ديپلوماسي

پاکستان او ترکمانستان د سوداګرۍ په برخه کې همکاري زیاتوي

د ضياء الرحمان لخوا

د پاکستان د سنيټ چيرمين صادق سنجراني، ښي اړخ ته، د جنورۍ په ۹ مه د ترکمانستان د سفیر اتدجان مولاموف سره ګوري. دوی د سیمه ایزې ودې او سوکالۍ لپاره د پاکستان او مرکزي آسیا ترمینځ د سوداګرۍ او څو اړخیزو همکاریو او د سیمه ایزې اړیکې د پیاوړتیا لپاره په اړتيا باندې ټینګار وکړ. [د پاکستان سنيټ]

د پاکستان د سنيټ چيرمين صادق سنجراني، ښي اړخ ته، د جنورۍ په ۹ مه د ترکمانستان د سفیر اتدجان مولاموف سره ګوري. دوی د سیمه ایزې ودې او سوکالۍ لپاره د پاکستان او مرکزي آسیا ترمینځ د سوداګرۍ او څو اړخیزو همکاریو او د سیمه ایزې اړیکې د پیاوړتیا لپاره په اړتيا باندې ټینګار وکړ. [د پاکستان سنيټ]

اسلام آباد -- پاکستان او ترکمانستان د سوداګرۍ او سیاحت په برخه کې د همکارۍ د پیاوړتیا لپاره یو لړ وروستي ګامونه پورته کړي، ځکه چې دواړه هیوادونه د اړیکو قوي کولو لپاره کار کوي.

د مثال په توګه، د پاکستان د سنيټ چيرمين صادق سنجراني د جنورۍ په ۹ مه په اسلام آباد کې په پاکستان کې د ترکمانستان سفیر اتدجان مولوموف سره وکتل چې د پاکستان او مرکزي آسیا ترمنځ د سیمه ییزې سوداګرۍ او څو اړخیزو همکاریو د پراختیا په هکله خبرې وکړي.

سنجراني وویل، په وچه پورې محدود د مرکزي آسیا هیوادونو سره ارتباط ته د ودې ورکولو لپاره، دواړه هیوادونه مستقیمو هوایي اړیکو ته اړتیا لري.

دواړو مشرانو د پاکستان او ترکمانستان د ګډ حکومت کميشن د اهمیت په هکله هم خبرې وکړې. دا کميشن يوه ګډه اداره ده چې په اګست ۲۰۰۹ کال کې جوړه شوه چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د دوه اړخیزې اجنډې د ټولې لړۍ بیاکتنه وکړي. دوی موافقه وکړه چې د کميشن یوه غونډه دې ژر تر ژره جوړه شي.

په مارچ ۲۰۱۹ کال کې، د ترکمانستان نايب وزيراعظم او د بهرنیو چارو وزیر راشد میریدوف پاکستان ته سفر وکړو او د صدر عارف علوي، وزيراعظم عمران خان او د پاکستان د مالیې، تيلو، ګيس، بجلۍ او اوبو د وزیرانو سره یې بيل بيل ملاقاتونه وکړل.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یو بیان کې وویل، په دغه غونډه کې، د دواړو هیوادونو مشرانو "د دوه اړخیزو اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره، په دوه اړخیزو پیژندل شویو برخو، په ځانګړي توګه د کرنې، ټوکر، مالدارۍ یا څاروو او د معلوماتي ټکنالوجۍ په سکتورونو کې د ګډو پروژو له لارې، په زياتو هڅو باندې ټينګار وکړ."

همکاري زیاتول

په کراچۍ يونيورسټۍ کې د نړیوالو اړیکو د څانګې چيرمين ډاکټر نعیم احمد له مخې، پاکستان او ترکمانستان له ۱۹۹۱ راهیسې دوستانه اړیکې لري، کله چې ترکمانستان د شوروي اتحاد له ړنګیدو وروسته د یو ازاد او خپلواک دولت په توګه راپورته شو.

د دواړو هیوادونو تر منځ په ډیرو غونډو کې یوه اصلي موضوع د ترکمانستان، افغانستان، پاکستان او هند (ټاپي) پایپ لاین دی چې اوس مهال د جوړیدو په حال کې دی.

ایران، چې د دې پروژې مخالفت کوي، په تیرو څو کلونو کې ګڼ شمیر سیاسي او د تاوتریخوالي هڅې کړي چې ودانیزې چارې ودروي.

په دې پروژه کې به طبیعي ګيس تر ۲۰۲۲ پورې په ترکمانستان کې د ګلکینیش ګيس له سیمې څخه پاکستان او هند ته پمپ شي.

احمد وویل، دا پروژه به نه یوازې د هغه سیمې لپاره یو نعمت وي چې کمه انرژي لري، بلکې د کار فرصتونه به هم رامنځته کړي. هغه زیاته کړه چې ترکمانستان به د هغه څلورو هیوادونو نه عواید ترلاسه کړي چې پايپ لاين پکې تيريږي.

هغه زیاته کړه چې په سیاسي توګه به دغه پروژه له پاکستان او هندوستان سره مرسته وکړي چې یو بل ته نږدې شي او په سویلي اسیا کې به د سولې امکانات ښه کړي.

په عین حال کې، د دواړو هیوادونو سوداګريزې ټولنې د پاکستان او ترکمانستان ګډه سوداګریزه شورا (PTJBC) د جوړيدو نه وروسته د زياتو توکو په خرڅولو کې مرسته کوي.

د مارچ په میاشت کې، د پاکستان د سوداګرۍ او صنایعو اتاق او د ترکمانستان د سوداګرۍ اتاق د PTJBC د جوړولو لپاره د تفاهم یادداشت لاسلیک کړ.

دارو خان اچکزۍ، چې د پاکستان څخه انجینر او د PTJBC مشر دی، وویل چې دا شورا د ستراتیژیو په جوړولو باندې کار کوي چې په دواړو هیوادونو کې د سوداګرۍ سره مرسته وکړي.

اچکزۍ وویل، "دا به د دواړو هیوادونو تر منځ دوه اړخیزې اقتصادي اړیکې قوي او پراخه کړي چې د دواړو هیوادونو د اړوندو چارواکو لخوا صادر شويو قواعدو او قوانينو په چوکاټ کې دوه اړخیزه سوداګري او سرمايه کاري وهڅوي."

د ترهګرۍ پروړاندې ګډې هڅې

اشک آباد له تیرو څو کلونو راهیسې د اسلام آباد سره په ګډه کار کوي چې د ترهګرۍ سره مبارزه وکړي.

ايکسپريس ټريبيون په مارچ ۲۰۱۶ کې راپور ورکړو، په ۲۰۱۶ کال کې، د ترکمانستان صدر قربان علي بردي ممدوف او د پاکستان وزیر اعظم نواز شریف په اسلام آباد کې په یوې غونډه کې موافقه وکړه چې په ګډه به د افراطیت او ترهګرۍ د ګواښ سره مبارزه وکړي چې په سیمه کې سوله او ثبات يقيني کړي او ګډ نوښتونه پیل کړي.

سره له دې چې له افغانستان سره د ۷۴۴ کلو میتره اوږده پوله لري، ترکمانستان تر ډیره حده د ترهګرۍ لخوا نه دی متاثره شوی، خو اندیښنې شتون لري.

بختاور خان، چې په اسلام آباد کې د امنیت څیړونکی دی او د مرکزي آسیا په جمهوریتونو کې د امنیتي موضوعاتو څارنه کوي، وويل، "په افغانستان او پاکستان کې د طالبانو، د داعش د خراسان څانګې، القاعدې او د دې سره تړاو لرونکي د مرکزي اسيا ترهګريزې ډلې، د ازبکستان د اسلامي غورځنګ په شمول، شتون د ترکمانستان لپاره یو احتمالي ګواښ دی."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500