تروريزم

د خیبرپښتونخوا د دوکانونو مالکان د ضرب عضب عملیاتو په دوران کې د زیانونو لپاره د معاوضې ستاینه کوي

د اشفاق يوسفزي رپورټ

په شمالي وزیرستان کې نوی جوړ شوی بازار د اکتوبر په اوله نیټه په دې تصوير کې لیدل کیدی شي. [د خیبرپښتونخوا د مرستې، بیارغونې او جوړونې اداره]

په شمالي وزیرستان کې نوی جوړ شوی بازار د اکتوبر په اوله نیټه په دې تصوير کې لیدل کیدی شي. [د خیبرپښتونخوا د مرستې، بیارغونې او جوړونې اداره]

پېښور -- د شمالي وزیرستان په ضلعه کې سوداګر د خیبر پښتونخواه حکومت د هڅو ستاينه کوي چې چې دوی ته وروسته له هغې معاوضه ورکړي کله چې په ۲۰۱۴ کال کې دغه سيمه د ترهګرو نه د پاکولو په پوځي کمپاین کې د دوی دوکانونه ويجاړ شول.

په سپتمبر کې، د خیبرپختونخوا حکومت مجموعي ۲.۹۲ ميليارده (۱۸.۶ مليونه ډالره) منظور کړې چې سوداګرو ته معاوضه ورکړي او په ضرب عضب عملیاتو کې، چې د پاکستان پوځ په جون ۲۰۱۴ کال کې پيل کړي ول، ويجاړ شوي دوکانونه جوړ کړي.

د معاوضې ورکولو پلان به هغه ۳۴۲ مالکانو ته ګټه ورسوي چې دوکانونه يې په میرانشاه بازار کې ویجاړ شوي ول. هر دوکاندار به ‌ ۳۰۰،۰۰۰ روپۍ (۱،۹۱۵ ډالره) ترلاسه کړي.

ډان ورځپاڼې راپور ورکړو چې په مجموعي توګه په دغه معاوضه کې په بازار کې د دوکانونو د بيرته جوړولو لپاره د ملکیت د ځینې برخې اخیستلو لګښت شامل دی.

هارون شاه، چې په ۲۰۱۴ کال کې يې خپله هټۍ له لاسه ورکړې وه، وویل، "دا زياته د ستاینې وړ ده چې حکومت زمونږ لپاره د معاوضې منظورولو له لارې د ترهګرۍ پروړاندې زموږ قربانۍ منلي دي."

هغه وويل، "دا به د سولې ساتلو په لور زموږ هوډ نور هم پیاوړی کړي."

شاه، چې ۲۵ کالو عمر لري او د میرانشاه ښار اوسېدونکی دی، وویل، "نه یوازې [معاوضه] د هټیو مالکان خوشاله کړل، بلکې دا به د سیمې اوسیدونکو لپاره په خپله سیمه کې د ښه توکو موندل اسان کړي."

جاوید خان، چې د میوو یو سوداګر دی او په اپریشړ کې د خپل دوکان له لاسه ورکولو راهيسې د بنو ضلعې ته نژدې محصولات خرڅوي، وويل، د دوکانونو مالکانو حوصله افزايي ترلاسه کړې چې د معاوضې د وړاندیز له امله خپلې سوداګرۍ بیا پیل کړي.

هغه وويل، "دې کار موږ له مونږ سره ډيره مرسته کړې ځکه چې اوس به موږ توان ولرو چې خپلې سوداګرۍ په هماغه ځای کې پیل کړو چیرې چې موږ په ۲۰۱۴ کال کې ودرولی وې. موږ دې ته لیواله یو چې هلته خپل کاروبار بيرته پیل کړو."

ډان د رسمي سرچینو په حواله راپور ورکړو چې د خیبر پښتونخوا د مرستې، بیارغونې او جوړونې څانګې په دې وروستیو کې د شمالي وزیرستان په ضلعه کې د ګړندي تطبیق پروګرام لاندې په دې مالي کال کې د معاوضې منظوري ورکړه.

یو چارواکي ډان ورځپاڼې ته وویل، "متعلقه ډپټي کميشنر به وروسته له هغې متاثره خلکو ته حد بندۍ له مخې معاوضه ورکړي کله چې د مالې چارو ډپارټمنټ پيسې ورکړي."

په بازار کې د هټیو بیارغونې ستر پلان په دوو مرحلو مشتمل دی. په لومړي پړاو کې، کارګرانو بلاکونه جوړ کړي چې په ۴۲ پلازو مشتمل دي، چې ټولټال شاوخوا ۹۰۰ دوکانونه لري.

ورځپاڼې راپور ورکړو چې د خیبر پښتونخواه د کابینې يوه خاص کمیټي د میرانشاه او میرعلي بازارونو کې د سامانونو، چې د دوکانونو مالکانو لاسه ورکړې ول، او د خراب شويو پټرول پمپونو لپاره د نورې معاوضې په اړه بحث کوي. سرچینه زیاتوي چې د دغه پلان تصویب به د ۸،۰۰۰ نه زياتو کورنیو ته ګټه ورسوي.

کاروبار بيا پيلول

د میرانشاه بازار سيکريټري نور جمال وویل، د معاوضې ورکولو پلان به موږ ته اقتصادي وده راکړي او هټیوال به وکولی شي چې په سیمه کې خپل کاروبار له سره پيل کړي. ډیر اوسیدونکي چې د جنګ له امله د سیمې نه تښتیدلي وو بيرته ستانه کيږي.

هغه وویل، ډیرو مالکانو چې د پوځ د عملیاتو وروسته يې خپل کاروبارونه نورو ښارونو ته منتقل کړي ول بیرته به نويو دوکانونو ته راشي او په خپلو سیمو کې به خپلې سوداګرۍ بیرته پیل کړي.

هغه زياته کړه، "د خپلې سیمې نه بهر ژوند کول، موږ د کورونو او دوکانونو د کرایۍ لپاره ډیرې پیسې ورکوو، خو په کور کې د سوداګرۍ وړتیا دا معنا لري چې موږ به په خپلو کورونو کې ژوند وکړو او په خپلو هټیو کې به سودګري وکړو، چې یوه لويه ګټه ده."

په پيښور کې د امنيتي چارو تجزیه نګار بريګيډير (ريټايرډ) محمود شاه وويل، د معاوضې ورکولو پلان سم اقدام دی او په مناسب وخت اخيسل شوې دی.

هغه وويل، "لکه څنګه چې حکومت پخوانۍ فاټا د خیبرپښتونخوا سره ضم کړې ده، دا یو سم اقدام دی چې دغه سیمه په قامي بهير کې د شاملولو د یوې برخې په توګه له سوداګرو سره مرسته وکړي."

شاه وویل، ځایی خلکو د سولې لپاره پراخې قربانۍ ورکړې، ځکه چې دوی د اپریشن په دوران کې د امنیتي ځواکونو تر څنګ ولاړ وو چې دغه سيمه د تندلارو جنګیالیو نه پاکه کړي، او اوس د دوی وار راغلې چې د دغه مصیبت لپاره هغوی ته معاوضه ورکړل شي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500