امنیت

ایران د غنی شويو یورانیمو په تولید کې د ډير زیاتوالي اعلان وکړ

پاکستان فارورډ او ای اېف پي

د ایران د پوځ افسران د اکتوبر په ۳۰ مه په ایران کې د فراغت په یوې غونډه کې په لین ولاړ دي. [د ایران دفاع وزارت]

د ایران د پوځ افسران د اکتوبر په ۳۰ مه په ایران کې د فراغت په یوې غونډه کې په لین ولاړ دي. [د ایران دفاع وزارت]

تهران - ايران د ۲۰۱۵ ایټمي تړون لاندې له تعهدونو څخه د یو سلسله سرغړونو وروسته د ګل په ورځ (د نومبر په ۴ مه)د بډایه شويو یورانیم تولید کې د لس چنده زیاتوالی اعلان وکړو.

د ایران د ایټمي انرجۍ سازمان ډايريکټر علي اکبر صالحي وویل، ایران دوه نوي پرمختللي سنټرفیوجونه جوړ کړي، چې یو یې تر امتحانولو لاندې دی.

صالحي په مرکزي ايران کې په نطنز مرکز کې په يو سرکاري تلویزیون باندې په خپور شویو بيانونو کې خبریالانو ته وویل، د غني شوي یورانیم تولید هره ورځ ۵ کلوګرام ته رسېدلی دی.

د دې په مقایسه، دا دوه میاشتې مخکې د ۴۵۰ ګرامو په کچه کې وو کله چې دې د ۲۰۱۵ اټومي تړون لاندې یو لړ تعهدات پریښودل.

تهران د می په میاشت کې فیصله وکړه چې د قرارداد له مخې ځینې تعهدات وځنډوي.

د یورانیم تولید ډیرول

د جولای په اول تاریخ، ایران وویل چې د غني شويو یورانیم ذخیره یې د تړون له مخې د ټاکل شوي ۳۰۰ کلو ګرام نه زیاته کړې ده، او یوه هفته وروسته یې اعلان وکړو چې د یورانیم ذخیره یې د ٪۳.۶۷ حد نه زياته کړې ده.

دغه ملک د سپتمبر په ۷ مه د خپل غني شوي یورانیم ذخیرې د زياتولو لپاره پرمختللي سینټرفیجونه استعمال کړل.

صالحي وویل، ایراني انجینرانو "په بریالیتوب سره د آی آر-۹ یوه نمونه جوړه کړې ده، چې زموږ نوی ماشین دی، او همدارنګه دا د نوي مشين نوي نمونه ده چې د آی آر-ايس په نامه ياديږي... دا ټول په دوه میاشتو کې."

هغه زیاته کړه چې ایران د اټومي تړون لاندې تصویب شوی ټول آی آر-۲ سنټرفیوجونه لرې کړي او یوازې پرمختللي ماشینونه کاروي، چې په نتيجه کې د بډايو شويو یورانیم په تولید کې لوړ زیاتوالي رامنځته کوي.

د جولای په میاشت کې د خلیج په سیمه کې تاوتریخوالي هغه مهال زور واخیستو کله چې د متحده ایالاتو سمندري ځواکونو د هرمز د تنګي په دروازه کې د ايران يو بې پيلوټه الوتکه وروسته له هغې تباه کړه کله چې دې د امریکې سمندري بېړۍ ته ګواښ وکړو او د ایران د اسلامي انقلاب ګارد عسکرو (آی آر جي سي) د برتانیې د تیلو ټانکر ونیولو.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500