سوداګري

د مالیې وړاندیز شويو قواعدو له مخې به زرګران او د املاکو اجنټان د مشکوکې سوداګرۍ په اړه راپور ورکوي

د محمد شکيل لخوا

په پېښور کې د زرګرانو سرافه بازار د نومبر په مياشت کې ښودل شوی دی. د پاکستان د مالیې چارواکو د ترميماتو وړانديز کړی چې له مخې به يې زرګران او د املاکو اجنټان د هرې مشکوکې سوداګرۍ په اړه راپور ورکړي. [محمد شکیل]

په پېښور کې د زرګرانو سرافه بازار د نومبر په مياشت کې ښودل شوی دی. د پاکستان د مالیې چارواکو د ترميماتو وړانديز کړی چې له مخې به يې زرګران او د املاکو اجنټان د هرې مشکوکې سوداګرۍ په اړه راپور ورکړي. [محمد شکیل]

پېښور -- د پاکستان د مالیې چارواکي په قواعدو کې ترميم کوي چې د ترهګرۍ تمويل او د پیسو مینځلو د مخنیوي لپاره د هڅو د برخې په توګه د زرګرانو او املاکو اجنټانو څارنه وکړي.

د عوایدو وفاقي بورډ (اېف بي آر) د نومبر په ۸ مه د املاکو اجنټانو او زرګرانو د ثبتولو لپاره د ۲۰۱۲ عايداتو ماليې په قواعدو کې د تعدیل مسوده خپره کړه.

دا مسوده د قانون جوړیدو لپاره د وفاقي کابینې تصویب ته اړتیا لري. حکومت د دې مسودې د حل لپاره د کابینې شيډول نه دی ښکاره کړی.

دا اقدام د مالي عمل کاري ځواک (اېف ای ټي اېف) اړتیاو پوره کولو لپاره د هڅې یوه برخه ده چې پاکستان د پیسو مینځلو او د ترهګرۍ تمویل لپاره د کرپشن سره د مبارزې نړیوال تور لیست کې د شامليدو نه بچ پاتې شي.

د دې بدلون لاندې، ټاکل شويو کسانو -- زرګرانو او د املاکو اجنټانو -- له پکار ده چې د یو ټاکلي مقدار پورې راکړه ورکړه ثبت او ريکارډ کړي.

د زرګرانو لپاره، په دې ډول راکړو ورکړو کې قیمتي توکي، سره زر، هیرې، پلاتینیم، موتیان او نیم قیمتي توکي شامل دي چې د يو ملیون (۶،۴۵۰ امريکايي ډالره) نه زيات قميت لري.

د املاکو اجنټان باید د هغه غير منقوله ملکيت راکړه ورکړه ريکارډ کړي، چې د ۲ مليونو (۱۲،۹۰۰ امريکايي ډالره) نه زيات قميت لري.

د راکړې ورکړې لپاره په اسنادو کې باید د پیرودونکو او پلورونکو بشپړ اسناد شامل وي، چې په دې کې کمپیوټرايزډ ملي شناختي کارډونه (سي اين آی سيز)، د بهرني هیوادونو لپاره د پیژندنې ملي کارډونه (نيکوپ)، د بهرنیانو راجسټریشن کارډونه، د پاکستان اصلي کارډونه او د پاسپورټونو کاپياني یا په قانوني توګه د پاتې کیدو سندونه شامل دي.

زرګران او د املاکو اجنټان دواړه باید د خپلو معاملاتو ریکارډونه وساتي او د اېف بي ار په آیرس آنلاین مالیې ورکولو سیسټم کې د مشکوکو معاملو په اړه راپور ورکړي.

د مالیې چارواکو ټیمونه به واک ولري چې د زرګرانو او املاکو ریکارډونه وپلټي او د هر ډول ابهام په صورت کې د هغوی لايسنسونه منسوخ کړي.

په پېښور کې د سیمه ایز عاید مالیې مرکزي دفتر ډپټي کميشنر محسن خان وویل، "اوس، دا به ممکنه وي چې د سوداګریو د هغه مالکانو ريکارډونه ثبت کړو" چې اسناد نه لري او د مجرمانو د فشار یا بلیک میل کولو سره مخامخ کيدی شي.

"د مالیه ورکونکو ریکارډ ساتلو لپاره د اتومات معرفي کول به ... [موږ] سره د ریکارډ په څارنه او تجزیه کولو کې هم مرسته وکړي."

خان وویل، "د نغدو پیسو پټولو ترټولو اسانه لار په املاکو کې سرمايه کاري کول او د سرو زرو او نورو قیمتي کاڼو اخيستل دي چې په پټه او اسانۍ سره خرڅيدې شي."

'د هر فرد دنده'

د خان له مخې، دا ډول معاملې اکثر ريکارډ نه لري، او دا چانس زیاتوي چې ښکېلې پیسې د ترهګرۍ د تمويل په ګډون په غیر قانوني فعالیتونو کې کارول کيدې شي.

هغه وويل، "دا نوی سیسټم به د تور بازار اقتصاد وڅاري، ټولې نیمګړتیاوې به لرې کړي او د اېف ای ټي اېف اندیښنې به ختمې کړي او د دې تر څنګ به د هیواد اقتصاد پیاوړی کړي او د هیوادونو په ټولنه کې به د دې انځور ته وده ورکړي."

حاجي محمد يوسف، چې په پېښور کې د زيواراتو په سرافه بازار کې یو هټيوال دی، وویل، "دا د هر يو کس دنده ده چې د پیسو مینځلو او ترهګرۍ تمویل د له منځه وړلو په هڅو کې د حکومت ملاتړ وکړي."

"د ترهګرۍ شر په بشپړه توګه د ودې په سرچینو پورې اړه لري، او موږ باید د ټولنې د غړو په توګه، د دې سرچينې ختم کړو."

یوسف وویل، بل فاکتور چې باید په پام کې ونیول شي، په داسې حال کې چې د زرګرانو او د املاکو اجنټانو د حکومت څارنه زياته شي، هغه د ټول عمل د اهمیت او راتلونکي اغیزو په اړه د دوی د پوهاوي کچه ده.

هغه وویل، "دوی ته باید روزنه او لارښودنه ورکړل شي چې د ترهګرۍ تمویل او د پیسو مینځلو د مخنیوي هدف ترلاسه کولو کې د مالیې چارواکو سره همغږي او مرسته وکړي." "وړاندیز شوي ترميمات به مطلوبه پایلې ترلاسه کړي که چیرې د سوداګرۍ مالکان په پام کې ونیول شي او که موږ د باور جوړونې اقدامات پلي کړو."

په حیات آباد کې د املاکو اجنټ محمد ضیاء وویل، "د ټاکل شوي کس د شناخت د خوندي کولو لپاره د حکومت لخوا تضمین به د مالیې د ترميم نوښت په وړتيا باندې اثر وکړي."

هغه وویل، "د هغه ټاکل شوي کس خوندیتوب بايد په پام کې ونيول شي چې چارواکو ته یې د هرې اعتراض وړ معاملې په اړه خبر ورکړو، او د هغه [یا هغې] شناخت باید خوندي شي."

د پیسو مینځل او د ترهګرۍ تمویل د هر هغه کس اندیښنه ده چې په خپل مورني هيواد کې سوله غواړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500