زده کړه

په انځورونو کې: د خېبر پښتونخواه د معلوماتي ټيکنالوژۍ ځوان متخصصین د انتقادي فکر کولو مهارتونه رامنځته کوي

د دانش يوسفزۍ لخوا

اسد خان او واجد علي، چې دواړه په پېښور کې په ګورنمنټ شهید اعجاز هایي سکول کې د اتم جماعت زده کونکي دي، چې د نومبر په ۱۳ مه په دې تصوير کې ښودل شوي دي، د اي ای پي د برخې په توګه د فوټبال ګيم جوړ کړو. [دانش یوسفزۍ]

په پېښور کې په ګورنمنټ هایير سيکنډري سکول نوډیا پایان کې د اووم جماعت زده کونکي د نومبر په ۱۴ مه د کمپیوټر د بنيادي برخو په ټولګي کې ګډون کوي. [دانش یوسفزۍ]

په پېښور کې په ګورنمنټ هایير سيکنډري سکول نوډیا پایان کې د اووم جماعت زده کونکي د نومبر په ۱۴ مه د کمپیوټر د بنيادي برخو په ټولګي کې ګډون کوي. [دانش یوسفزۍ]

د سکول جينکو د نومبر په ۱۳ مه د پېښور په وزير باغ کې په ګورنمنټ ګرلز هایير سيکنډري سکول کې د کمپیوټر پروګرامونه جوړوي. [دانش یوسفزۍ]

د سکول جينکو د نومبر په ۱۳ مه د پېښور په وزير باغ کې په ګورنمنټ ګرلز هایير سيکنډري سکول کې د کمپیوټر پروګرامونه جوړوي. [دانش یوسفزۍ]

حسیب خان (ښي اړخ ته)، چې په پېښور کې په شهید شهزاد اعجاز هایي سکول کې د اتم جماعت زده کوونکی دی، د نومبر په ۱۴ مه په کمپیوټر باندې کار کوي. هغه وويل، که څه هم هغه د اي ای پي د پیل نه مخکې هیڅکله هم کمپیوټر ته لاس نه وو وروړی، "اوس زه کولی شم چې ویب پاڼې او د کمپیوټر ګيمونه جوړ کړم." [دانش یوسفزۍ]

یو زده کونکی خپل پروجيکټ، چې د "کيټ رن" په نامه ياديږي، د نومبر په ۱۳ مه په ګورنمنټ شهيد شهزاد اعجاز هایي سکول پېښور کې خپل ټولګي ته وړاندې کوي. [دانش یوسفزۍ]

یو زده کونکی خپل پروجيکټ، چې د "کيټ رن" په نامه ياديږي، د نومبر په ۱۳ مه په ګورنمنټ شهيد شهزاد اعجاز هایي سکول پېښور کې خپل ټولګي ته وړاندې کوي. [دانش یوسفزۍ]

د سکول جينکۍ د نومبر په ۱۴ مه په ګورنمنټ شهيد شهزاد اعجاز هایي سکول پیښور کې په يو ايپ باندې کار کوي. [دانش یوسفزۍ]

د سکول جينکۍ د نومبر په ۱۴ مه په ګورنمنټ شهيد شهزاد اعجاز هایي سکول پیښور کې په يو ايپ باندې کار کوي. [دانش یوسفزۍ]

د اووم جماعت زده کونکي وجیهه خان د نومبر په ۱۴ مه په پېښور کې په شهید شهزاد اعجاز هایي سکول کې د خپل کمپیوټر ګيم د کوډینګ وضاحت کوي. هغې په دوه میاشتو کې د كږو وږو لارو يو ګيم جوړ کړو. [دانش یوسفزی]

د اووم جماعت زده کونکي وجیهه خان د نومبر په ۱۴ مه په پېښور کې په شهید شهزاد اعجاز هایي سکول کې د خپل کمپیوټر ګيم د کوډینګ وضاحت کوي. هغې په دوه میاشتو کې د كږو وږو لارو يو ګيم جوړ کړو. [دانش یوسفزی]

په ګورنمنټ هایي سکول سفيد ډهيرۍ کې د شپږم جماعت زده کوونکي د نومبر په ۱۴ مه په يو ګيم باندې کار کوي. [دانش يوسفزۍ]

په ګورنمنټ هایي سکول سفيد ډهيرۍ کې د شپږم جماعت زده کوونکي د نومبر په ۱۴ مه په يو ګيم باندې کار کوي. [دانش يوسفزۍ]

پېښور -- په خېبر پښتونخواه کې ماشومان د معلوماتي ټیکنالوژۍ (آی ټي) نصاب له لارې د انتقادي فکر کولو مهارتونه زده کوي چې له دوی سره د افراطیت او تاوتریخوالي فعالیتونو نه په ډډه کولو کې مرسته کولی شي.

چارواکي وايي، په پاکستان کې د پرايمرۍ تعلیم نظام اکثر د بنيادي معلوماتو او مخابراتي ټیکنالوژۍ (آی سي ټي) او نورو برخو په ګډون، د ابتکار لپاره کليدي فاکتورونه له پامه غورځوي، کوم چې انتقادي فکر کولو او تخلیقي صلاحيت ته په وده ورکولو کې مرسته کوي.

د خېبرپښتونخواه حکومت په ۲۰۱۷ کال کې "د ګورنمنټ سکولونو د ماشومانو لپاره د کم عمر پروګرام (اي ای پي) او د معلوماتي ټکنالوژۍ ضروريات" پروګرامونه پيل کړل چې د ۶-۸ م جماعتونو زده کونکو لپاره د تخليقي فکر او ابتکار له لارې سولې ته وده ورکړي.

د اي ای پي روژې پروجيکټ منيجر ذيشان مظهر وویل، "د جنوري ۲۰۱۷ نه تر دسمبر ۲۰۱۷ کال پورې، د اي ای پي په لومړي پړاو کې، په ۱۳ ضلعو کې په ۵۷ ګورنمنټ سکولونو کې ۳،۰۰۰ زده کوونکو او د معلوماتي ټيکنالوژۍ ښوونکو ته د اي ای پي نصاب په اړه ټريننګ ورکړل شو."

محمد قادر، چې په پېښور کې په ګورنمنټ شهید اعجاز هایي سکول کې د معلوماتي ټیکنالوژۍ ښوونکی دی، د نومبر په ۱۳ مه د اي ای پي زده کونکو ته د ستونزې د حل په اړه درس ورکوي. [دانش یوسفزۍ]

محمد قادر، چې په پېښور کې په ګورنمنټ شهید اعجاز هایي سکول کې د معلوماتي ټیکنالوژۍ ښوونکی دی، د نومبر په ۱۳ مه د اي ای پي زده کونکو ته د ستونزې د حل په اړه درس ورکوي. [دانش یوسفزۍ]

هغه وويل، د پروجيکټ په دوهم پړاو کې، ۲۰۱۸-۲۰۱۹، دا نوښت د ۱۴ ضلعو ۳۰۰ ګورنمنټ سکولونو ته وغځول شو، چیرې چې د متعلقه سکولونو ۱۷،۰۰۰ زده کونکو او د معلوماتي ټیکنالوژۍ ښوونکو د اي ای پي نصاب په اړه روزنه ترلاسه کړه.

د ځوانانو لپاره پرمختللي مهارتونه

مظهر وویل، "د پراخه افراطیت د ختمولو او د پاکستان په شان په پرمختللي هیواد کې د سولې د ساتلو لپاره، ځوان نسل اړتیا لري چې دوی ته د بازار په مهمو پرمختللي او په لويه کچه غوښتل شويو مهارتونو لکه د کمپیوټر پروګرامونو کې روزنه ورکړل شي."

د اي ای پي پروجيکټ کوآرډينېټر محمد یوسف وویل، د اي ای پي نصاب د معلوماتي ټیکنالوژۍ متخصصینو او تعليمي ماهرينو په مشورې سره جوړ شوی وو.

پرمختللي نصاب زده کونکو ته توان ورکړی چې د موبايل فونونو ايپليکشنونه، انيمېشن او ګيمونه جوړ کړي.

يوسف وويل، "د اي ای پي زده کونکو يو تاريخي کار ترسره کړو کله چې دوی په ټول پاکستان کې د کمپیوټر پروجيکټ نمايش او مقابله (کومپيک) ۲۰۱۹، چې يوه کلنۍ پيښه ده او په اسلام آباد کې د کمپیوټر انجینرۍ نسټ [د ټیکنالوژۍ د علومو ملي يونيورسټي] څانګه يې کوربه توب کوي، کې د کم عمر پروګرام کټګورۍ کې لومړي درې ځايونه ترلاسه کړل.

هغه وویل، د اي ای پي زده کونکو هم په P@SHA [آی ټي او آی ټي اي ايس لپاره د پاکستان سافټ ویر مرکزونو اتحاديې] په آی سي ټي انعامونو ۲۰۱۹ کې د کوچنيو زده کوونکو په کټګورۍ کې لومړی او دوهم ځایونه وګټل، کوم چې د آی سي ټي غوره لوبغاړي ټاکي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دا د خېبر پښتونخواه حکومت واقعي حیرانونکی نوښت دی ... مهرباني وکړئ د تعليم د وزیرانو سره د دې مسلې په اړه خبرې وکړئ چې ضم شويو ضلعو ته دا پروژه وغځول شي

ځواب