ټولنه

د پېښور لومړۍ سينما د فلم صنعت بيرته راژوندي کولو هڅه کوي

د عديل سعيد لخوا

د نومبر په ۱۸ مه د پېښور ناز سينما مخې ته يو بينر د تري ډي فلمونو د راتګ په اړه اعلان کوي. [عدیل سعید]

د نومبر په ۱۸ مه د پېښور ناز سينما مخې ته يو بينر د تري ډي فلمونو د راتګ په اړه اعلان کوي. [عدیل سعید]

پېښور -- په پېښور کې د فلمونو مينه وال په ښار کې د لومړۍ سینې پلیکس فلم تهيټر لپاره چمتووالی نیسي، کوم چې د یوې عشرې اوږدې مودې ترهګرۍ وروسته د سولې د راستنیدو په حال کې بيا پرانيستل شوې.

د پېښور ناز سینما به د نورمال تهيټر نه په سينې پليکس کې بدله شي او تري ډي فلمونه به وړاندې کړي. تمه کیږي چې تهيټر به په دسمبر کې پرانیستل شي.

جواد رضا، چې د ناز سينما مالک دی، وويل، "د سینما صنعت به د دې نوې ټکنالوژۍ په معرفي کولو سره د ژوندي کیدو په لور وي، چې دا به نه یوازې د فلمونو مينه والو هيلې پوره کړي چې د نوي ټکنالوژۍ سره فلمونه وګوري بلکې د هغوی د کورنیو لپاره به یو خوندور چاپيريال هم چمتو کړي."

د رضا په وینا، د تهيټر د ښه کولو پریکړه له دې اميد سره وشوه چې د نوي ټکنالوژۍ او غوره چاپیریال سره زيات پیرودونکي راجلب کړي.

مزدوران د نومبر په ۱۸ مه د ناز سینما مرمت کوي. [عدیل سعید]

مزدوران د نومبر په ۱۸ مه د ناز سینما مرمت کوي. [عدیل سعید]

مزدوران د نومبر په ۱۸ مه د ناز سینما په بیارغونه کې لیدل کیدی شي. [عدیل سعید]

مزدوران د نومبر په ۱۸ مه د ناز سینما په بیارغونه کې لیدل کیدی شي. [عدیل سعید]

هغه زیاته کړه چې په پورتنۍ ګالري کې ځانګړي برخې او په اصلي لاونج کې په بکسونو کې برخې به د کورنیو لپاره خوندي شي چې هغوی ته د خوندیتوب او آزادۍ احساس چمتو کړي.

هغه وویل، د "ناز سینما" موبايل ايپ به پیرودونکو ته توان ورکړي چې آنلاین سیټونه بوک کړي.

هغه زیاته کړه چې د امنیت لپاره سینما تقريباََ ۳۲ پټې کیمرې نصبوي او خصوصي ساتونکي استخداموي چې شپه او ورځ به کار کوي.

رضا وویل، په پاکستان او په ځانګړي توګه په خېبر پښتونخواه کې د سینما صنعت د مختلفو لاملونو لکه د آنلاین سټريمنګ، ډي وي ډي فلمونو، کیبل شبکو او د لوړ- پیژنداوي تلویزیون او همدارنګه د وسله والو بریدونو له امله کمزوری شوی دی.

هغه وویل، که څه هم، د لوی پردې لپاره ليوالتيا اوس هم په خلکو کې شتون لري او د فلم په صنعت کې د عصريتوب معرفي کولو او د امنیت اندیښنو لرې کولو سره نوي کیدی شي.

هغه وویل، په خېبرپښتونخواه کې ډیر فلم کتونکي اسلام اباد ته ځي چې خپل فلمونه د سیني پلیکس په تهيټرو کې وګوري.

رضا وویل چې هغه تمه لري چې د ناز سینما بدلون به ګټور وي او د تفريح په راژوندي کولو کې به مرسته وکړي.

د خېبر پښتونخواه د کلتوري ژورنالیستانو فورم مشر احتشام طورو وویل، "دا پریکړه ډیره ښه ده او زموږ د سیمې سینما په هغه صنعت کې به خورا مثبت بدلون راولي، کوم چې د افراطيانو لخوا د تفریحي ځایونو په نښه کولو له امله مخ په کمیدو دی."

هغه وویل، د فلم ښولو معیارونو ته وده ورکول به ډیر پیرودونکي راجلب کړي او د صنعت په راژوندي کیدو کې به مرسته وکړي. هغه زیاته کړه چې امنیتي اندیښنو او کمزوري سینماګانو د لیدونکو په شمير کې کمی راوستی دی.

طورو وویل، په فبروري ۲۰۱۴ کال کې په يو لړ بمي چاودنو کې، چې په پېښور کې يې دوه سینما ګانې په نښه کړي وې، ۲۰ کسان مړه شول او ۵۴ نور ټپیان شول، چې د لیدونکو شمیر یې خورا کم کړو.

هغه زیاته کړه، "په پېښور کې د سینې پلیکس معرفي کیدو د فلمي صنعت د پخواني وياړ بيرته راوستلو په اړه هیلې رامنځته کړي کله چې کورنۍ به په ځانګړې توګه د هفتې په وروستۍ ورځ سینماګانو ته راتلې او خوند به يې اخيستو."

یو تاریخي تهيټر

ابراهیم ضیاء، چې يو تاريخ پوه او "د پیښور اداکاران" لیکوال دی، وويل، "ناز سینما په ۱۹۴۲ کال کې د پېښور د يو سک اوسیدونکي لخوا د ښار اوسیدونکو ته د تفریح مرکز چمتو کولو په خاطر جوړه شوې وه."

ضیاء وویل، ناز سینما، چې مخکې د روز سینما په نوم پیژندل کیده، د تفريح په برخه کې اوږد تاریخ لري او د اداکارۍ او هنر صنعت ته په وده ورکولو کې يې مهم رول لوبولی.

د ضياء له مخې، محمد جان، چې د رضا نيکه دی، په ۱۹۴۷ کې سينما اخيستې وه، کله چې پاکستان جوړ شو. رضا د سینما صنعت په راژوندي کولو کې اوس هم فعال رول لوبوي، چې د اورپکۍ او ترهګرۍ په دوران کې یې سخت وختونه ليدلې دي.

رحیم، چې په پيښور کې د ۱۲م جماعت زده کونکی دی، وويل، "ما د خپلو مشرانو نه اوريدلې وو چې دوی به د خپلو کورنیو سره د فلمونو لیدو لپاره تلل، خو اوس دا زموږ لپاره وخت دی چې د خپلو والدېنو او د تره زامنو سره په لویو سکرینونو باندې د لوړ اواز سره د خپلې خوښې فلمونه وګورو."

رحیم وویل په داسې حال کې چې هغه د فلم مينه وال دی، د هغه مور او پلار د امنیتي اندیښنو له امله هغه په لوی سکرين باندې د فلمونو کتلو نه منع کوي.

هغه وویل چې د ښه امنیت سره د سینې پلیکس جوړول به هغه ته فرصت ورکړي چې خپله خواهش پوره کړي او په سینما کې د فلم د کتلو نه خوند واخلي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500