امنیت

د خیبر پښتونخوا پولیس د پلان شوي "آزادي" احتجاجونو نه مخکې د بلواګرۍ ضد ټریننګ حاصلوي

د جاويد خان رپورټ

پوليس افسران د اکتوبر په نیمایي کې په ملک سعد شهید پولیس لاینونو کې د بلواګرۍ ضد ټریننګ حاصلوي. [د خیبرپښتونخوا پولیس]

پوليس افسران د اکتوبر په نیمایي کې په ملک سعد شهید پولیس لاینونو کې د بلواګرۍ ضد ټریننګ حاصلوي. [د خیبرپښتونخوا پولیس]

پېښور -- د خیبر پښتونخوا پولیس افسرانو په سيمه کې د راتلونکو سیاسي احتجاجونو او لاریونونو لپاره د چمتووالي په خاطر په ټوله صوبه کې د بلواګرۍ ضد پرمختللي ټریننګونه حاصلوي.

تمه کیږي چې د مذهبي پارټۍ جمعیت علماء اسلام (فضل) او نورو مخالفو پارټو په زرګونو احتجاج کوونکي د زیارت په ورځ (د اکتوبر ۳۱ مه) اسلام آباد ته پيدل تګ وکړي او د حکومت د تګلارو پر ضد احتجاج وکړي.

پاکستاني مقاماتو د اکتوبر په ۲۴ مه له احتجاج نه مخکې د جمعيت علماء اسلام په يوې رضاکارې ډلې بنديز ولګولو.

د کورنو چارو وزارت په انصار الاسلام باندې بنديز ولګولو او دا يې د يوې پرايويټ مليشې د ډلې په توګه وګرځوله. دا ډله د جمعيت علماء اسلام د هغه رضاکارانو ډله ده چې لکړي لري.

پوليس افسران د اکتوبر په نیمایي کې په ملک سعد شهید پولیس لاینونو کې د بلواګرۍ ضد ټریننګ حاصلوي. [د خیبرپښتونخوا پولیس]

پوليس افسران د اکتوبر په نیمایي کې په ملک سعد شهید پولیس لاینونو کې د بلواګرۍ ضد ټریننګ حاصلوي. [د خیبرپښتونخوا پولیس]

دا اقدام په داسې حال کې کيږي چې جې يو آی اېف د "ازادي مارچ" غوښتنه وکړه. آزادي مارچ په اسلام اباد کې هغه يو لوی احتجاجي مارچ دی چې د اکتوبر په ۲۷مه به پيل شي او مقصد يې وزیر اعظم عمران خان په استعفا ورکولو باندې مجبورول دي.

په سیمه کې پولیس چارواکي وايي، د خیبرپښتونخوا د پولیسو لپاره پرمختللی ټریننګ به د دوی سره مرسته وکړي چې د پیښې لپاره په ښه توګه تياری وکړي.

د معمول عمليات

د پیښور ښار د پولیسو افسر (سی سی پی او) پیښور کریم خان وویل، "موږ په تیرو څو ورځو کې په پیښور کې ۲۲۵۰ پولیسو افسرانو ته د بلواګرۍ پر ضد تازه ټریننګ ورکړی چې دوی احتجاجونه، لاریونونه او نورې غونډې په ښه توګه کنټرول کړي."

هغه وويل، "دا تازه کورس په ملک سعد شهید پولیس لاینونو کې ترسره شو، چیرې چې افسرانو ته د لومړنۍ طبي مرستې ابتدايي روزنه هم ورکړل شوې وه."

د خیبرپښتونخوا په هر يو پولیس سټیشن کې افسران دا زده کوي چې څنګه پولیسو او هر هغه کس ته چې د امنیتي کسانو لخوا نیول شوي وي د ضرورت په وخت کې عاجلې طبي مرستې ورسوي.

د پیښور پولیسو وویل، د بلواګرۍ ضد ۳۲۰۰ پولیس به د اکتوبر په ۳۱ مه د صوبې په مرکز کې ځای په ځای شي. دا قوت به د زغره والو ګاډو، د قيديانو ګاډو، د اوبو ویشتونکو توپونو او د چټک غبرګون ځواکونو سره د نورو ساتل شويو افسرانو ملاتړ ولري.

په پیښور کې پولیسو ته امر شوی چې د احتجاج کوونکو په مقابل کې تر هغه وخته چې هغوی قانون نه وي مات کړی یا يې تشدد نه وي کړی، اقدام ونه کړي. احتجاج کوونکي پلان لري چې د اکتوبر په ۳۱ مه اسلام آباد ته ورسیږي.

د خیبرپښتونخوا د پولیسو ویاند کوکب فاروق وویل، د بلواګرۍ ضد روزنه د معمول عملیاتو برخه ده.

هغه وويل، "د خاص ټریننګ سربیره، داسې تازه کوونکي کورسونه شته چې د ضلعې پولیس يې پخپله انتظام کوي چې پولیس د احتجاجونو او پرلتونو سره د مقابلې کولو لپاره چمتو وي."

د احتجاج کونکو کاروانونه

فاروق وویل، په دې صوبه کې اوه خاص سکولونه شته چې د خیبر پښتونخوا د پوليسو د عامه بې نظمۍ او د بلواګرۍ مدیریت برخې دي، چې یو په کې په خاصه توګه پولیسو افسرانو ته د بلواګرۍ د کنټرول په هکله ټریننګ ورکوي.

دغه سکول په جنوري ۲۰۱۵ کال کې په مردان کې جوړ شوی وو او تقريباََ ۶،۰۰۰ پولیس افسران یې روزلي دي، چې د پولیسو د سپرنټنډنټانو نه تر ساتندویانو پورې افسران په کې شامل دي. په مردان کې خاص سکول پولیسو افسرانو ته په هغه ساحو کې روزنه ورکوي چې د خلکو نفسيات، د خلکو کنټرولول، د هجوم کنټرولول، د خبرو اترو مهارتونه او د فشار مدیریت تخنیکونه په کې شامل دي.

د پیښور د پولیسو سپرنټنډنټ (ايس پي) عتیق شاه وویل، پولیس افسرانو ته د روزنې ورکولو سربیره، د خیبرپښتونخوا پولیسو د ګشت کوونکو ګاډو شيشې او کړکۍ تقویه کړي چې که چيرې احتجاج کوونکي تشدد پيل کړي هغوی د احتجاج مخه ونیسي.

هغه زیاته کړه چې دا اقدام به ګاډي او افسران له هر ډول زیان نه خوندي وساتي.

شاه وویل، د مخالفو پارټو کاروانونه د اکتوبر په ۲۷ مه په اسلام آباد کې د آزادۍ مارچ لپاره روان شول او تر دې وخته د څه پیښې رپورټ نه دی ورکول شوی.

هغه وویل، "هیڅ ناسمه پیښه نه ده رامنځته شوې ځکه چې پولیسو د څه مسلې نه بغير د احتجاج کوونکو دومره لوی شمیر په ښه توګه کنټرول کړو."

په پېښور کې میشت خبریال قیصر خان وویل، "په ټوله صوبه کې د پولیسو لپاره د بلواګرۍ ضد ټریننګ ته ډیره اړتیا وه، او دا به د احتجاجونو او تاوتریخوالي هجوم په ښه شکل سره کنټرولول کړي."

هغه وویل، ځانګړي سکولونه د نظم ساتلو په برخه کې د پولیسو افسرانو مهارتونه هم لوړوي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500