جرم او انصاف

په تصويرونو کې: د پېښور جیل کې چې د قیدیانو شمېر په کې ډېر دی نوې ودانۍ جوړیږي

د جاويد خان او شهباز بټ رپورټ

په پیښور کې د نوي جوړ شوي مرکزي جيل دننه یوه کمره د اکتوبر په ۲۳مه ښودل شوې ده. [شهباز بټ]

په پیښور کې د نوي جوړ شوي مرکزي جيل دننه یوه کمره د اکتوبر په ۲۳مه ښودل شوې ده. [شهباز بټ]

په پیښور کې د مرکزي جيل نوي څانګه د اکتوبر په ۲۳مه ښودل شوې ده. [شهباز بټ]

په پیښور کې د مرکزي جيل نوي څانګه د اکتوبر په ۲۳مه ښودل شوې ده. [شهباز بټ]

په پیښور کې د نوي جوړ شوي مرکزي جيل غولی د اکتوبر په ۲۳مه ښودل شوې دی. [شهباز بټ]

په پیښور کې د نوي جوړ شوي مرکزي جيل غولی د اکتوبر په ۲۳مه ښودل شوې دی. [شهباز بټ]

په پيښور کې په مرکزي جيل کې مختلفې کمرې د اکتوبر په ۲۳مه ښودل شوي دي. [شهباز بټ]

په پيښور کې په مرکزي جيل کې مختلفې کمرې د اکتوبر په ۲۳مه ښودل شوي دي. [شهباز بټ]

په پیښور کې نوې جوړ شوی مرکزي جيل د اکتوبر په ۲۳مه ښودل شوې دی. [شهباز بټ]

په پیښور کې نوې جوړ شوی مرکزي جيل د اکتوبر په ۲۳مه ښودل شوې دی. [شهباز بټ]

د خیبر پښتونخوا وزیراعلی محمود خان د اکتوبر په ۲۳مه د پیښور د نوي جوړ شوي مرکزي جیل لومړۍ مرحله پرانيزي. [شهباز بټ]

د خیبر پښتونخوا وزیراعلی محمود خان د اکتوبر په ۲۳مه د پیښور د نوي جوړ شوي مرکزي جیل لومړۍ مرحله پرانيزي. [شهباز بټ]

پېښور -- د پېښور مرکزي جيل، چې په لومړي ځل په ۱۸۸۴ کال کې جوړ شوی وو او د محکوم شويو ترهګرو په ګډون لوړ پوړي مجرمان په کې ساتل کیږي، په دې میاشت کې يوه نوې ودانۍ پرانیستله چې دا به دې ته توان ورکړي چې د سخت امنیت سره زیات قيديان ځای په ځای کړي.

د خیبر پښتونخوا وزیراعلی محمود خان د اکتوبر په ۲۳مه د نوي جيل د یو بلاک پرانسته وکړه، چې له دې سره د جوړیدو په څلورو پړاونو کې یو پړاو بشپړ شو.

په دې نويو تاسیساتو به نږدې د ۱۶.۵ ميليارده روپو (۱۰۵ اعشاریا ۵ میلیونه امریکایي ډالرو) لګښت راځي. اصلي مرکزي جيل په ۱۸۸۴ کال کې د برطانيې په وخت کې جوړ شوی وو چې د ۴۵۰ قيديانو ګنجايش یی لرلو. په دې وروستیو کې په دې کې د ۲،۰۰۰ نه زيات قيديان ځای پر ځای شوي دي.

خان په دغو مراسمو کې وویل، "نوې ودانۍ به ډیر خلک ځای په ځای کړي ځکه چې په دې جيل کې د ګنجايش نه زيات قيديان ول." هغه وویل چې د ګڼې ګوڼې په جيل کې نه یوازې د قيديانو په صحت باندې اثر وکړو، بلکې د امنیت ستونزې یې هم رامنځته کړې وې.

په پیښور کې مرکزي جيل د اکتوبر په ۲۳مه په دې تصوير کې لیدل کیدی شي. [شهباز بټ]

په پیښور کې مرکزي جيل د اکتوبر په ۲۳مه په دې تصوير کې لیدل کیدی شي. [شهباز بټ]

د پیښور په مرکزي جيل کې، په دغه صوبه کې د نورو جيلونو سره، د تحریک طالبان پاکستان، لشکر اسلام او نورو یاغي ډلو د غړو په ګډون، مجرمان قيد شوي ول.

په افتتاحي مراسمو کې، خان په ټوله خیبرپښتونخوا کې مجرمانو ته په سزا ورکولو کې د دوو میاشتې د نرمۍ اعلان وکړ، که څه هم په دوی کې به هغه قيديان شامل نه وي چې په تروريستي فعالیتونو کې ښکيل دي.

وزير اعلی په جيل ډپارټمنټ کې د مختلفو نويو پوسټونو اعلان وکړو، چې په دې کې د جيلونو د اسټنټ سپرنټنډنټان او مشر وارډر شامل دي.

د خیبرپښتونخوا د جیل ډپارتمنټ انسپکټر جنرل مسعود الرحمان په مراسمو کې وويل، د مرکزي جيل نوې ودانۍ به کوچني صنعتونه جوړ کړي چې قيديانو ته فني مهارتونه او د ګټې وټې فرصتونه چمتو کړي.

د هسپتال او جومات اضافه کول

د خیبرپښتونخوا د جيل ډپارټمنټ يو مقام، چې د نوم نه ښودلو غوښتنه یې وکړه ځکه چې هغه له رسنیو سره د خبرو کولو اجازه نه لرله، وويل، د مرکزي جيل بهبود "په ټولیزه توګه څلورې مرحلې لري چې لومړۍ پړاو یې بشپړ شوې دی."

هغه زیاته کړه، په لومړي پړاو کې د قيديانو لپاره نوي بارکونه جوړول شامل وو.

هغه وویل، "دوهم پړاو او دریم پړاو هم د نوي بلاک سره تړاو لري" لکه د هسپتال، د تنکي ځوانانو او د میرمنو جیل جوړول، په داسې حال کې په څلورم پړاو کې د انتظاميې سيمه او یو جومات شامل دي."

د خیبرپښتونخوا یوه بل چارواکي، چې د نوم نه ښودلو غوښتنه يې وکړه، وویل، په داسې حال کې په پېښور، کوهاټ، نوښار، صوابۍ او تيمرګره کې جیلونه د ګنجايش نه زيات قيديان لري. "په پیښور کې دا مسله د نوي بلاک په جوړولو سره حل شوې ده."

دغه چارواکي وویل، "ډیر ژر به په نورو ضلعو کې د داسې مسئلو د حل کولو لپاره ودانۍ جوړي شي."

په پیښور کې میشت خبریال رفعت الله اورکزۍ وویل، "د خیبرپښتونخوا جیلونه د قيديانو لپاره ډير ځايونو او د کارمندانو لپاره د اوسیدو ځایونو ته اړتیا لري."

هغه زياته کړه، په هېواد کې جيلونه د ګنجايش نه زيات قيديان لري، چې د قيديانو لپاره زياتې ستونزې رامنځته کوي.

هغه وويل، "دلته باید ډیر تشنابونه، غسل خانې او ښه کانتینونه موجود وي، او همدارنګه د قيديانو لپاره داسې تاسيسات ولري چې قيديانو ته فني تربیت او نور تعليم ورکړي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500