ټولنه

ریسکیو ۱۱۲۲ په قبایلي ضلعو کې پراخیدو ته دوام ورکوي

د جاويد خان لخوا

د ریسکیو ۱۱۲۲ امبولانس د تیر اګست په مياشت کې په خېبر ضلعه کې د خېبر درې څخه تیریږي. [ريسيکيو ۱۱۲۲]

د ریسکیو ۱۱۲۲ امبولانس د تیر اګست په مياشت کې په خېبر ضلعه کې د خېبر درې څخه تیریږي. [ريسيکيو ۱۱۲۲]

پېښور -- چارواکي وايي چې په قبایلي ضلعو کې د ریسکیو ۱۱۲۲ مرکزونو جوړولو لپاره په خېبر پښتونخواه (کی پي) کې کار روان دی.

د قبایلي ضلعو په زرګونو اوسیدونکي په تیرو ۱۵ کلونو کې په ځان وژونکو بريدونو، بمي چاودنو، هدفي وژنو او نورو حملو کې وژل شوي یا ټپیان شوي دي. تر دې دمه، قبایلي سيمو هسپتالونو ته د ژوبل شويو کسانو د لیږدولو لپاره ځانګړي خدمات نه لرل.

د خېبر پښتونخواه د مرستې او بیارغونې ادارې سيکريټري عابد مجيد د جنورۍ په ۱۰ مه وويل، "په نويو ضم شويو ضلعو کې به ۲۰ مرکزونه جوړ شي چې د فاټا اوسیدونکو ته د ترهګریز برید، بمي چاودنې، ډزو یا په څه طبي بيړني حالت کې د ژغورنې خدمات سمدستي چمتو کړي."

هغه وویل، "د دې مرکزونو څخه به لږ تر لږه ۱۰ د دې کال د جون تر پای پورې کار پیل کړي."

په پېښور کې یو چارواکی د تیر نومبر په مياشت کې د يو سمبال شوي امبولانس بیلګه ښایي چې هره قبايلي ضلعه به يې ترلاسه کړي. [ريسکيو ۱۱۲۲]

په پېښور کې یو چارواکی د تیر نومبر په مياشت کې د يو سمبال شوي امبولانس بیلګه ښایي چې هره قبايلي ضلعه به يې ترلاسه کړي. [ريسکيو ۱۱۲۲]

د مجید په وینا، اوه پخوانۍ قبایلي ايجنسۍ به دوه د ریسکیو ۱۱۲۲ مرکزونه ترلاسه کړي، پداسې حال کې چې په شپږ واړه پخوانۍ سرحدي سیمو کې به هره سیمه یو ترلاسه کړي.

هغه وویل، "د ۳.۶۹ ملیارده ډالره (۲۴ ملیونه پاکستانۍ روپۍ) د ضم شويو ضلعو لپاره د دفترونو جوړولو، د مشینانو او ګاډو اخيستلو او د کارمندانو د استخدامولو لپاره مختص شوي دي."

۲ مرکزونه له مخکې نه کار کوي

مجید وویل، یو مرکز د باجوړ په خار کې او بل د خېبر ضلعې په جمرود کې له مخکې نه کار پیل کړی دی.

د خېبرپښتونخواه وزیراعلی محمود خان د جنورۍ په ۹ مه د خېبر ضلعې په باړه سب ډویژن کې د ریسکیو ۱۱۲۲ د ودانۍ د جوړولو د کار پرانسته وکړه.

د چارواکو په وینا، د دې پروژی اندازتاً لګښت ۴۵ ملیونه روپۍ (۲۹۰،۰۰۰ امريکايي ډالره) دی، او ودانۍ به په ۱۸ میاشتو کې په بشپړ ډول فعاله شي.

"د ریسکیو ۱۱۲۲ ویاند بلال احمد فیضي وویل، "د ژغورنې خدمات له مخکې نه د اګست په میاشت کې د خېبر په جمرود کې پیل شوي، پداسې حال کې چې دا خدمات د دسمبر په میاشت کې د باجوړ قبایلي ضلعې ته وغځول شول."

فیضي وویل، "موږ د پېښور په پخوانۍ سرحدي سیمې کوهاټ او نورو سرحدي سیمو کې دا خدمتونه پیل کړي چې اوس د قبایلي سیمو یوه برخه ده."

سربیره پردې، په صوبه کې ځینې ضلعو، د صوابۍ، هنګو، کرک او ملاکنډ ضلعو په شمول، په تیرو دوو میاشتو کې د ریسکیو ۱۱۲۲ نوي مرکزونه ترلاسه کړل.

د وسايلو چمتو کولو ژمنه

فیضي وویل، "په قبایلي ضلعو کې به هر مرکز دوه امبولانسونه، د اور وژنې دوه ګاډي، د آفت د سمبالولو ګاډی او نور اړین وسايل ولري." هغه زياته کړه چې چارواکي به په راتلونکو ورځو کې د قبایلي ضلعو لپاره ۱،۷۵۰ چارواکي او ماهرين استخدام کړي.

په خېبرپښتونخواه کې د ریسکیو ۱۱۲۲ ډايريکټر جنرل ډاکټر خطیر احمد وویل، په نويو ضم شويو ضلعو کې د ژغورنې مرکزونه د ځایي انتظاميې په مرسته جوړيږي.

هغه وویل، د دفترونو او مرکزونو د جوړولو کار پیل شوی، پداسې حال کې چې چارواکي د ميرټ د يقيني کولو لپاره د ځانګړې ازموینې د خدمت له لارې د دې ټولو ضلعو لپاره کارمندان استخداموي.

د جمرود، چيرې چې يو مرکز کار پيل کړو، یو اوسیدونکي عبدل قدیم افریدي وویل، "د جنورۍ په ۱۲ مه د سړک په حادثه کې ژوبل شوي پنځه کسان د ریسکیو ۱۱۲۲ امبولانسونو لخوا بې له ځنډه د پېښور هسپتالونو ته ولیږدول شول."

هغه وویل، د سیمې اوسیدونکو د ریسکیو ۱۱۲۲ هرکلی وکړ ځکه چې دې ته په دې سیمو کې زیات ضرورت و، په ځانګړي توګه په هغه سيمو کې چې د هسپتالونو او ښارونو نه لرې دي.

افريدي وويل، "کله چې ترهګري په خپل اوج کې وه او خلک پکې مړه شوي او ژوبل شوي ول، نو ملکي وګړو [او چارواکو] به زخميان د پېښور هسپتالونو ته په پیک اپ ګاډو، په خپلو موټرو یا د امنیتي ځواکونو او د ضلعي انتظاميې په ګاډو کې وړل."

هغه وویل، قبایلي سیمې ځینې شخصي امبولانسونه لري خو د بيړني ژغورنې خدماتو هیڅ منظم نظام نه لري.

افریدي وویل، "حکومت باید د مشینانو او وسايلو استخدامولو او اخيستلو پروسه بشپړه کړي چې په بشپړ ډول د ريسکيو خدمات په ټولو نويو ضم شويو ضلعو کې په چټکۍ سره پیل کړي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500