روغتیا

پاکستاني ډاکټران افغان همکارانو ته د ترهګرۍ د قربانیانو په علاج کې روزنه ورکوي

د اشفاق يوسفزۍ لخوا

یو ژوبل شوی افغان سړی د افغانستان په کندهار کې علاج ترلاسه کوي. هغه روزنه چې افغان ډاکټران يې په پاکستان کې ترلاسه کوي هغه کسانو ته د ځانګړي طبي پاملرنې چمتو کولو لپاره مهمه ده کوم چې د وسله والو بریدونو لخوا ځپل شوي دي. [جاوید تنویر/ ای اېف پي]

یو ژوبل شوی افغان سړی د افغانستان په کندهار کې علاج ترلاسه کوي. هغه روزنه چې افغان ډاکټران يې په پاکستان کې ترلاسه کوي هغه کسانو ته د ځانګړي طبي پاملرنې چمتو کولو لپاره مهمه ده کوم چې د وسله والو بریدونو لخوا ځپل شوي دي. [جاوید تنویر/ ای اېف پي]

پېښور -- پاکستاني ډاکټران او نور طبي کارکوونکي چې د سختو سوځويدو او د عضو خرابيدو په علاج کولو کې تخصص لري، د خپلو افغان همکارانو سره مرسته کوي چې د تروریستي پیښو نه د ژوندي پاتې شويو کسانو علاج وکړي.

د پېښور په حيات اباد کې د سوځيدنې او پلاستيکي جراحۍ مرکز ډايريکټر پروفیسر محمد طاهر وویل، په ۲۰۱۸ او ۲۰۱۹ کال کې، "موږ د سوځیدنې او صدماتو د زخمونو په علاج کولو کې د افغانستان ۱۵۰ ډاکټرانو، طبي کارکوونکو او نرسانو ته روزنه ورکړې ده."

دا مرکز، چې د متحده ایالاتو د نړیوالې پراختیا ادارې (يو اېس اېډ) په مرسته جوړ شوی، په نومبر ۲۰۱۸ کال کې يې کار پیل کړو. تر دې دمه یې د ۲۰،۰۰۰ ناروغانو علاج کړی دی، چې ۲۰٪ یې د افغانستان وګړي دي، کومو چې د سوځیدو، صدماتو او د ترهګرۍ لخوا ترلاسه شوي زخمونه لرل.

"دوی [افغان ډاکټرانو] د هغه ناروغانو علاج کړی چې کوچني ستونزې يې لرلې، خو دوی پیچلي او لوی کيسونه موږ ته راجع کوي."

يو افغان ماشوم د دسمبر په ۵ مه ښودل شوی، چې د پېښور په حيات اباد کې د سوځيدو او پلاستيک جراحۍ په مرکز کې علاج ترلاسه کوي. [اشفاق یوسفزۍ]

يو افغان ماشوم د دسمبر په ۵ مه ښودل شوی، چې د پېښور په حيات اباد کې د سوځيدو او پلاستيک جراحۍ په مرکز کې علاج ترلاسه کوي. [اشفاق یوسفزۍ]

يو سوځيدلی افغان ماشوم د دسمبر په ۵ مه د پېښور په حيات اباد کې د سوځيدنې او پلاستيکي جراحۍ په مرکز کې علاج ترلاسه کوي. [اشفاق یوسفزۍ]

يو سوځيدلی افغان ماشوم د دسمبر په ۵ مه د پېښور په حيات اباد کې د سوځيدنې او پلاستيکي جراحۍ په مرکز کې علاج ترلاسه کوي. [اشفاق یوسفزۍ]

نورشاه، چې یو افغان ښوونکی دی، له تیرې یوې میاشتې راهیسې په دې مرکز کې علاج ترلاسه کوي. هغه د مسخ شوي مخ د ښه کولو لپاره درې اپريشنونه کړي، چې مخ يې د مارچ په میاشت کې په کابل کې د چاودنې له امله مسخ شوی وو.

هغه وویل، "زه په لومړي ځل د افغانستان [ننګرهار صوبه] په شینوارو ضلعه کې د سوځیدنې او پلاستیکي جراحۍ څانګې ته لاړم او له لومړي علاج وروسته، زه دلته واستول شوم." "موږ د ډاکټرانو ډیره مننه کوو چې د معذورۍ او مسخ کيدو په وړاندې زمونږ ساتنه کوي."

طاهر وویل، په پاکستان کې د افغانانو، چې داسې طبي پاملرنې ته اړتيا لري، لپاره د علاج سربیره، پاکستان په ۲۰۱۵ کال کې په جرمني کې د پاکستان، افغانستان او تاجکستان سیمه ایز ګډ پروګرام (پاټريپ) په مالي مرسته په افغانستان کې د ۲۰ بسترو وارډونه جوړ کړل چې د چاودنو څخه د ژوندي پاتې شويو کسانو علاج وکړي.

د جلال اباد يو ډاکټر بختيار احمد وويل، هغه د نومبر په نيمايۍ کې پېښور ته راغی چې د دريو هفتو په روزنيز پروګرام کې برخه واخلي چې له هغه سره به مرسته وکړي چې په خپل هيواد کې د ناروغانو علاج وکړي.

هغه وويل، "موږ د سوځیدنې او چاودنو مريضان ترلاسه کوو چې د هغې لپاره سهولتونه شتون نه لري. افغان حکومت ۲۰ ډاکټران د روزنې لپاره استولي چې دوی [په افغانستان کې] په ځایي هسپتالونو کې د مريضانو علاج وکړي."

احمد وویل، دغه روزنه به افغان ډاکټران وتوانوي چې په خپل هيواد کې د دې ډول زخمونو لپاره مريضانو ته مناسبه پاملرنه چمتو کړي. هغه وویل، د بمونو له امله ژوبل شوي زياتره کسان په پيچلي ناروغيو کې اخته کيږي، چې مخنیوی یې کیدی شي که چیرې په سمه توګه روزل شوي ډاکټران موجود وي.

وړیا جراحي

په کابل کې د روغتیا تخنیکي کارپوه عزیز الرحمان، چې په دغه روزنه کې يې برخه اخيستې وه، وویل، د طالبانو لخوا د تخریبي اعمالو لسیزې پدې معنی دي چې افغانستان د داسې زخمونو لپاره ځانګړي روغتیایي مرکزونه نه لري.

هغه وويل، "تقریباً۱۵۰ روغتیايي مرکزونه د وسله والو لخوا ویجاړ شوي، چې عام خلک یې له ستونزو سره مخامخ کړي. خو پاکستاني ډاکټران زموږ سره د ښه طبي علاج په يقيني کولو کې مرسته کوي."

رحمان زیاته کړه، "زموږ خلک په وسله والو باندې لعنت وايي چې هسپتالونه او سکولونه يې ويجاړ کړي دي، په داسې حال کې چې دوی د پاکستان ستاينه کوي چې له موږ سره په دې سختو حالاتو کې مرسته کوي."

هغه وويل، "په افغانستان کې وارډونه په بشپړ ډول سمبال دي، خو بیا هم موږ روزنې ته اړتیا لرو."

د پاکستان د پلاستیکي جراحۍ ډاکټران افغانستان ته د پلاستيکي جراحۍ او د سوځېدنې زخمونو په علاج کولو کې د ځایي ډاکټرانو، طبي کارکوونکو او نرسانو د روزنې لپاره بار بار سفر کوي. دوی د هغه ځوانو ښځو وړيا پلاستيکي جراحي کوي کوم چې د تروریستي اعمالو لخوا ژوبل شوي وي.

شيما بي بي، چې په تېر سپتمبر کې د هرات په صوبه کې په يو راکټي بريد کې ژوبل شوې وه، وويل، هغه وروسته له هغې ښه شوه کله چې هغې څلور اپريشنونه وکړل، چې په دې کې د غاړې او مخ پلاستيکي جراحي شامله ده.

دغه ۱۵ کلنې جينۍ وویل، "زه د خپل راتلونکي په اړه ډیره اندیښمنه ومه ځکه چې ما خپله غاړه نه شوه خوځولی. اوس، زه ډیره خوشحاله یم چې بیرته عادي شوې یم."

خان وويل، پاکستاني ډاکټران دا ډول علاج په وړیا توګه چمتو کوي. هغه یادونه وکړه چې په افغانستان کې ښځې پلاستیکي جراحۍ ته لاسرسی نه لري.

يو څو جراحان په افغانستان کې ورته جراحۍ ترسره کوي، او ټولنیز فشار ښځې د داسې کارونو د ترسره کولو نه منع کوي.

خان وویل، ښځې په افغانستان کې پلاستيکي جراحۍ ته لاسرسی نه لري، له همدې امله پاکستاني ډاکټران وړیا خدمات وړاندې کوي. هغه زیاته کړه چې دا ډول مداخلې د ښځو سره مرسته کوي چې د خپلو جسماني او نفسياتي زخمونو علاج وکړي.

هغه وویل، هغه ښځې چې د ترهګریزو بریدونو لخوا مسخ شوي وي، اکثر د ټولنې لخوا رد کیږي. خان زیاته کړه چې د پلاستيکي جراحانو لخوا ترسره شوي معالجه هغوی ته په ژوند کې نوی فرصت ورکوي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز وویل، په هيواد کې د پاکستان او پاټريپ لخوا جوړ شوي دوه هسپتالونه د روغتیایي خدماتو په پیاوړتیا کې مهم رول لوبوي.

"موږ له پاکستان سره د زياتې همکارۍ هيله لرو چې ځانګړي روغتیايي خدمات ترلاسه کړو، ځکه چې د روغتیایي پاملرنې حالت ډير خراب دی. هغه وویل، ډیر مسلکي ډاکټران د ترهګرۍ له امله له هیواده وتلي، چې ناروغان یې په ناوړه توګه متاثره کړي دي."

هغه وویل، اورپکۍ ځپلي دواړه هیوادونه زياتې همکارۍ ته اړتیا لري چې ملکیانو ته د زیان رسولو لپاره د وسله والو هڅې ناکامه کړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500