پېښور -- جوار، چې په دوديز ډول په ګرمو شګو کې دننه پخيږي، د پاکستانیو په ځانګړي توګه په ژمي کې غوره خوراک دی.
د هر عمر پیرودونکي ليدل کيږي چې د سړک غاړې هغه پلورونکو ته راټول شوي دي چې تازه پخ شوي جوار وړاندې کوي، چې مالګه او سور مرچکې پرې اچول شوی وي.
پلورونکي د جوارو پخولو لپاره د بهټو ګرمه شګه استعمالوي.
د پېښور په شيخ آباد سيمه کې د يوې بهټۍ مالک مزمل خان وويل، هره ورځ شاوخوا د ۲۰ نه تر ۲۵ پورې لاسي ګاډۍ د هرې بهټۍ نه بهر ولاړې وي.
![په پېښور کې د سړک غاړې پلورونکی د اکتوبر په ۳۱ مه خپله ګاډۍ د جوارو د وږو نه ډکوي. [عدیل سعید]](/cnmi_pf/images/2019/11/05/20680-c1-585_329.jpg)
په پېښور کې د سړک غاړې پلورونکی د اکتوبر په ۳۱ مه خپله ګاډۍ د جوارو د وږو نه ډکوي. [عدیل سعید]
خان وویل، "موږ د ګرمې شګې لپاره د هرې لاسي ګاډۍ نه ۵۰۰ روپۍ (۳.۲۱ ډالره) اخلو چې دوی ته د جوارو د پخولو لپاره پکار وي."
د پېښور يو پلورونکي محمد حسین وویل، "زما وږي خوښ دي ځکه چې دا نه یوازې لږ قیمت لري بلکې د روغتيا لپاره هم ښه دي."
د حسین په وینا، تازه پخ شوي جوار د ژمي د يخنۍ په کمولو کې مرسته کوي.
هغه وويل، یو وږی، چې په شګو کې پخ شوی وي او یا په اوبو کې خوټيدلې وي، نږدې تقريباََ ۲۰-۳۰ روپۍ (۰.۱۳-۰.۱۹ ډالره) لګښت لري، کوم چې په بازار کې د نورو خوراکي توکو په پرتله نسبتاََ ارزان دی.
محمد ساجد، چې د خېبر پښتونخواه د زراعتو په ډیپارټمنټ کې د بوټو د خونديتوب افسر دی، وويل، "جوار په پاکستان کې د غنمو، پنبې او وريجو نه وروسته څلورم مشهور فصل دی."
په خېبرپښتونخواه کې، "د خپل شهرت او د ډيرو غوښتنو له امله، دا د غنمو وروسته دوهم فصل دی چې په پراخه کچه کرل کيږي."
په پاکستان کې د جوارو د کښت سيمه د يو ملیونه ايکړه نه زياته ده چې د ۳.۵ مليونو پورې کلنی پيدوار لري. ساجد وویل، خېبرپښتونخواه د پاکستان د جوارو په پيداور کې ۵۷٪ برخه لري.
فريد خان، چې د لاسي ګاډۍ مالک دی او په پېښور کې د سکولونو، کالجونو او پارکونو مخې ته جوار خرڅوي، وويل، په سلګونو کسان په شګه کې وريت شويو جوارو خرڅولو کاروبار سره تړاو لري."
هغه وویل چې د جوارو خرڅول د يوې عشرې مودې د اورپکۍ او ترهګرۍ وروسته په دې صوبه کې د سولې په بحاليدو سره زيات شوی دی.
فرید زیاته کړه چې پخوا به خلکو پارکونو او تفریحي ځایونو لکه سینماګانو ته د تلو نه ډډه کوله ځکه چې دوی به د چاودنو ویره لرله.
هغه وويل، اوس، پیرودونکي ورته ځايونو ته مخه کوي او سوداګرۍ ته وده ورکوي.
د خېبر پښتونخواه د ټولې صوبې اقتصاد بيرته راژوندې کولو لپاره، چې زياتره برخه یې د ترهګرۍ او اورپکۍ له امله ویجاړه شوې وه، د شنونکو د وروستۍ غونډې تمرکز وو چې د اکتوبر په مياشت کې يو ځای شوي وو.