روغتیا

سوله په قبایلي ضلعو کې د ايچ آیي وي/اېډز په اړه د پوهاوي لپاره لاره هواروي

د حنيف الله لخوا

ډاکټران او روغتیایي کارکونکي د باجوړ ضلعې په خار کې د دسمبر په ۷ مه د پوهاوي په پيدل تګ کې برخه اخلي. [حنیف الله]

ډاکټران او روغتیایي کارکونکي د باجوړ ضلعې په خار کې د دسمبر په ۷ مه د پوهاوي په پيدل تګ کې برخه اخلي. [حنیف الله]

خار، باجوړ ضلعه -- په قبایلي ضلعو کې بریالي پوځي عملیاتو د ښه روغتیایي خدماتو لپاره لاره هواره کړې ده، چې د اېډز د کنټرول ملي پروګرام سیمه ایز فصل ته وړتیا ورکوي چې د وسله والو د غبرګون پرته ټسټونه چمتو کړي او د عامه پوهاوي کچه لوړه کړي.

د امنیت د ښه والي نه مخکې، ډاکټرانو توان نه لرلو چې د دې ډول کمپاینونو لپاره په آزاده توګه کار وکړي، ځکه چې وسله والو دوی ته په قبایلي ضلعو کې اجازه نه ورکوله.

د عامې روغتیا د ادارې یو چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط وویل، "له پخوا راهیسې د ایچ آیي وي/اېډز او اورپکۍ تر منځ قوي اړیکه وه، اوسیدونکو توان نه لرلو چې د وسله والو د ویرې د مناسب روغتیايي پاملرنې لپاره تګ وکړي."

دغه چارواکي وويل، ډاکټرانو نه غوښتل چې د وسله والو تر کنټرول لاندې سیمو کې کار وکړي، او په ورته ډول تشخیصي مرکزونو شتون نه لرلو.

د باجوړ ضلعې په خار کې یو سړی د دسمبر په ۹ مه د ايچ آیي وي/اېډز پوهاوي په اړه یوه نښه لولي. [حنیف الله]

د باجوړ ضلعې په خار کې یو سړی د دسمبر په ۹ مه د ايچ آیي وي/اېډز پوهاوي په اړه یوه نښه لولي. [حنیف الله]

د باجوړ اوسیدونکي د دسمبر په ۷ مه د باجوړ په خار کې د ضلعې په مرکزي هسپتال کې د ايچ آیي وي/اېډز په اړه د پوهاوي په سیمینار کې ګډون کوي. [حنیف الله]

د باجوړ اوسیدونکي د دسمبر په ۷ مه د باجوړ په خار کې د ضلعې په مرکزي هسپتال کې د ايچ آیي وي/اېډز په اړه د پوهاوي په سیمینار کې ګډون کوي. [حنیف الله]

د پوهاوي د ناستو او کمپاینونه ترسره کولو امکان نه و، او د ايچ آیي وي/اېډز ډیرې پیښې رامنځته شوې.

هغه وویل، "د روغتیایي پوهې نشتوالی یو بل فاکتور و چې د غیر مسلکي روغتیایي خدمتونو وړاندې کونکو لخوا د [بې خبره] خوندي جنسي بحثونو او ناخوندي کلینیکي کړنو دغه ستونزې ته هوا ورکړه او ناروغي يې زياته او خپره کړه."

هغه وویل، "په ټولنه کې د سکرینینګ نشتوالی یو بل ملاتړی فاکتور و." هغه وضاحت وکړو چې ډیر ځایي خلک په غلطۍ سره ایچ آیي وي بدکارۍ ته منسوبوي.

هغه وویل، د شرم او د وسله والو د ویرې له امله، د ایچ آیي وي مريضان خپل حالت پټوي.

د پوهاوي کچه لوړول

د روغتیا ځايي چارواکي وايي، د پوهاوي لوړول د ایچ آی وي/اېډز د خپریدو سره په مبارزه کې مهم رول لري.

نادر خان، چې په قبایلي سیمو کې د ایډز کنټرول پروګرام فوکل پرسن دی، په باجوړ کې د دسمبر په ۷ مه د پوهاوي په يو سيمينار کې وويل، "په نويو ضم شويو قبایلي ضلعو کې زموږ د فعالیتونو اصلي هدف د اېډز په اړه د پوهاوي لوړول دي ځکه چې زياتره اوسیدونکي نه پوهیږي او د سکرینینګ ټسټ کولو په اړه د شرم احساس کوي."

هغه وويل، "درې کاله مخکې، ځایی خلکو نه غوښتل چې د سکرینینګ ټیسټونه وکړي، نو موږ د هیپاټیټس سکرینینګ په نوم دا ټسټونه ترسره کړل."

"خو اوس وضعیت بدل شوی، او دوی د ټسټونو لپاره لپاره راځي ځکه چې دوی خبر دي چې [ایچ آیي وي] یوازې د زنا له امله نه وي."

خان وویل، "موږ په ټولو قبایلي ضلعو کې د عامه پوهاوي د کچې لوړولو لپاره فعالیتونه تنظیم کړي دي او ډیر ژر به نور فعالیتونه هم تنظیم کړو." "موږ هر کال په ټولو قبایلي ضلعو کې د ۱۰ ورځو لپاره د سکرینینګ کیمپونه تنظیموو."

د باجوړ ضلعې د روغتیا افسر ډاکټر خلیل الرحمان د سیمینار په دوران کې وویل، "د ناروغۍ د خپریدو د مخنیوي لپاره باید احتیاطي تدابیر ونیول شي."

هغه وویل، په دې ډول اقداماتو کې "خوندي جنسي طريقې کارول، د سرنجونو د بیا کارولو مخنیوی، د وینې ورکولو لپاره هغه وينه کارول چې ټسټونه يې شوي وي، او د جراثيمو نه پاکې طبي سامان کارول شامل دي."

په ځایي کچه د ناروغانو علاج کول

چارواکو د سیمینار پرمهال څرګنده کړه، د خېبر پښتونخواه په قبایلي ضلعو کې، شمالي وزیرستان د اېډز ترټولو زيات ثبت شوي ناروغان لري.

خان د باجوړ په خار کې په مرکزي هسپتال کې وویل، د ایډز شاوخوا ۷۳۸ ناروغان په قبایلي ضلعو کې ثبت شوي دي.

هغه وویل، "په دې کې، ۱۹۰ په شمالي وزیرستان کې، ۱۴۸ په کرم، ۱۳۰ په خېبر، ۱۱۳ په جنوبي وزیرستان، ۶۲ په مهمند، ۶۱ په باجوړ او ۳۴ په اورکزۍ قبايلي ضلعه کې دي."

هغه زیاته کړه، "په قبایلي ضلعو کې د ناروغانو د اسانتیا لپاره درې مرکزونه جوړ شوي دي." دا مرکزونه په جنوبي وزیرستان، باجوړ او کرم ضلعو کې دي.

هغه وویل، په قبایلي ضلعو کې د علاج د مرکزونو له جوړيدو نه مخکې ځايي ناروغانو به پېښور ته سفر کولو.

دې حالت د ناروغانو لپاره ډیرې ستونزې رامنځته کړې، خو اوس دوی کولی شي چې په خپلو ضلعو کې علاج ته لاسرسی ولري. خان زیاته کړه چې د علاج مرکزونه به په نورو قبایلي ضلعو کې ډیر ژر خلاص شي.

هغه وویل، "موږ د اېډز د مخنیوي لپاره په قبایلي ضلعو کې ۱۴ ډاکټران او نور متعلقه کارکونکي روزلي دي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500