جرم او انصاف

د پېښور سوداګرۍ او د مخدره توکو پرضد ځواک 'د آيس نه پاکه هفته' لپاره يو ځای شول

د عديل سعيد لخوا

سوداګرو او پولیسو د اکتوبر په میاشت کې د پېښور په قصه خوانۍ بازار کې يوه ريلي منعقد کړه چې د ځوانانو ترمنځ د "آيس" کارولو په اړه عامه پوهاوې لوړه کړي. [عدیل سعید]

سوداګرو او پولیسو د اکتوبر په میاشت کې د پېښور په قصه خوانۍ بازار کې يوه ريلي منعقد کړه چې د ځوانانو ترمنځ د "آيس" کارولو په اړه عامه پوهاوې لوړه کړي. [عدیل سعید]

پېښور -- د پېښور سوداګريزه ټولنه د زده کونکو لخوا د کرسټل میت یا آيس" کارولو پروړاندې په مبارزه کې د خېبر پښتونخواه (کی پي) د مخدره توکو ضد ځواک (ای اين اېف) سره يو ځای کيږي.

په پېښور کې د سوداګرو د يوې موسسې، د پېښور ښار کوچني سوداګر، صدر عاطف حليم وويل، د مخدره توکو پرضد ځواکونو سره د يوځای کيدو پریکړه په ځوانانو کې، په ځانګړي توګه په زده کونکو کې، د آيس د استعمال د خطرناک زیاتوالي په نتيجه کې واخیستل شوه.

هغه وويل، "د سوداګرۍ ټولنه او ای اين اېف به د دسمبر په وروستیو کې د آيس نه پاکه هفته ولمانځي چې هدف یې د آيس د خطراتو په اړه پوهاوي لوړول او زموږ ځوان نسل له دې خطر څخه خوندي ساتل دي."

عاطف وویل، "د پېښور سوداګرو په نومبر ۲۰۱۹ کال کې د پېښور د پخواني کور کمانډر لفټننټ جنرل شاهین مظهر سره په یوې غونډه کې د مخدره توکو په ځانګړي ډول د آيس په وړاندې مبارزه کې د مخدره توکو ضد ځواک سره د مرستې کولو مفکوره وړاندې کړه."

هغه زیاته کړه چې سوداګریزه ټولنه له مخکې نه د پولیسو او د ای اين اېف د هڅو ملاتړ کوي، خو د هفتې اوږده پيښه د دې هدف لپاره د سوداګرو مشرانو ژمنه او د وضعیت ترينګلتيا څرګندوي.

مظهر د دې وړاندیز هرکلی وکړو او ای اين اېف ته یې لارښوونه وکړه چې د سوداګرۍ ټولنې سره کار وکړي.

د مخدره توکو خطرات

د عاطف په وینا، د آيس نه پاکې هفتې په دوران کې به په مختلفو عامه ځایونو کې لاريونونه ترسره شي چې ځایي خلکو ته د آيس د خطراتو په اړه معلومات ورکړي.

بحثونه به د والدېنو لپاره د مخنیوي په اقداماتو باندې تمرکز وکړي، چې په دې کې به د دوی د ماشومانو د چلند څارنه کول شامل وي.

هغه وویل، "د جوماتونو عالمان او خطیبان، د پرايويټ يونيورسټو وايس چانسلرانو او مالکانو، کالم لیکونکو او د پولیسو لوړ پوړي افسرانو سره به د کمپاین په دوران کې وکتل شي."

عاطف وویل، د پوهاوي د لاريونونو سربیره، دا کمپاین به د ټولنیزو رسنیو اړخ ولري چې ځوانان په نښه کړي.

ډاکټر اعظم شعیب، چې د پېښور د آیس بیارغونې مرکز (آی آر سي)د بیارغونې افسر دی، وویل، "دا ډيره د ستاینې وړ تګلاره ده چې د سوداګرۍ ټولنې د مخدره توکو د ډیریدونکي رجحان، په ځانګړی توګه په ځوانانو کې، په وړاندې د پوهاوي لوړولو لپاره غوره کړې ده."

هغه وویل، د آيس نشه په وبا بدله شوې او د ټولو سکتورونو غړي باید د دې مخدره توکو پروړاندې مبارزې لپاره مخکې راشي. هغه زیاته کړه چې خلک باید د مخدره توکو خطراتو او په روغتیا باندې د منفي اغیزو په اړه پوهه کړی شي.

شعیب وویل، والدینو ته باید د هغوی د ماشومانو د چلند او د هغوی په روغتیا کې د ښکاره بدلونونو ته په پام سره د آيس نشې نښې نښانې وښودل شي.

هغه زياته کړه چې د متيازو په یو ساده ټسټ سره د یو کس د اخته کیدو معلومات ترلاسه کیدی شي.

هغه خبرداری ورکړ، په وخت سره تشخیص او علاج د هر روږدي کس د رغیدو لپاره مهم دي. که نه نو، د انسان په روغتیا باندې د مخدره توکو اغیز خورا خطرناک دی.

د تاوتریخوالي رجحان

د پېښور يونيورسټۍ ټولنپوه ډاکټر ظفر خان وويل، "د آیس سره مينه ... په يونيورسټو کې زیاتوالی او په ځوانانو کې د نفسياتي روغتیا ستونزې په ګوته کوي."

خان وویل، په ځوانانو کې د مخدره توکو کارول د تاوتریخوالي او جرمونو په هکله د دوی رجحان زیاتوي او دوی د بنياد پرستۍ او افراطیت په وړاندې کمزوري کوي.

هغه وویل، دا مسله ډېرو سختو اقداماتو ته اړتیا لري.

خان د يونيورسټۍ په کچه د نفسياتي مشاورتي مرکزونو جوړولو وړاندیز وکړ چې زده کونکو سره مرسته وکړي چې نشې پريږدي.

د پېښور یو اوسیدونکي محمد صادق، چې زوی یې په مخدره توکو روږدي دی، وویل، "دا د سوداګرۍ ټولنې لخوا یو ښه نوښت دی، او دا د وخت ضرورت دی چې زمونږ ماشومان د وژونکي نشې نه خوندي وساتي."

هغه وويل، پوهاوی د ځوانانو او والدينو دواړو لپاره لازمي دی. هغه زیاته کړه چې دا خورا مهمه ده ځکه چې د مخدره توکو کارول په چټکۍ سره وده کوي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ښه

ځواب