ټاکني

د ایران صدر په نوماندانو باندې د بنديز وروسته د هیواد محافظه کاره واکمنان وغندل

پاکستان فارورډ او ای اېف پي

د ایران صدر حسن روحاني د جنورۍ په ۲۷ مه په ساتونکو شورا، چې د هغه محافظه کارانو اداره ده چې د هیواد په ټولټاکنو باندې کنټرول لري، باندې سخت تنقيد وکړو. [د ایران د صدر دفتر]

د ایران صدر حسن روحاني د جنورۍ په ۲۷ مه په ساتونکو شورا، چې د هغه محافظه کارانو اداره ده چې د هیواد په ټولټاکنو باندې کنټرول لري، باندې سخت تنقيد وکړو. [د ایران د صدر دفتر]

تهران -- د ایران صدر د دوشنبې په ورځ (د جنورۍ په ۲۷ مه) په خپل خبرداري کې وویل چې دا د اسلامي جمهوریت "د جمهوريت او ملي حاکمیت" لپاره يو ګواښ دی کله چې یوې ادارې، چې د هغه د محافظه کاره سیالانو تر واک لاندې ده، د ټاکنو نه يو څو هفتې وړاندې په زرګونو نوماندان نا اهل وګرځول.

د صدر حسن روحاني اعتدال پسند محافظه کار او د دوی اصلاح غوښتونکي متحدین د زرګونو نوماندانو -- د موجوده ۹۲ پارلماني غړيو په شمول -- د نا اهل ګرځولو له امله د ساتونکو شورا سره په عامه شخړه کې بوخت دي.

دغه شورا، چې د ایران د ټاکنو څارنه کوي، وايي چې دې ۹،۵۰۰ احتمالي نوماندان، چې د ۱۴،۵۰۰ نوماندانو تقريباََ دوه پر دريمه برخه ده، انتخاباتو ته د ودريدو نه منع کړل.

روحاني وویل چې دې نا اهلۍ هغه ټاکنې د خطر سره مخامخ کړې چې د رایو صندوق نه علاوه په بل ځای کې ترسره کيږي.

د صدر ویب پاڼې د روحاني حواله ورکړه چې هغه د صوبايي ګورانرانو سره په يوې غونډه کې وويل، "د جمهوريت او د ملي حاکمیت لپاره ستر خطر هغه ورځ ده کله چې ټاکنې يو رسمي کار جوړ شي."

هغه زياته کړه، "خدای دې هیڅکله دا ورځ را نه ولي."

"راځئ چې خلکو ته ډاډ ورکړو او هغوی ته ووایو چې زموږ نظام د يوې پارټۍ نظام نه دی."

هغه د محافظه کارانو په حواله وویل، "دوی باید لږ تر لږه د سیالۍ او ګډون کولو اجازه ورکړي."

هغه د ټولو طبقو په ایرانیانو غږ وکړو چې ووټ ورکړي، "که څه هم ... په ټاکنو کې نیمګړتیاوې شتون لري".

هغه وویل، "ځینې وختونه زه نه غواړم چې د څه علت له امله ووټ ورکړم، خو زه به ځینې وخت کافي اعتماد ونلرم چې د رایو صندوق ته لاړ شم، دا خورا خطرناک دی."

مخ په زياتيدو ناکراري

دا ټولټاکنې د ایران لپاره تر یوې غمیزې میاشتې وروسته ترسره کيږي چې پکې د حکومت پر ضد احتجاجونه وروسته له هغې پیل شول کله چې د دغه هیواد د اسلامي انقلاب ساتونکو قول (IRGC) ومنله چې دې د اوکراین د مسافرو الوتکه راغورځولې وه.

دغه اعتراف او د دې خبر، چې IRGC او لوړ پوړو ایراني چارواکو د دغه پيښې په اړه دروغ ویلي و او د پيښې د پټولو هڅه يې کړې وه، په خلکو کې تازه غوسه او په ټول هيواد کې احتجاجونه رامنځته کړل.

د خورا بې اطمينانه نفوس او کمزوري اقتصاد سره، ایراني مشران د کنټرول ساتلو لپاره هڅې کوي، په داسې حال کې چې په ورته وخت کې دا ښيي چې ځان د لويديځ په وړاندې سخت ښکاره کړي.

په داسې حال کې چې وروستي احتجاجونه د ایران لخوا د الوتکې د راغورځیدو او د پیښې د سمبالولو لپاره د ایراني مشرانو د ناتوانۍ له امله رامنځته شول، د ایران د دوامداره اقتصادي بحران په اړه د غوسې احساس شتون لري.

دا اقتصادي بحرانونه او د دې له امله رامنځته شوي داخلي ناکراري کولی شي چې په وروستي پړاو کې د لویدیځ سره د مقابلې لپاره د ایراني رژیم په ليوالتيا کې بدلون راولي.

د دې ناکرارۍ په وروستۍ پیښه کې، د باسیج ملیشې یو کمانډر -- چې د IRGC سره نږدې اړيکي لري، د جنورۍ په ۲۲ مه د نامعلومو برید کونکو لخوا په خوزستان صوبه کې په ډزو ووژل شو.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500