اقتصاد

خېبر پښتونخواه د نوي معدنياتو په موندلو کې د ملیاردونو احتمالي پيسو هيله لري

د ظاهر شاه شيرازي لخوا

کارکوونکي د اپریل په میاشت کې په مهمند ضلعه کې د پالش کولو او هوارولو لپاره فيکټرو ته د استولو نه مخکې ماربل او ګرینايټ راوباسي. [د ظاهر شاه شیرازي نه په مننه]

کارکوونکي د اپریل په میاشت کې په مهمند ضلعه کې د پالش کولو او هوارولو لپاره فيکټرو ته د استولو نه مخکې ماربل او ګرینايټ راوباسي. [د ظاهر شاه شیرازي نه په مننه]

پېښور -- د خېبر پښتونخواه حکومت پلان لري چې د سيمه ايز اقتصاد د ودې لپاره د معدنياتو اکتشاف راژوندی کړي، کوم چې په تیرو وختونو کې د اورپکۍ او افراطیت لخوا ختم شوی وو.

د خېبر پښتونخواه سترې کمیټۍ، د خېبر پښتونخواه د ګورنر شاه فرمان په مشرۍ کې، د اکتوبر په ۱۵ مه د تامبې، کرومایټ، نیفرایټ، ګرينایټ او نورو معدنياتو لپاره د صنعتي او پروسس کولو زونونو جوړلو منظوري ورکړه. دې په قبایلي ضلعو کې د اقتصادي فعالیتونو په زیاتوالي باندې ټینګار وکړو، کوم چې د لسیزو راهیسې د ترهګرۍ او افراطیت له امله ځپل کیږي.

د خېبرپښتونخواه په قبایلي سیمو کې ترهګرۍ ته د ماتې ورکولو وروسته حکومت دا نوی پلان جوړ کړو چې د افغانستان ګاونډي په قبایلي سیمه کې د معدنیاتو پټ کانونه او خزانې ولټوي.

سربیره پردې، د خېبر پښتونخواه اسمبلۍ د نومبر په ۱۵ مه د خېبر پښتونخواه د معدنياتو سکتور منظم کولو (ترمیم) بل ۲۰۱۹ منظور کړو، چې موخه يې په قبایلي ضلعو کې د سرمايه کارۍ راجلبولو او د ماینونو او معدني زېرمو ملکیت باندې د قبایلي شخړو ختمولو له لارې د معدنياتو د اکتشاف نوی دور پیلول دي.

اجمل وزیر (په منځ کې)، چې د خېبر پښتونخواه د وزير اعلی سلاکار او د خېبرپښتونخواه حکومت ویاند دی، د نومبر په ۱۷ مه په پېښور کې د معدنياتو د نوي پالیسۍ په اړه بحث کوي. [د ظاهر شاه شیرازي نه په مننه]

اجمل وزیر (په منځ کې)، چې د خېبر پښتونخواه د وزير اعلی سلاکار او د خېبرپښتونخواه حکومت ویاند دی، د نومبر په ۱۷ مه په پېښور کې د معدنياتو د نوي پالیسۍ په اړه بحث کوي. [د ظاهر شاه شیرازي نه په مننه]

نوی قانون د معدنياتو د اکتشاف لپاره په چاودنو باندې بنديز لګوي او دا لازمي ګرځوي چې د ماربلو او ګرينایټو راويستلو لپاره مشينان استعمال کړي.

په اسلام آباد کې د فاټا د څیړنیز مرکز له مخې، په قبایلي ضلعو کې ۱۹ مختلف معدنيات په ګوته شوي دي.

په دې وروستیو کې د ځينو اټکلونو له مخې، قبایلي سیمې شاوخوا ۳۵ ملیون ټنه تامبه، ۲ ملیون ټنه مینګانیز، ۱۳۷ ملیون ټنه جپسم او ۱۱ ملیون ټنه ډولومايټ لري. سربیره پردې، دوی د لايمسټون، سوپسټون او د سیلیکا لویې زیرمې لري.

د فاټا پراختیایي ادارې له مخې، په عين حال کې، باجوړ ۵،۸۵۰ ملیون ټنه د ماربلو زېرمې لري، په داسې حال کې چې مهمند ۸۴۵ ملیونه ټنه او د خېبر قبایلي سیمه ۳۴۵ ملیون ټنه لري.

د ماینونو د ملکیت په اړه تضمین ورکول

د دې سره چې سيمه د وسله والو نه پاکه شوې ده، د خېبرپښتونخواه حکومت اوس په دې نوي پلان باندې کار کوي چې د نورو معدنياتو لټون وکړي.

د فاټا پرمختیایي ادارې د معدنياتو څانګې د قبايلي سيمو د ۸۵٪ سيمې سروې کړې وه، مخکې له دې چې پخوانۍ فاټا په ۲۰۱۸ کال کې د خېبر پښتونخواه برخه جوړه شوه.

د خېبر پښتونخواه د کانونو وزیر ډاکټر امجد علي د دسمبر په ۸ مه وويل، "نوی قانون به د اورپکۍ لخوا په ځپل شويو قبایلي ضلعو کې د معدنياتو د اکتشاف او پراختیا نوي لارې خلاصې کړي ځکه چې د خېبر پښتونخواه سره د ضم کیدو وروسته، د معدنياتو سکتور او د کانونو لپاره اجاره ورکول بند شوي وو. "دا به اوس په بشپړه توګه فعال شي."

هغه وويل، دا قانون دا تضمین ورکوي چې د کانونو ملکیت به د قبايلي دودونو سره سم د ځایي ټولنې سره پاتې شي، او دا به د ملکیت په اړه د قبایلي شخړو په ختمولو کې مرسته وکړي چې په تیرو کې یې د کانونو د اکتشاف مخه نیولې وه.

علي وویل، خېبرپښتونخواه به ځایي قبايلي غړو ته د کان اجاره ورکړي. هغه زياته کړه، هغه څوک چې د اکتشاف ترسره کولو لپاره سرچینې او فنډونه نه لري، هغوی کولی شي چې په ټول پاکستان کې له سرمايه کارانو سره ګډ کار پیل کړي.

هغه وويل، "دا د تیرو تمریناتو سره سم دی -- ځایي ټولنه اصلي ملکيت لري." "حکومت د دې سکتور د ودې لپاره مرسته کوي."

د خېبرپښتونخواه د حکومت ویاند اجمل وزير هغه کلونو ته اشاره وکړه کله چې پاکستان خپلواکي ترلاسه کړه او ويې وويل، حکومت غواړي چې د تيرو ۷۲ کالو د قبایلي خلکو شکایتونه حل کړي، او د معدنياتو دا نوي پالیسي به د پرمختګ نوی دور راولي."

هغه وويل، "د کانونو د اکتشاف پلان به بیا مالي انقلاب راولي کله چې د قبایلي ضلعو پټې خزانې وپلټل شي." "د تیارې دور پای ته رسيدلی دی."

قبايلي مشرانو او صنعتکارانو د پلانونو هرکلی کوي

قبایلي کان ایستونکي او مالکان د معدنياتو سکتور ته د لومړیتوب ورکولو لپاره د حکومت د نوي پالیسۍ په اړه يو شان خوشحاله دي.

په نوښار کې د رسالپور صنعتي املاکو، چې د معدنياتو د سوداګرۍ تنظیم دی، صدر رياض خان د دودیزې چاودنې د طريقو د منع کولو ستاینه وکړه او زیاته یې کړه چې د مشينانو په واسطه راویستل به نه یوازې پيدوار زیات کړي بلکې ضياع او د معدنياتو د ختمولو مخه به هم ونیسي.

هغه وويل، د معدنياتو د اکتشاف په برخه کې د ګډ کارونو وړتيا ښه خبره ده ځکه چې دوی به سرمايه کاران راجلب کړي او د قبایلي ځوانانو لپاره به ډیرې دندې رامنځته کړي. هغه زیاته کړه چې تر ۱۵،۰۰۰ ډیر کارګران د خېبر پښتونخواه د معدنياتو په صنعت کې خپله روزي ترلاسه کوي.

خان زیاته کړه، کان ايستونکي په قبایلي ضلعو کې هره ورځ له ۳،۰۰۰ ټنو نه زيات ماربل راوباسي، په داسې حال کې چې د سکارو، چونې، تيلو او ګيس، بینټونایټ، لایمسټون او جپسم لویې زیرمې، که په سمه توګه وپلټل شي، په سیمه کې به اقتصادي وده رامنځته کړي.

نوید شاه، چې په نوښار کې د کان کیندنې کمپنۍ د تور الماس منيجنګ ډايريکټر دی، په سيمه کې د سولې د بیا بحالۍ وروسته، د کانونو د اکتشاف د راتلونکي په اړه خوشبین دی.

هغه وویل، "اورپکۍ، قانون او نظم، قبالي شخړو او کمزوري پرمختګ او مواصلاتو د معدنياتو خزانه غير موثره کړې وه او پلټل شوي نه وه." "خو اوس د حکومت واک بحال شوی دی. نوی قانون به د قبایلي شخړو په ختمولو کې مرسته وکړي، او د حکومت ملاتړ به د قبایلي ضلعو د پټ جواهرو په اکتشاف کې مرسته وکړي."

شاه زیاته کړه، "د صابون کاڼړې د سينګار د توکو لکه کریم او د مخ وینځونکي لپاره لوړه غوښتنه لري، او که دا کانونه فعال شي، نو موږ کولی شو چې په کال کې د ملیونونو روپيو عاید ترلاسه کړو."

هغه وویل، د سړکونو، خراب املاکو او د نوي مشینرۍ نشتوالي د دې معدني سرچینو د استخراج نه د احتمالي ګټو د ترلاسه کولو په مخنیوي کې مرسته کړې ده.

د خېبر ضلعې نه د قومي اسمبلۍ يو غړي اقبال افريدي وويل، "د معدنیاتو سرچینې د الله تعالی سترې ډالۍ دي، او دا خزانې، که چيرې وپلټل شي، په قبايلي سيمه کې به اقتصادي سوکالي او تل پاتې سوله روالي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500