زده کړه

په پېښور کې د سکهانو لپاره نوی سکول بین المذاهب هم آهنګي څرګندوي

د محمد شکيل لخوا

سکھ زده کونکي د نومبر په ۱۵مه د بابا ګرو نانک په سټيم سکول کې د کمپیوټر مهارتونه زده کوي. [محمد شکیل]

سکھ زده کونکي د نومبر په ۱۵مه د بابا ګرو نانک په سټيم سکول کې د کمپیوټر مهارتونه زده کوي. [محمد شکیل]

پېښور -- د خېبر پښتونخواه چارواکو په دې وروستيو کې د بابا ګرو نانک د ساینس، ټیکنالوژۍ، انجینرۍ، هنر او ریاضیاتو سکول (سټيم) پرانيسته وکړه چې په پېښور کې د سکهانو په پرمختک کې مرسته وکړي.

دغه اقدام، چې د نومبر په ۱۵مه واخيستل شو، د پاکستان په اصلي جريان کې د اقليتونو د شاملولو لپاره هڅې څرګندوي، يوه داسې هڅه چې په ۲۰۱۴ کال کې د افراطي بغاوت پروړاندې د بریالي کمپاین له کبله ممکنه شوه.

دغه سکول په ډبګرۍ سيمه کې د سکهانو د رایزینګ هوف سکول د برخې په توګه جوړ کړی شو، چې زياتره پکې سکهان شتون لري.

د رايزينګ هوپ سکول چيرمېن بابا ګورپال سینګ د دسمبر په ۵ مه وويل، دا سکول، چې د کمپیوټرونو له لارې د سکهانو ټولنې ته د سټيم روزنې چمتو کولو لپاره د حکومت لخوا جوړ شوی، د خپل ډول لومړی سکول دی چې "د اقليتونو د پرمختيا لپاره د خېبر پښتونخواه حکومت ژمنتیا ښیي."

سکھ زده کونکي د نومبر په ۱۵مه د بابا ګرو نانک په سټيم سکول کې د کمپیوټري مهارتونو مشق کوي. [محمد شکیل]

سکھ زده کونکي د نومبر په ۱۵مه د بابا ګرو نانک په سټيم سکول کې د کمپیوټري مهارتونو مشق کوي. [محمد شکیل]

هغه وویل، "د خېبرپښتونخواه حکومت به د تفاهم د یادداشت له مخې ضروري کارکوونکي او ښوونکي چمتو کړي، په داسې حال کې چې د سکهانو ټولنه به د بنيادي سهولتونو، د بجلۍ او امنیتي انتظاماتو په ګډون، انتظام وکړي."

د سینګ له مخې، دا سکول به د سکهانو لپاره د پرمختګ او پرمختيا نوې لارې پرانیزي او دوی به په اصلي جریان کې شامل کړي.

"دا نوښت د سولې نه وروسته د بین المذاهب هم آهنګۍ موجوده حالت هم په ګوته کوي.هغه زياته کړه چې دا د هیواد نرم انځور ته هم وده ورکوي چیرې چې د اکثریت او اقليت دواړه ټولنې په سوله کې ژوند کوي او د دوه اړخیزه همکارۍ نه خوند اخلي."

د سکول پرنسپل عمير زاهد وویل، په لومړي پړاو کې، د خېبرپښتونخواه د اطلاعاتو ټیکنالوژۍ څانګې په دوو کمرو کې اته کمپیوټرونه نصب کړل.

هغه وويل، "د وخت په تیریدو سره او د زده کونکو ځواک په پام کې نیولو سره، په سکول کې به نوره اضافه هم وشي."

زاهد وویل، "د کمپیوټرو له لارې د ساینس او ریاضیاتو په نويو برخو کې شاملول یوه داسې پدیده ده چې د زده کوونکو ذهنونه به بدل کړي او په هغوی کې به نور تجسس رامنځته کړي چې په عصري برخو کې پرمختګ وکړي."

هغه وويل، زده کونکي پوهيږي چې د غوره راتلونکي لپاره د تعلیم نوي روشونو ته اړتیا ده.

هغه زیاته کړه، "د حکومت نوښت به د سکهانو ځوانانو ژوند په اړه لرلید بدل کړي او په دولتي او خصوصي سکتور کې به په دندو کې د دوی د شامليدو لپاره لاره هواره کړي."

د افراطیت پروړاندې وسيله

د سکول چيف ايګزيکټیو هرديال سینګ له مخې، د سکهانو زياترې ښځې بې سواده دي.

سینګ وویل، "زموږ ماشومانو ته د نن ورځې د زده کړې اسانتیاوې برابرول د حکومت لخوا هغه تضمين دی چې د اقليتونو سره به مرسته وشي چې خپل ارمانونه پوره کړي او د ټولنې یوه ګټوره برخه شي او د هیواد په پرمختګ کې رول ولوبوي."

سینګ، چې طالبانو د هغه پلار په ۲۰۰۷ کال کې تښتولی وو، وويل، تعلیم په نړۍ کې د انسانانو لید بدلولو لپاره يو مهم فاکتور دی او د منفيت او افراطیت د خطراتو په اړه لرلید وړاندې کوي.

هغه وویل، "محرومه او نالوستي کسان د افراطیت او اورپکۍ عناصرو پر وړاندې زيات حساس دي، په داسې حال کې چې تعلیم یوه وسیله ده چې موږ ته دا وړتیا راکوي چې له شر څخه ښه جدا کړو او د غلط او سم ترمنځ فرق وکړو."

کامران خان بنګش، چې د خېبرپښتونخواه د وزیر اعلی ځانګړی معاون او د خېبرپښتونخواه اسمبلۍ غړی دی، وويل، "مونږ هڅه کوو چې د هيواد د پرمختګ لپاره د مسلمانانو، سکهانو، عیسایانو او هندوانو ټولنې او د نورو عقيدو غړي يو ځای کړو او د هیواد اقتصاد ته وده ورکړو."

بنګش وویل، صوبايي حکومت پلان لري چې نور تاسيسات جوړ کړي، چې موخه يې د اقليتونو پرمختګ او ښه کول دي.

هغه وویل، "اقلیت او اکثریت په هیواد کې د ورته حقونو نه خوند اخلي، او دوی د ودې او پرمختګ لپاره د مساوي فرصتونو مستحق دي."

هغه وويل، دا سکول د سټيم تعليم سره د سکهانو ټولنې ته د تعليم چمتو کولو لپاره د خېبر پښتونخواه د اطلاعاتو ټیکنالوژۍ څانګې يوه لویه لاسته راوړنه ده. هغه زیاته کړه چې "حکومت به په جدي تعليم ترلاسه کولو کې د اقليتونو سره به په بشپړه توګه مرسته وکړي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500