زده کړه

د خېبرپښتونخواه زده کونکي له چاودنو وروسته تعلیم ته په د دوام ورکولو سره د وسله والو مخالفت کوي

د جاويد خان لخوا

د ګورنمنټ هايي سکول ماشوخېلو زده کونکي د تیر نومبر په مياشت کې په خیمو کې زده کړه کوي. دا سکول بیارغول کیږي. [فېسبوک]

د ګورنمنټ هايي سکول ماشوخېلو زده کونکي د تیر نومبر په مياشت کې په خیمو کې زده کړه کوي. دا سکول بیارغول کیږي. [فېسبوک]

پېښور -- د پېښور په سویلي کلیو کې زده کونکي خپلو زده کړو ته دوام ورکوي او د هغه وسله والو مخالفت کوي، کومو چې په تیرو کلونو کې د خېبر پښتونخواه په ډیرو سکولونو کې چاودنې کړې وې.

په ماشوخېلو کې، ترهګرو په جنوري ۲۰۱۳ کال کې دوه ځله د هلکانو په ګورنمنټ هايي سکول باندې چاودنې وکړې. دوهم برید دغه سکول ويجاړ کړو.

ډیر ټولګي او د سکول برنډه له چاودنو وروسته راغوزاره شوه، په داسې حال کې چې په چاپیره دیوال او نورو برخو کې درزونه رامنځته شول.

که څه هم، دې زیان د هغه زده کونکو مخه ونه نیوله، چې د کهلاو اسمان لاندې په خیمو یا د نورو په حجرو کې زده کړه ترلاسه کوي.

په ګورنمنټ هايي سکول ماشوخېلو کې د تیر نومبر په مياشت کې په خیمو کې ټولګي ښودل شوي دي. [فېسبوک]

په ګورنمنټ هايي سکول ماشوخېلو کې د تیر نومبر په مياشت کې په خیمو کې ټولګي ښودل شوي دي. [فېسبوک]

د ګورنمنټ هايي سکول ماشوخېلو زده کونکي د تير نومبر په میاشت کې د خپل ویجاړ شوي سکول په ملبه کې ګرځي. [فېسبوک]

د ګورنمنټ هايي سکول ماشوخېلو زده کونکي د تير نومبر په میاشت کې د خپل ویجاړ شوي سکول په ملبه کې ګرځي. [فېسبوک]

د سیمې یو پخواني زده کوونکي عادل خان وویل، "د ګواښونو او سختو حالاتو سره، سلګونه زده کونکو خپلو زده کړو ته وروسته له هغه دوام ورکړو کله چې سکول يوې نږدې ودانۍ ته متنقل کړی شو."

په خیمو کې زده کړه

هغه زياته کړه چې چارواکو سکولونو ته خيمې ولیږلې چې زده کونکو ته توان ورکړي چې د اوړي په ګرمو ورځو او باران کې خپلې زده کړې جاري وساتي.

خان وویل، "په دې سکول کې دوه ځله چاودنې و شوې، خو دې زده کونکي او ښوونکي ونه یرول او هغوی په نږدې سیمو کې تعلیمي فعالیتونو ته دوام ورکړو."

د خېبرپښتونخواه حکومت تیر کال په دغه سکول کې د ښوونکي زاهد علي لخوا د ټولنیزو رسنیو کمپاین وروسته د دې سکول لپاره د نوې ودانۍ لپاره فنډونه منظور کړل.

د ماشوخېل ناظم امجد خان وویل، "موږ د چاودنو له امله د ویجاړ شوي سکول زده کونکو لپاره تر هغه پورې متبادل انتظامات کړي ترڅو چې دوی نوې ودانۍ نه وي ترلاسه کړي." هغه زیاته کړه چې دا ودانۍ به ډیره ژر بشپړه شي.

بنيادي بشري حقونه

ارباب بلال، چې یو ځايي مشر او بشردوست انسان دی او په وروستیو کې يې د هغه کلينک لپاره د فنډونو انتظام کړی دی چې په تير اپريل کې د هغه غلطو افواهګانو وروسته ويجاړ شو چې د پوليو واکسين ماشومان ناروغه کړي دي، وویل، چې "تعلیم او روغتیا هغه لومړني بشري حقونه دي چې باید هر وګړي ته په خپل نږدې ځای کې ورکړل شي."

هغه په تیرو څو کلونو کې د ټولو سکولونو د بيا جوړولوغوښتنه وکړه. هغه یادونه وکړه چې زده کونکي اوس هم په نږدې خصوصي یا د عامه سکتور په سکولونو، حجرو یا نورو ځایونو کې په ټولګو کې زده کړه کوي.

په پېښور کې میشت خبریال رفعت الله وویل، "په تیرو لسیزو کې په پېښور، ملاکنډ، په نويو ضم شويو ضلعو او د دې صوبې په نورو ښارونو کې په لسګونو، که په سلګونو نه، سکولونو کې د ترهګرو لخوا چاودنې شوې دي ".

هغه وويل، په سکولونو کې د چاودنو او سوځولو سربیره، "زرګونه زده کونکي -- جينکۍ او هلکان دواړه -- نه یوازې په سکولونو بلکې په کالجونو او يونيورسټو کې [خپلې زده کړې] بشپړولی شي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دا بالکل فضول خبرونه دي، ورته سکولونه د هیواد په هرځای کې شتون لري. دا د خفګان خبره ده چې وګورو چې د سینټکوم نیوز پورټل په ځانګړي توګه د خېبر پښتونخواه نه فضول خبرونه وړاندې کوي.

ځواب