تروريزم

په ټیلیګرام د 'مرتدانو' په هکله شخړې د داعش د خراسان څانګې تر منځ ډېرېدونکي درزونه په ګوته کوي

د سلیمان راپور

د داعش له خوا په ټیلیګرام خپور شوی یو عکس د یادې ډلې د جنګیالیو یو ګروپ په داسې حال کې ښیي چې په یوه سمارټ فون باندې راچاپېر دي. [آرشیف]

د داعش له خوا په ټیلیګرام خپور شوی یو عکس د یادې ډلې د جنګیالیو یو ګروپ په داسې حال کې ښیي چې په یوه سمارټ فون باندې راچاپېر دي. [آرشیف]

کابل -- د سلام ټایمز لخوا په ټیلیګرام د لیدل شوې یوې چټ محاورې له مخې، په افغانستان کې د داعش غړي په ټولنیزو رسنیو کې په ډېرېدونکي ډول په دې هکله اختلاف لري چې هغوی څوک مشرکان بولي.

دغه پیغامونه چې د وږي له ۲۹مې راهیسې پوسټ شوي دي په دې هکله اختلافات ښیي چې آیا د اورپکو نور ګروپونه -- په دې قضیه کې، تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) -- مرتد دي.

تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د ۱۳۸۶ د لیندۍ په میاشت کې د هغه له جوړېدو راهیسې،‌ له افغان طالبانو او القاعدې سره چې دواړه د داعش سیالان دي، اړیکې لرلې دي.دواړه لوري د پلویانو د جذبولو لپاره سره سیالي، او وخت په وخت نښتې کوي.

د ۱۳۹۷ د لړم په میاشت کې، تحریک طالبان پاکستان د عملیاتو یو ۱۲ مخیز لارښود خپور کړ چې په یوه برخه کې یې د داعش د خراسان څانګې غړي مرتد بللي وو.

د داعش غړي د تېر لړم په میاشت کې په افغانستان کې د طالبانو په سنګرونو باندې بریدونه کوي. د داعش ډېر غړي د تحریک طالبان پاکستان پخواني غړي دي. [آرشیف]

د داعش غړي د تېر لړم په میاشت کې په افغانستان کې د طالبانو په سنګرونو باندې بریدونه کوي. د داعش ډېر غړي د تحریک طالبان پاکستان پخواني غړي دي. [آرشیف]

په وروستۍ چټ محاوره کې، د داعش غړي په دې هکله سره استدلال کوي چې آیا د تحریک طالبان پاکستان غړي مرتد دي.‌

د شخړې د هوارولو لپاره، د داعش د خراسان څانګې په یوه چینل د "محمد بن قاسم" په نامه یوه کاروونکي وروسته یوه لیکنه خپره کړه او پلویانو ته یې خبرداری ورکړ چې د تحریک طالبان پاکستان غړي په حقیقت کې مرتد دي.

په لیکنه کې پوښتنه شوې، "د پاکستان مرتد طالبان ... [د داعش] معززو مجاهدینو ته مشرکان او خوارج وایي، نو د افغان طالبانو او هغوی [تحریک طالبان پاکستان] تر منځ فرق څه دی؟"

"زه [د داعش] له غړو څخه غواړم چې خپل اصلي هدفونه هېر نه کړي، او دغو منافقانو ته اجازه مه ورکوئ چې ستاسو په زړونو کې شکونه راوټوکوي -- چې خدای مه کړه -- تاسو بې لارې کړي."

لیکنه حکم کوي چې، "یوازنی هغه شی چې تاسو یې باید وکړئ دا دی چې دا چینلونه پرېږدئ. نور مسلمانان له داسې پلانونو څخه خبر کړئ، او د هغوی له خوا د راولاړو شویو موضوعاتو په هکله هېڅکله هم بحث مه کوئ."

همدارنګه، د ټیلیګرام په ګروپونو کې د داعش د خراسان څانګې کارنان په منظمه توګه په دغو چینلونو او ګروپونو کې د "جاسوسانو" د موجودیت په هکله خبرې کوي او دا حقیقت څرګندوي چې د داعش د رسنیو مدیران په دې برخه کې له ستونزو سره مخامخ دي چې په چا باندې اعتماد وکړي.

د داعش په خراسان څانګه کې درزونه

په کابل کې د سیاسي چارو یوه تحلیلګر امین الله شارق وویل، "د داعش مشران هڅه کوي چې خپل غړي سره یوځای وساتي او وښیي چې هغوی ټول سره متحد دي، خو د مشرکانو په توګه د پاکستاني طالبانو د اعلامولو په هکله د هغوی متناقض نظریات او د اسلام په هکله د هغوی بېلابېل تفسیرونه ښیي چې د داعش د جنګیالیو تر منځ داخلي درزونه جوړ شوي دي."

د داعش مشر ابوبکر البغدادي د لړم په ۵مه په سوریه کې د متحده ایالاتو په ځانګړیو عملیاتو کې ووژل شو.

شارق وویل، "دا چې هغوی یو بل ته د مشرکانو خطاب کوي، دا ښیي چې په یاده ډله کې دښمنۍ جوړې شوي دي. سربېره پر دې، ښایي چې په هوایي او ځمکنیو عملیاتو کې ډېرښت د داعش د جنګیالیو تر منځ درزونه پراخ کړي وي."

په کابل کې د سیاسي چارو یوه تحلیلګر اکبرجان پولاد وویل، "ځینې راپورونه او مدرکونه ښیي چې یو شمېر افغانان چې له داعش سره یې بیعت اعلان کړی وو د هغوی د ډېرې ظالمانه ستراتیژۍ له امله له هغوی څخه جلا شوي دي."

هغه وویل، "پخوا، داسې تصور کېده چې د داعش جنګیالي په یوه ګروپ کې تر یوه واحد مشرتابه لاندې تنظیم شوي، خو د یادې ډلې متناقض موقفونه ښیي چې هغوی تر یوه مشرتابه لاندې نه دي."

پولاد زیاته کړه، "د هغوی د غړو تر منځ شخړې په یاده ډله کې دننه د یوه درز پیل په ګوته کوي."

په ولسي جرګه کې د کونړ ولایت یوه استازي نعمت الله کریاب چې پخوا یې د ژورنالست په توګه د کار کولو پر وخت د داعش له مشرانو سره خبرې کړې وې، وویل، نفاق د داعش د خراسان څانګې له غړو څخه رامنځته شوې دی.

امریکایي چارواکو وویل، په افغانستان کې د داعش خواوشا ۷۰٪ اورپکي د ټي ټي پي پخواني غړي دي چې د دوامدارو عملیاتو په نتیجه کې له پاکستان څخه له اېستل کېدلو وروسته له داعش سره یوځای شوي وو.

کریاب وویل، "د داعش یو شمېر غړو تاکید کاوه چې په افغانستان کې د داعش مشري دې پاکستاني طالبانو ته ورکول شي، خو کله چې له عراق، سوریې، د منځني ختیځ له نورو برخو او چیچنیا څخه د داعش جنګیالي افغانستان ته راغلل، هغوی له دې نظر سره مخالفت وکړ او له دغه وخت څخه د داعش د جنګیالیو تر منځ درزونه راپیل شول."

هغه د پاکستان قبایلي کمربند ته په اشارې وویل، "د داعش اکثر جنګیالي او قوماندانان چې په افغانستان کې فعالیت کوي اصلا د اورکزیو، باجوړ، مومندو او وزیرستان سیمو اوسېدونکي دي."

کریاب وویل، "زه فکر کوم چې داعش پاکستاني طالبانو ته له دې امله مشرکان وایي چې تحریک طالبان پاکستان له افغان طالبانو سره خواخوږي لري. لکه څنګه چې مونږ ګورو، داعش او افغان طالبان یو د بل پر ضد په فعالانه توګه جګړه کوي."

د داعش د اصولو ماتول

همدارنګه، د وږي د ۲۹مې د چټ محاوره ښیي چې د داعش د خراسان څانګې غړي د جګړې په ډګر کې د زیانونو په هکله په خبرو کولو او د غیرمجاز محتویاتو په خپرولو سره د یادې ډلې اصول ماتوي.

په کابل کې د پوځي او سیاسي چارو یوه تحلیلګر عزیز ستانکزي وویل، "د داعش د پالیسۍ او اصولو په اساس، د یادې ډلې غړي اجازه نه لري چې د فیسبوک، ټیلیګرام او نورو په څېر ټولنیزو رسنیو باندې خپل موقف یا نظریات څرګند کړي. یو بل د مشرکانو په نامه نومول او په رسمي پاڼو باندې د غیر رسمي عکسونو خپرول د داعش د غړو تر منځ د یووالي او دسپلین نشتوالی په ګوته کوي."

ستانکزي وویل، "د هغوی په شخصي پاڼو د داعش د غړو له خوا د خپلو تلفاتو د شمېر په هکله پوستونه کول او د جګړې په ډګرونو کې د خپلو تلفاتو په هکله نظرونه څرګندول داسې موارد دي چې د داعش له اساساتو څخه سرغړونه کوي."

په کراچۍ کې مېشت یوه محقق امجد حسین چې په ډیجیټل رسنیو کې د اورپکو سازمانونو فعالیتونه څاري، وویل، "په افغانستان او پاکستان کې د قانون نافذوونکیو ادارو له خوا عملیاتو د داعش د خراسان څانګه ډېره کمزورې کړې، او د دغې ډلې د ډېرو قوماندانانو له وژلو څخه وروسته د ډلې ملاتړي خفه شوي او د ټیلیګرام په څېر ټولنیزو رسنیو او د چټک پیغام لېږنې په وېب سایټونو باندې خپله نارضایتي څرګندوي."

حسین وویل، "د داعش د خراسان څانګې ملاتړي په څرګنده د ګروپ له دې پالیسۍ څخه سرغړونه کوي چې باید د نورو خلکو د مرتد بللو پر وخت په ښکاره د خپلو داخلي درزونو په هکله خبرې ونه کړي."

هغه زیاته کړه، "داسې ښکاري چې د داعش د خراسان څانګه په سیمه کې د ټوټه ټوټه کېدلو په څنډه ولاړه ده، او په ټولنیزو رسنیو یې د ملاتړو تر منځ داخلي جنګونه ښایي د ځمکې په سر پیل شي."

افغان مقامات وایي،داعش په افغانستان کې له ډېرو ماتو سره مخامخ شوی، او دغه ترهګره ډله نشي کولی چې له امنیتي ځواکونو سره مخامخ جګړه وکړي.‌

د دفاع وزارت د ویاند مرستیال فواد امان وویل، "د تېرو څو کالونو پر خلاف، داعش ځپل شوی... او دا ډله اوس حتی په هغه حالت کې نه ده چې یو کال مخکې وه."

هغه وویل، "د هرې ورځې په تېرېدلو سره، په هغوی باندې د بریدونو او فشار سطحه لوړېږي، او یوازې په وروستیو څو میاشتو کې د داعش په سلګونو جنګیالي د امنیتي ځواکونو له خوا له منځه وړل شوي دي."

[له کراچۍ څخه ضیاء الرحمان د دې راپور په تیارولو کې همکاري کړې ده.]

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500