ټولنه

ښځې په لیاري کې د لوبو او سولې د نوښتونو سره سوله راولي

د ضياء الرحمان لخوا

جينکۍ د نومبر په ۳ مه د کراچۍ په لیاري سيمه کې فوټبال کوي. ښځې په لیاري کې د سولې د نوښتونو يوه برخه ده او د لوبو په ګڼ شمير پروګرامونو کې برخه اخلي. [ضياء الرحمان ]

جينکۍ د نومبر په ۳ مه د کراچۍ په لیاري سيمه کې فوټبال کوي. ښځې په لیاري کې د سولې د نوښتونو يوه برخه ده او د لوبو په ګڼ شمير پروګرامونو کې برخه اخلي. [ضياء الرحمان ]

کراچۍ -- د کراچۍ سيمې په لیاري کې، چې يو ځل د ډله ییزو فعالیتونو لپاره مشهوره وه، د مدني ټولنې فعالین او اوسیدونکي هڅه کوي چې د سولې په نوښتونو سره د دغه ځای د تاوتریخوالي حیثیت ختم کړي.

په دغه نوښتونو کې ښځې شاملې دي، چې د لوبو په ګڼ شمير پروګرامونو -- باکسینګ، فوټبال او سايکل چلولو -- کې يې برخه اخیستې ده، چې عموماََ دوی ته اجازه نه ورکړل کیږي چې د پاکستان په ټولنه کې لوبې وکړي.

لیاري، چې د کراچۍ يوه پخوانۍ سيمه ده، تر هغه وخته پورې د څو توکمیزو او کلتوري یووالي لپاره مشهوره وه کله چې جرمي ډلې دغه سیمې ته ورننوتل.

په کراچۍ کې میشت خبریال فراز خان، چې په ښار کې د تاوتریخوالي راپور ورکوي، وويل، په داسې حال کې چې په لیاري کې ډلې او ډله ییز تاوتريخوالی له ۱۹۶۰ عشرې راهيسې عام وو، د نن ورځې تاوتريخوالی له ۱۹۹۰ عشرې سره تړاو لري.

د لیاري د ځوانو ښځینه باکسرانو یوه ډله د اکتوبر په میاشت کې د تصوير لپاره پوز جوړوي. [ضیاء الرحمان]

د لیاري د ځوانو ښځینه باکسرانو یوه ډله د اکتوبر په میاشت کې د تصوير لپاره پوز جوړوي. [ضیاء الرحمان]

د اکتوبر په میاشت کې د لیاري ښځینه سايکل چلونکي په یوې مسابقه کې برخه اخلي. [ضیاء الرحمان]

د اکتوبر په میاشت کې د لیاري ښځینه سايکل چلونکي په یوې مسابقه کې برخه اخلي. [ضیاء الرحمان]

خان وویل، "د دغه ګڼ شمير ډلو لپاره د يو مرکز جوړيد وروسته، دا د هغه ډلو ترمنځ د تاوتریخجن اختلافاتو له کبله له ستونزو سره مخ شوي ده کوم چې غواړي چې په غيرقانوني بازارونو، د بهتې، غلا، مخدره توکو، د پيسو لپاره تښتونې او وژلو په ګډون، باندې کنټرول ترلاسه کړي."

که څه هم، په سپتمبر ۲۰۱۳ کال کې د تاوتریخوالي ډلو پروړاندې اود دغه ډلو د کمزوري کولو لپاره په ښار کې عملیات د کلیدي مشرانو په نښه کولو سره پيل شول.

د جینکو د لوبو نوښتونه

د سولې فعالین وایی، د لیاري ښځې د لسیزو راهیسې د ډله بیز تاوتریخوالي سره مخامخ شوي دي.

که څه هم، د جرمي ډلو پروړاندې د بریالیتوب مبارزې وروسته، اوس میرمنې د سولې په راوستلو او له جګړې وروسته په بيارغونې کې خپل رول لوبوي.

پروین ناز، چې ټولنيزه فعاله ده او د سپتمبر په مياشت کې يې د لیاري ادبياتو د جشن انتظام کړی وو، وويل، "په مختلفو لوبو -- لکه فوټبال او سايکل چلولو -- کې د جينکو وروستی زياتوالی د ښار په پخواني ښار کې د سولې په برقرار ساتلو کې د ښځو د رول برخه ده.

په دې غونډه کې په زرګونو ځایي اوسیدونکو، لیکوالانو، شاعرانو، پوهانو او د کتاب مینه والو ګډون وکړو.

هغې وویل، په مارچ ۲۰۱۴ کال کې د لیاري په جټپټ بازار کې په یوې ډله ییزې حمله کې ښځې او ماشومان ووژل شول، چې له دې امله خلکو د تاوتریخوالي پرضد کمپاین پیل کړو. "دې پیښې ټوله لیاري ولړزوله. اوسیدونکي ... د ډله ییز تاوتريخوالي پروړاندې ودریدل."

په لیاري کې د امنیت حالت ښه کیدلو نارینه او ښځینه دواړو ته فرصت ورکړی چې د لوبو په فعالیتونو کې برخه واخلي.

زلیخا داود، چې د لیاري یوه ځوانه سایکل چلونکي ده، اوس هم ويره لري کله چې هغه په خپله سيمه کې د تاوتریخوالي پیښې یادوي.

داوود وویل، "زياتره زده کونکي -- جينکۍ او هلکان دواړه -- د تاوتریخوالي له امله د سکولونو نه پاتې شول، او زموږ مور او پلار مجبوره شول چې موږ په خپلو کورونو کې دننه وساتي." هغې زیاته کړه، په لسګونو کورنۍ چې په لیاري کې نږدې اوسېدلې د تاوتريخوالي له کبله يې په عارضي توګه په ښار کې نورو خوندي ځایونو ته مهاجرت وکړو.

خو کله چې په لیاري کې امن شو، نو داود او نورو جينکو سايکل چلول پیل کړل. هغه اوس د سايکل چلولو نوښت پرمخ وړي.

هغې وویل، "په لیاري کې د لوبو په فعالیتونو کې د ښځو په برخه اخیستلو کې زیاتوالی راغلی دی، په ځانګړي توګه په سایکل چلولو کې." "دا نه یوازې د سولې په راوستلو کې مرسته کوي بلکې د دغه سيمې د تاوتریخوالي حیثیت هم ختموي."

د لیاري په کارکري فوټبال میدان کې، په لسګونو جينکۍ په منظم ډول فوټبال کوي. نږدې، ګڼ شمیر جينکۍ د باکسنګ کولو مشق کوي.

ثانیا بلوچ، چې د ۱۴ کالو ده او د باکسینګ زده کونکي ده، وويل، "ښه فعالیتونه زموږ د فکر پروسې باندې مثبت اثر کوي او زموږ سره مرسته کوي چې ستر خيالات ولرو." "موږ د پياوړتيا احساس لرو او لیاري د ویاړ وړ سيمه جوړوو."

د ښځو د وضعیت په اړه د سیند کمیشن مشرې نزهت شیرین وویل، "دا جينکۍ دومره زړورې دي چې د فوټبال د لوبغاړي فرسوده انځور ته چیلینج ورکوي."

شیرین وویل، "دوی دا پیغام ورکوي چې ښځې نه یوازې د سولې په راوستلو کې رول لوبولی شي بلکې د دوی په پرمختګ او په ځان پیاوړي کیدو کې د خنډونو په لرې کولو کې هم رول لوبولی شي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500