د ښځو حقوق

ويمن آن ويلز کمپاین ښځو ته په کراچۍ کې خوځښت ورکوي

د ضياء الرحمان لخوا

ښځې د نومبر په ۲۴مه په کراچۍ کې د ويمن آن ويلز کمپاين د پرانستې په دوران کې د خپلو موټرسایکلونو سره د تصويرونو لپاره پوز جوړوي. [ضیاء الرحمان]

ښځې د نومبر په ۲۴مه په کراچۍ کې د ويمن آن ويلز کمپاين د پرانستې په دوران کې د خپلو موټرسایکلونو سره د تصويرونو لپاره پوز جوړوي. [ضیاء الرحمان]

کراچۍ -- ويمن آن ويلز، (WoW) هغه کمپاين چې موخه يې ښځو ته د موټر سايکلونو او سکوټرونو چلول ښول دي، په کراچۍ کې د نومبر په ۲۴مه په رسمي توګه پيل شو.

په سلګونو میرمنو په فرییر هال پارک کې د کمپاین په افتتاحي مراسمو کې برخه واخیسته.

په امنیت او د ښځو په ځواکمنتیا کې پرمختګ

دغه کمپاین په کراچۍ کې د سپتمبر ۲۰۱۳ کال راهیسې په امنیت کې د پام وړ پرمختګ ښیي.د کراچۍ د پولیسو په وینا، د ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۳ کال پورې، په زرګونو اوسیدونکي د تاوتریخوالي په جرمونو کې ووژل شول، چې پکې ترهګري، هدفي وژل او فرقه ییز بریدونه شامل ول.

په سپتمبر ۲۰۱۳ کال کې، په کراچۍ کې امنیتي ځواکونو د مختلفو جرمي ډلو، ځایي ډلو او منع شويو وسله والو ډلو پروړاندې مبارزه پيل کړه. دا مبارزه نن هم دوام لري.

هغه ښځې چې له مخکې نه د موټرسایکلونو چلولو په هکله پوهيږي په کراچۍ کې د نومبر په ۲۴مه د ويمن آن ویلز پروګرام کې برخه اخلي. [ضیاء الرحمان]

هغه ښځې چې له مخکې نه د موټرسایکلونو چلولو په هکله پوهيږي په کراچۍ کې د نومبر په ۲۴مه د ويمن آن ویلز پروګرام کې برخه اخلي. [ضیاء الرحمان]

د ويمن آن ويلز کمپاین چارواکي او د موټر سايکل ښځينه چلوونکي د نومبر په ۲۴مه په کراچۍ کې په فرییر هال پارک کې د ویمن آن ویلز کمپاین پرانسته کوي. [ضیاء الرحمان]

د ويمن آن ويلز کمپاین چارواکي او د موټر سايکل ښځينه چلوونکي د نومبر په ۲۴مه په کراچۍ کې په فرییر هال پارک کې د ویمن آن ویلز کمپاین پرانسته کوي. [ضیاء الرحمان]

WoW همدارنګه په ټولنیزه محافظه کاره هیواد کې د ښځو ځواکمنول غواړي.

د WoW هدف دا دی چې د راتلونکي مارچ په ۸ مه د ښځو د نړيوالې ورځ په موقعه د سیند صوبې څخه لږ تر لږه ۱۰،۰۰۰ ښځو ته موټرسایکل چلول وښيي. د ښځو لومړۍ ډلې د نومبر په ۲۵مه په کراچۍ يونيورسټۍ کې روزنه ترلاسه کول پيل کړل.

په سیند صوبه کې واک لرونکي د پاکستان پیپلز پارټۍ مشر بلاول بوټو زرداري ټویټ وکړو، د ۷،۵۰۰ نه زیاتو ښځو د موټرسایکلونو د چلولو د زده کړې لپاره نوم لیکنه کړې.

ښځې د ټولنیز او کلتوري محدودیتونو له امله اکثر په پاکستان کې موټرسایکلونه او سکوټرونه نه چلوي.

د ښځو د حقونو فعالین وایي، چې د WoW په څير کمپاینونهد دغه ټولنیزو نورمونو څخه د خلاصون لپاره زمینه برابروي.

د کمپاین بنسټ ایښودونکي او د صوفي فاونډیشن مشر سلمان صوفي له مخې، دا وروستی کمپاین وروسته له هغې پيل شو کله چې په ۲۰۱۶ کال کې په پنجاب کې په ورته ډول کمپاين ترسره شو، چې د دغه صوبې په پنځو لویو ښارونو لاهور، ملتان، سرګوده، راولپنډي او فیصل آباد کې ترسره شو.

هغه وویل، په پنجاب کې د ټيټې او منځنۍ درجې کورنیو ۵،۰۰۰ ښځو د موټرسایکل چلولو زده کړه وکړه.

'ښځینه مسافر هڅول'

صوفي وویل، اوس د سیند حکومت سره په همکارۍ او د جندر مساواتو او د ښځو د ځواکمنتیا لپاره د ملګرو ملتونو سازمان (د ملګرو ملتونو ښځې) او د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام په ملاتړ، صوفي فاونډېشن دغه پروژه سیند صوبې ته غځولې ده.

هغه وويل، کراچۍ د لومړي پړاو لپاره غوره شوې وه. هغه وویل چې په راتلونکې میاشت کې به دغه کمپاین د سیند صوبې د حیدرآباد، سکر او نوابشاه پشمول نورو ښارونو ته هم وغځیږي.

صوفي هغه ځورونې ته اشاره وکړه چې مسافرین ورسره مخ دي او ويې ويل، "په لویو ښارونو، لکه په کراچۍ کې د عامه ترانسپورت له لارې په تګ راتګ کې د ښځو ستونزې په پام کې نیولو سره، د WoW کمپاین به د ښځینه مسافرینو سره مرسته وکړي او هغوی به وهڅوي چې خپل موټر سایکلونه وچلوي."

د سیند د ښځو د پراختیا وزیرې سیده شهلا رضا، چې په دې مراسمو کې یې برخه اخیستې وه او د روزنې لپاره یې نوم لیکنه وکړه، وویل، "دا په حقیقت کې د سیند د ښځو لپاره يوه لویه ورځ ده."

هغې وویل، "اقتصادي پیاوړتیا په خوځښت پورې اړه لري، او دا ترټولو ارزانه لار وه چې موږ ښځو ته خوځښت ورکولی شو."

مرتضی وهاب صدیقي، چې د سیند صوبې د وزیراعلی مشاور دی او په دې پیښه کې یې برخه اخیستې وه، وویل، هغه ټولې ښځې چې روزنه بشپړه کړي، هغوی به بیا وړیا لايسنسونه ترلاسه کړي.

هغه وويل، صوبايي حکومت به د ډرايوينګ لایسنسونو په ټولو مرکزونو کې د اسانتیا مرکزونه پرانیزي چې ښځې په اسانۍ سره لايسنسونه ترلاسه کړي.

صدیقي وویل، دا کمپاین به ښځو ته د ځورونې پروړاندې ایپ ته د لاسرسي زمینه هم برابره کړي او د دوی سره به مرسته وکړي چې د پراخه مخابراتي کمپاین له لارې د پلارني نورمونو سره مقابله وکړي.

خېبر پښتونخواه ته غځول

هغه زیاته کړه چې دغه کمپاین به د ۲۰۲۰ کال په اوړي کې خېبر پښتونخواه ته ورسیږي. چارواکو د جنورۍ په مياشت کې د پېښور لپاره ورته ريلي هغه وخت لغوه کړه کله چې مختلفو مذهبي ډلو د دې پیښې پر ضد د احتجاج کولو ګواښ وکړو.

د پېښور د ښځو د حقونو ډلې زما ژوندون د دې لغوه شوي ريلي انتظام کوونکې وه.

لکا روخ، چې د يونيورسټۍ يوه زده کونکي ده او د WoW سره يې د روزنې لپاره نوم لیکنه کړې وه، وویل چې د هغې نوې مهارتونه به هغې ته توان ورکړي چې "هر هغه څه وکړي چې هغه يې غواړي."

روخ وویل، "دا به زموږ د کورنیو نارینه غړو باندې زموږ تکيه پای ته ورسوي او زموږ خوځښت به زيات کړي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ملګري ملتونه د امریکې يو ترهګریز سازمان دی، چې یوازې د مسلمانانو پر ضد کارول کیږي.

ځواب