ټولنه

د پاکستان 'زندګي' اېپ د غیرقانوني مخدره توکو د لعنت په اړه پوهاوی رامنځته کوي

د جاويد خان لخوا

د خېبر پښتونخواه د پولیسو ډپټي انسپکټر جنرل قاضي جمیل الرحمان په اکتوبر ۲۰۱۸ کال کې په پېښور کې د 'آيس' (کریسټل میت) او نورو مخدره توکو په اړه د پوهاوي رامنځته کولو لپاره د پيدل تګ مشري کوي. [د پېښور پولیس]

د خېبر پښتونخواه د پولیسو ډپټي انسپکټر جنرل قاضي جمیل الرحمان په اکتوبر ۲۰۱۸ کال کې په پېښور کې د 'آيس' (کریسټل میت) او نورو مخدره توکو په اړه د پوهاوي رامنځته کولو لپاره د پيدل تګ مشري کوي. [د پېښور پولیس]

پېښور -- د پاکستان حکومت لخوا پيل شوی د موبايل نوی ايپ د چارواکو لخوا يوه وروستۍ هڅه ده چې د غير قانوني مخدره توکو پروړاندې مبارزه وکړي.

وزیر اعظم عمران خان د جنورۍ په ۶ مه په اسلام اباد کې د "زندګي" په نوم يو ایپ پيل کړو چې د مخدره توکو د خطراتو او همدارنګه د روږدي کسانو لپاره د مخنیوي، علاج او بیارغونې په هکله د پوهاوي کچه لوړه کړي.

خان د پيل په مراسمو کې وویل، "مخدره مواد زموږ د راتلونکي نسل ژوند تباه کوي، او اوس دا يونيورسټو او سکولونو ته رسیدلي دي."

هغه زياته کړه، کوم ماشومان چې د نشه يي توکو سره مخ دي، د دې خطر سره د مقابلې لپاره پوره پوهه نه لري.

خان وويل، "معمولاََ خلک د شرم له امله د دې مسلې په اړه خبرې نه کوي، خو ټول ملت باید د نشه یي توکو پروړاندې متحد شي چې دا له ټولنې څخه له منځه یوسي."

هغه وویل، زندګي یا "ژوند" اېپ یوه هڅه ده چې د والدينو، ښوونکو او نورو کسانو ترمنځ نه يوازې د مخدره توکو د خطراتوپه اړه پوهاوی رامنځته کړي بلکې دا هم ښيي چې څنګه دا مسله حل کړو.

دا اېپ، چې په ايپل اېپ سټور یا ګوګل پلې سټور باندې وړیا ډاونلوډ کیدی شي، د مخدره توکو په اړه د پوهاوي، مخنیوي او علاج، د بيارغونې مرکزونو د موقعيت په اړه معلومات او د هغه ځوانانو د بریالیتوب کیسې لري چې په دې ګواښ يې قابو وموندلو.

د پوهاوي کچه لوړول

پاکستانیانو د دې ايپ د پيل هرکلی کړی او له خلکو څخه غواړي چې د غیرقانوني مخدره توکو په وړاندې د مبارزې لپاره دا خبر خپور کړي.

د پېښور یو سينير وکیل فهیم ولي وویل، "د زندګي اېپ په سمه توګه کارول به په والدینو کې د پوهاوي کچه لوړه کړي او دا ګڼ شمير هغه مسلې حل کولی شي چې د مخدره توکو د پټې سوداګرۍ سره تړاو لري."

هغه وویل، والدین او ښوونکي باید په خپلې پاملرنه کې په ماشومانو باندې نظر وساتي او د دوی سره خبرې وکړي کله چې دوی احساس وکړي چې څه ستونزه موجود ده.

د مردان ضلعې د پولیسو افسر سجاد خان وویل، "پولیس او نورې ادارې نه یوازې د مخدره توکو د قاچاقبرانو پر وړاندې مبارزه کوي بلکې د خلکو، په ځانګړي توګه په زده کونکو کې، د پوهاوي په رامنځته کولو کې هم مهم رول لوبوي."

هغه وویل، والدېن او ښوونکي باید پولیسو ته خبر ورکړي که چیرې دوی په خپله سيمه او ادارو کې د کریستل میتو، هیرویینو، چرسو یا بل ډول مخدره توکو د پلور په اړه معلومات ترلاسه کړي.

خان وويل، "پولیس به هیڅکله د هغو کسانو نوم ښکاره نه کړي کوم چې دوی ته د مخدره توکو د سوداګر په اړه د راپور ورکولو لپاره راځي. خان وویل، "بلکې موږ به د دوی څخه مننه وکړو چې د مخدره توکو د سوداګرۍ پروړاندې په مبارزه کې مرسته کوي."

د مخدره توکو خطر له منځه وړل

د جنورۍ په نیمایۍ کې د کوهاټ په ساینس او ټیکنالوژۍ يونيورسټۍ کې د وینا پرمهال د مخدره توکو کنټرول وزیر شهریار آفریدي په ټولو پاکستانیو غږ وکړ چې د غیرقانوني مخدره توکو د کارولو په وړاندې مبارزه کې خپله ونډه واخلي.

هغه وویل، په سکولونو، کالجونو او يونيورسټو کې د زده کونکو لخوا د دې ډول مخدره توکو کارول د حکومت او ټولنې لپاره یو له خورا سختو ننګونو څخه دی.

هغه له زده کونکو او خلکو څخه وغوښتل چې څومره ممکنه وي زندګي اېپ ډير وکاروي چې د مخدره توکو کارولو په مخنيوي کې مرسته وکړي.

افریدي وویل، "والدېن او ښوونکي باید خپل رول ولوبوي چې د زده کونکو او نورو کسانو تر منځ د مخدره توکو د استعمال مخنیوی وکړي"

د پېښور یوې میرمن او د دريو ماشومانو مور یاسمین علي وویل، "نه یوازې پلار بلکې هره مور باید دا اېپ وکاروي او پولیسو ته هم راپور ورکړي کله چې هغه ومومي چې د هغې ماشوم په مخدره توکو کې اخته شوی دی."

هغې وویل چې ټولنه باید د مخدره توکو له سوداګرۍ سره په ګډه مبارزه وکړي او د مخدره توکو د سوداګرۍ په اړه هر څه راپور کړي.

علي وویل، "پولیس او نورې ادارې باید د پولې هاخوا او د هیواد په نورو ضلعو کې د قاچاق مخه ونیسي، په داسې حال کې چې والدېن او عام خلک باید د دې خطر په اړه نور پوهاوی رامنځته کړي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500