مظاهرې

متحده ایالاتو د ایراني احتجاج کوونکو نه شاوخوا ۲۰،۰۰۰ پیغامونه ترلاسه کړل

پاکستان فارورډ او ای اېف پي

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو په ایران کې د احتجاجونو د تصوير ترڅنګ خبرې کوي، په داسې حال کې چې هغه د نومبر په ۲۶ مه په واشنګټن ډي سي کې د امریکې د بهرنیو چارو وزارت کې يو مطبوعاتي کانفرنس ترسره کوي. [ساول لویب/ای اېف پي]

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو په ایران کې د احتجاجونو د تصوير ترڅنګ خبرې کوي، په داسې حال کې چې هغه د نومبر په ۲۶ مه په واشنګټن ډي سي کې د امریکې د بهرنیو چارو وزارت کې يو مطبوعاتي کانفرنس ترسره کوي. [ساول لویب/ای اېف پي]

واشنګټن -- متحده ایالاتو د سه شنبې په ورځ (د نومبر په ۲۶ مه) وویل چې دې د ایران نه د احتجاجونو، د تصويرونو او ویډیوګانو په شمول، تقريباََ ۲۰،۰۰۰ پيغامونه ترلاسه کړي، وروسته له هغې چې له احتجاج کوونکو څخه يې وغوښتل چې په انټرنیټ باندې د بندیزونو مزاحمت وکړي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو څلور ورځې وروسته له هغې په سړکونو باندې د اور د تصويرونو مخې ته په سټيج باندې ودريدو کله چې هغه د ایرانیانو څخه د معلوماتو لیږلو غوښتنه وکړه چې متحده آيالات دغه سرغړونې په ډاګه کړي او مخه يې ونيسي.

پومپیو کوډ شوې غوښتنلیک ته په اشاره خبریالانو ته وویل، "موږ د پيغام رسونې د خدمتونو ټيلي ګرام له لارې د رژیم د سرغړونو په اړه نږدې ۲۰،۰۰۰ پیغامونه، ویډیوګانې، عکسونه، یادداشتونه ترلاسه کړي دي."

پومپيو وويل، "د ایران زړورو خلکو لپاره چې انکار کوي چې د واکمن رژیم د ۴۰ کلونو د سرغړونو خلاف غلي پاتې شي، زه په ساده ډول دا وایم چې: متحده ایالات تاسو اوري، موږ ستاسو ملاتړ کوو او ستاسو د خلکو او ستاسو د ستر قام لپاره د روښانه راتلونکي لپاره ستاسو په مبارزه کې به له تاسو سره ودریږو."

د پټرولو د بیې لوړولو حیرانوونکي پریکړې په ټول هیواد کې احتجاجونه رامنځته کړل.

تر دې دمه ۱۴۳ کسان وژل شوي دي

د بخښنې نړیوال سازمان د دوشنبې په ورځ (د نومبر په ۲۵ مه) وویل، د ۱۵ نومبر راهیسې، لږ ترلږه ۱۴۳ احتجاج کوونکي وژل شوي دي ځکه چې رژیم هڅه کوي چې له تاوتریخوالي سره احتجاجونه ختم کړي.

په داسې حال کې چې احتجاجونه د پټرولو د بيې د زياتيدو له کبله رامنځته شول، د ناکرارۍ کچه ژورې ریښې لرونکي اقتصادي ستونزې څرګندوي -- چې په قرضې کې اخته د بينک سکتور او په اقتصاد کې د پوځ پورې اړوند سازمانونو د پراخه او مبهم رول له کبله رامنځته شوي دي.

ډیر ایرانیان وايي چې دا رژیم په خپل هیواد کې د سرمايه کارۍ پرځای په سيمه کې د نيابتي جګړو ملاتړ کولو له لارې د خپلو خلکو اقتصادي ستونزې ډیروي.

د خلکو زياتره غصه د آی آر جي سي او د دولت پروړاندې ده چې د لګښتونو زياته برخه په بهر کې، په ځانګړې توګه په سوريه، عراق او يمن کې د آی آر جي سي د نيابتي جنګونو لپاره کارول کيږي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

..... ټول دروغ او دهوکه ده

ځواب