جرم او انصاف

بهته اخيستل او هدفي وژل په باجوړ کې د ترهګرۍ خطر رامنځته کوي

د غلام دستګير لخوا

يو امنیتي افسر د اکتوبر په ۲۴ مه د باجوړ ضلعې خار ته د ننوتلو په ځای کې د موټر تلاشي کوي. [غلام دستګیر]

يو امنیتي افسر د اکتوبر په ۲۴ مه د باجوړ ضلعې خار ته د ننوتلو په ځای کې د موټر تلاشي کوي. [غلام دستګیر]

خار، باجوړ -- په باجوړ ضلعه کې د ځایي سیاسي مشر وژلو او د بهتي اخيستلو هڅو د ترهګرو د احتمالي بیرته راستنیدو په ځایي خلکو کې اندیښنې راپورته کړي دي.

مفتي سلطان محمد، چې د جمعیت علماء اسلام (فضل) ځايي مشر دی، د اکتوبر په ۲۸ مه په بادان کې په ډزو ووژل شو.

په محمد باندې بريد هغه وخت وشو کله چې هغه د سهار يو نږدې جومات ته روان وو. د ډان ورځپاڼې په وینا، چارواکو هغه د پېښور ګډ پوځي هسپتال (سي ايم ايچ) ته ولیږدولو، چیرې چې هغه دغه شپه د زخمونو له کبله مړ شو.

داعش د دې وژنې مسؤلیت پر غاړه اخيستی دی. چارواکي اوس هم تحقیقات کوي."

یو امنیتي افسر د اکتوبر په ۲۴ مه په باجوړ ضلعه کې چمتو ولاړ دی. [غلام دستګیر]

یو امنیتي افسر د اکتوبر په ۲۴ مه په باجوړ ضلعه کې چمتو ولاړ دی. [غلام دستګیر]

د باجوړ په خار کې د مرکزي سړک تر څنګ يو بیل بورډ په دې تصوير کې چې د اکتوبر په ۲۴ مه اخيستل شوې دی له ښاریانو څخه غوښتنه کوي چې د ترهګرو په اړه معلومات چمتو کړي. [غلام دستګیر]

د باجوړ په خار کې د مرکزي سړک تر څنګ يو بیل بورډ په دې تصوير کې چې د اکتوبر په ۲۴ مه اخيستل شوې دی له ښاریانو څخه غوښتنه کوي چې د ترهګرو په اړه معلومات چمتو کړي. [غلام دستګیر]

ځایي خلک وایي چې په تیرو دریو میاشتو کې سیاستدانان او سوداګران د هدفي وژنو، بمي چاودنو، بهتې اخيستلو او ګواښونکي تلیفونونو قربانيان جوړ شوي دي.

د اکتوبر په ۱۶ مه، میاں ګل جان، چې د پاکستان پیپلز پارټۍ د باجوړ څانګې نايب صدر وو، په خار کې په ډزو ووژل شو.

په ورته ډول، د عوامي نیشنل پارټۍ (ای اين پي) نايب صدر اکرام الله مشواني د سپتمبر په وروستیو کې په رغګان سیمه کې وتښتول شو. امنیتي ادارو نهه ورځې وروسته په نږدې غرونو کې هغه وژغورو.

د باجوړ د سوداګرۍ او صنایعو خونو باني صدر حاجي لالي شاه وویل، "د هغه سوداګرو د کورونو نه بهر د هدفي وژنو، د بهتې اخيستلو کالونو او چاودنې کيسونه مخ په زیاتیدو دي کوم چې د بهتې ورکولو نه انکار کوي."

هغه وويل، "زموږ سوداګر د ورځ په ورځ خرابیدونکي د قانون او نظم له خراب وضعیت څخه ډیره ویره لري." هغه زیاته کړه چې هغه خپل امنیت ټینګ کړی او په ماښام کې د بهر وتلو نه ډډه کوي."

شاه وویل، "په سوداګرو کې د سختې ویرې چاپیریال شتون لري، له همدې امله هیڅ څوک چمتو نه دي چې د خپل مصيبت په اړه خبرې وکړي ځکه چې دا هغوی د مرتکبینو د قهر سره مخامخ کولی شي."

مرتکبين نامعلوم دي

د هغه کسانو شناخت معلوم نه دی کومو چې په دې وروستيو پیښو کې لاس لرلو.

ځایی سیاسي مشرانو او سوداګرو پولې ته د باړ له امله د افغان طالبانو او تحریک طالبان پاکستان د غړو د نفوذ احتمال رد کړو خو په کیټ کوټ، عمرې، نختر او دمادولا سیمو او نورو ځايونو کې یې د وسله والو ځايونو د شتون اعتراف وکړو.

د ټي ټي پي د باجوړ څانګې لخوا په یو خپاره شوي لیک کې غوښتنه شوې چې د کمانګره اوسیدونکي، د کرومایټ ماین چلوونکي، قومي مشران او د ځمکې مالکان دې په ماينونو کې کار ودروي او بهته ورکړي، "ګنې، دوی به پخپله دوی ته د رسیدلي زیان لپاره مسؤل وي."

د لويو سياسي پارټو ضلعي څانګو د اکتوبر په ۲۳ مه د دغه ليک او قانون او نظم وضيعت په اړه يوه غونډه وکړه.

په ګډون کونکو کې د ای اين پي، پیپلز پارټۍ، پاکستان مسلم لیګ نواز، جې يو آی ايف، جماعت اسلامي، قومي وطن پارټۍ او د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ ځايي مشران شامل وو.

د شهبازالدین خان په وینا، د باجوړ څخه د پارلمان پخواني غړي شهاب الدین خان وویل، د خېبر پښتونخواه سره د فاټا د وروستي انضمام انتظامي ستونزې وضعیت ته د ورو غبرګون ښودلو مسؤل کیدی شي.

هغه د استعمار د دور قوانینو، چې مخکې په دغه سيمه کې عملي وو، ته په اشاره سره وول، "د سرحد جرمونو مقرراتو د له منځه وړلو او د منظمو قوانینو کارولو تر منځ انتقالي دور په باجوړ کې د زياتيدونکي ترهګرۍ پیښې تر شا اصلي لامل کيدی شي."

هغه وویل، منظم قوانین او ادارې لکه د پولیسو مرکزونه او عدالتونه په باجوړ کې لا اوس جوړيږي.

خان وویل، "اوس مهال، موږ په ټوله ضلعه کې دوه پولیس مرکزونه لرو، چې د چارسدې او کوز دیر ضلعو سره پولې لري."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500