اقتصاد

د چین د بیلټ او سړک نوښت په تهر کې احتجاجونه راپارولي

پاکستان فارورډ

د تهرپارکر او عمرکوټ ضلعو په سلګونو اوسیدونکي د دسمبر په مياشت کې کراچۍ ته راځي چې په سیند صوبه کې د هغه بې انصافۍ په وړاندې احتجاج وکړي کوم چې د چین د بیلټ او سړک نوښت (بي آر آی) سره تعلق لري. [پاکستان فارورډ]

د تهرپارکر او عمرکوټ ضلعو په سلګونو اوسیدونکي د دسمبر په مياشت کې کراچۍ ته راځي چې په سیند صوبه کې د هغه بې انصافۍ په وړاندې احتجاج وکړي کوم چې د چین د بیلټ او سړک نوښت (بي آر آی) سره تعلق لري. [پاکستان فارورډ]

کراچۍ -- د تهر ريګستان سيمې اوسيدونکي په سیند صوبه کې د هغه پروژو په وړاندې احتجاجونه کوي کوم چې د چین د بیلټ او سړک نوښت (بي آر آی) سره تعلق لري.

د تهر ريګستان، چې د هند سره ګډه پوله لري، د هندوانو زياتره نفوس لري او د پاکستان د تر ټولو غريبو سیمو څخه ده. دا سیمه په ۲۰۱۹ کال کې د وچکالۍ پرله پسې دريم کال سره مخامخ شوې وه.

د چین او پاکستان اقتصادي دهلیز لاندې د انرژۍ دوه پروژې (سي پېک) په ريګستان کې پیل شوي دي -- د اینګرو تھر بلاک ۲ کول فايرډ پلانټ او تهر کول فيلډ په بلاک ۲ کې د سرفېس ماین.

د تهرپارکر او عمرکوټ ضلعو په سلګونو اوسیدونکي د دسمبر په ۲۲ مه کراچۍ ته راغلل چې د هغه بې انصافۍ په وړاندې احتجاج وکړي کوم چې د بي آر آی سره تړاو لرونکي پروژو له امله رامنځته شوي دي.

د جون په میاشت کې په دې اخیستل شوي عکس کې د تهر سیمې اوسیدونکي لیدل کيدې شي. په دغه سیمه کې ډیر ځایي خلک په باران پورې اړوند زراعت او څارويو باندې تکیه کوي. [پاکستان فارورډ]

د جون په میاشت کې په دې اخیستل شوي عکس کې د تهر سیمې اوسیدونکي لیدل کيدې شي. په دغه سیمه کې ډیر ځایي خلک په باران پورې اړوند زراعت او څارويو باندې تکیه کوي. [پاکستان فارورډ]

د ګورانو کلي په ځمکه کې د سي پېک سره تړلې پروژې لپاره جوړه شوې د اوبو ذخیره د جون په مياشت کې په دې اخیستل شوي تصوير کې لیدل کیدی شي. د سیمې اوسیدونکي وايي چې دغه ځمکه په غیرقانوني ډول ترلاسه شوې ده. [پاکستان فارورډ]

د ګورانو کلي په ځمکه کې د سي پېک سره تړلې پروژې لپاره جوړه شوې د اوبو ذخیره د جون په مياشت کې په دې اخیستل شوي تصوير کې لیدل کیدی شي. د سیمې اوسیدونکي وايي چې دغه ځمکه په غیرقانوني ډول ترلاسه شوې ده. [پاکستان فارورډ]

د بهیل دانشورۍ فورم، چې يوه خپلواکه ډله ده او د نيچ ذات ټولنې د حقونو لپاره کار کوي، د دغه احتجاج انتظام وکړو، چې په سلګونو احتجاج کونکيو پکې د مزار قايد نه د کراچۍ پریس کلب پورې تګ وکړو. زياتره کسان پکې د هندوانو د نيچ ذات ټولنې وو.

احتجاج کونکو وويل چې سي پېک او د هغې پروژې د سیمې اوسیدونکو ته ګټه نه رسوي او پرځای د سیمې هوا او دوديز اقتصاد ویجاړوي.

د ځایي خلکو لپاره کار شتون نه لري

احتجاج کونکو وویل چې د تهر په سیمه کې زياتره اوسیدونکي د باران پورې اړوند زراعت او څارويو باندې تکیه کوي، او د سي پېک سره تړاو لرونکي پروژې د ځایي اوسیدونکو استخدام نه کوي.

په ۲۰۱۸ کال کې، د تهرپارکر ضلعې انتظاميې د هغه وخت د سیند وزیر اعلی سید مراد علي شاه ته ولیکل چې د سي پېک پروژې د دوی ژمنې نه پوره کوي چې د سیمې اوسیدونکو لپاره دندې رامنځته کړي.

د بشري حقونو لپاره د ملي کمیسیون (اين سي ايچ آر)، چې د پارلمان تر واک لاندې يوه اداره ده، د دسمبر په میاشت کې د سیند او فدرالي حکومتونو څخه وغوښتل چې د ټولنې لپاره د ټولنیزو ګټو په پام کې نیولو وروسته د تهر د سکارو د پروژې بیاکتنه وکړي.

د نیوز انټرنیشنل د اين سي ايچ آر د چيرمېن له قوله په ۲۰۱۸ کال کې راپور ورکړو چې د تهر اوسیدونکي نه غواړي چې په لویه کچه يو بدلون ومني چې د هغوی د مشورې پرته په دوی باندې عملي کړی شو او "ويره يې څرګنده کړه چې دا به په سیمه کې چاپیریال خراب کړي، د دوی معیشت ته به زيان ورسوي او لوی ټولنیز بدلونونه به رامنځته کړي."

لالا بهيل، چې د احتجاج په منتظمينو کې يو کس دی، وويل، "د کمپنۍ ټولنیز مسؤلیت (سي ايس آر) د یوې برخې په توګه، د سي پېک پروژې مکلف دي چې ځایي اوسیدونکو ته دندې، غوره تعليم او د روغتیایي پاملرنې سهولتونه چمتو کړي، خو له بده مرغه، د کان کیندنې شرکتونو سخت دریځ ښودلی."

هغه وويل، د بې روزګارۍ له امله، د سيمې په ځوانانو کې سخت خپګان او مايوسي خپره شوې او زياترو کسانو خودکشي کړې ده.

د سیمه ییزو پولیسو د ثبت شویو شمېرو له مخې، په ۲۰۱۹ کال کې په تهر پارکر او عمر کوټ ضلعو کې لږ تر لږه ۱۳۳ خودکشۍ رامنځته شوي وې.

د فعالینو او پولیسو چارواکو په وینا، کورنۍ اکثر زړه نازړه وې چې د خود کشۍ په اړه راپور ورکړي او زياتره شمیر نه راپور کيږي.

په سیمه کې لږ تر لږه ۱۹۸ خود کشۍ په ۲۰۱۸ کال کې پیښې شوي وې، چې دا د ۲۰۱۷ کال د ۹۷ نه زياتې دي.

په غير قانوني توګه د ځمکې ترلاسه کول

د احتجاج کونکو له مخې، دې پروژو په تهر سيمه کې هم د کلیوالو نه په غير قانوني توګه ځمکه اخیستې ده.

ګورانو کلی په هغه ۱۲ کلیو کې دی چې د هغه مالګينې او د ناغوښتل شويو اوبو د ساتلو لپاره د زيرمې د جوړولو له کبله اغیزمن شوی کومې چې د پروژې د کان کیندنې د ځایونو نه راوځي.

په مۍ ۲۰۱۶ کال کې د ودانۍ کار پیل شو او له هغه وخت راهیسې بند دی. په جون ۲۰۱۶ کال کې، اوسیدونکو په سیند هایي کورټ کې يو درخواست جمع کړو، او ادعا یې وکړه چې ځمکه په غير قانوني توګه د ۱۸۹۴ د ځمکې د اخيستلو قانون د فوري شق لاندې د ځمکې د مالکینو له تایید پرته ترلاسه شوې ده. مقدمه اوس هم په محکمه کې ده.

د ګورانو کلیوالو، د ښځو او ماشومانو په ګډون، د جون ۲۰۱۶ نه تر جولای ۲۰۱۸ کال پورې د کراچۍ په شمول د دغه صوبې په مختلفو سیمو کې یو لړ احتجاجونه وکړل.

په لسګونو پرايويټ امنیتي ساتونکي -- چې هیڅ یو کس پکې ځای نه دی -- اوس د بشپړ شوي زيرمې ساتنه کوي.

بهيم راج، چې د ګورانو د متاثرینو مشر دی او په کراچۍ کې يې د دسمبر په ۲۲ مه په دغه احتجاج کې برخه اخیستې وه، وویل چې دغه ځمکه "په زور او دهوکه اخیستل شوې وه."

راج وویل، چې اوسیدونکو هغه ځمکه له لاسه ورکړې چې دوی پرې قانوني او مطلق طبیعي حق لرلو.

د راج له مخې، احتجاج کونکو اندیښنې څرګندې کړي چې که د طبیعي یا د انساني آفتونو له لارې زيرمو او يا نورو پلان شويو زیرمو ته څه پیښ شي نو څوک به مسؤل وي.

راج وویل، "دا ډول پیښې به هغه کليوالو ته زيان ورسوي کوم چې زیرمو ته نږدې اوسيږي. دا سیمه اوس په يو بنجر او په کیمیاوي توګه مسموم شوي ځای کې بدله شوې ده."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500