږیدلي، او د دوی لپاره دا هیواد د دوی مورنی هيواد دی.

جلیلي وویل، "موږ د هغه ورورولۍ د احساس زياته ستاينه کوو چې د پاکستان قوم د افغانانو سره د خپلو سرچینو په شریکولو کې او هغوی ته د سرپناه، خوراک، روغتیايي پاملرنې او د ژوند لومړني اړتیاو په برابرولو کې ښودلي ده."

هغه وویل چې دا میلمستيا د پام وړ ده. هغه زیاته کړه چې نړیواله ټولنه باید له پاکستان څخه زده کړي چې څنګه پاکستان او د دې خلکو د هغوی د ضرورت په وخت کې د افغانانو سره مرسته وکړه.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500