پېښور -- پاکستاني چارواکو د پنجشنبې په ورځ (د اکتوبر په ۲۴مه) په دې هفته کې د احتجاجي مارچ نه مخکې د جمعيت علماء الاسلام (فضل) (جې يو آی اېف) پارټۍ په يوې رضاکاره ډلې بنديز ولګوو.
د کورنو چارو وزارت په انصار الاسلام باندې بنديز ولګوو او دا يې د يوې پرايويټ مليشې د ډلې په توګه وګرځوله. انصار الاسلام د دغه پارټۍ هغه يوه رضاکارانو ډله ده چې لکړي لري او د امنیت چمتو کولو او نظم ساتلو دنده په غاړه لري.
دا اقدام په داسې حال کې رامنځته کيږي کله چې جې يو آی اېف د "ازادي مارچ" غوښتنه وکړه. آزادي مارچ په اسلام اباد کې هغه يو لوی احتجاج دی چې د اکتوبر په ۲۷مه به پيل شي او مقصد يې وزیر اعظم عمران خان په استعفا ورکولو باندې مجبورول دي.
د کورنو چارو وزارت وویل چې دا بندیز د وفاقي حکومت د منظورۍ او د څلورو صوبايي حکومتونو له اجازت وروسته ولګيدو.
دغه وزارت وویل چې دا ډله په لاټو، لکړو او له تيره شیانو سمبال شوې، چې په دې کې هغه لکړي شامل دي چې د خاردار تار سره پوښل شوې دي. انصار الاسلام په وسلو او مهماتو سمبال کیدی شي، او دا د پاکستان په اسلام آباد او نورو صوبو کې د امنیت لپاره ګواښ دی.
په پېښور کې ميشت امنیتی تجزیه نګار بریګيډير (ريټايرډ) محمود شاه ووويل، انصار الاسلام د رضاکارانو يوه پخوانۍ ډله ده چې د جې يو آی اېف سره تړاو لري او دا وروسته له هغې مشهوره شوه کله چې د دې غړو د اکتوبر په ۱۳مه په پیښور کې د پريډ په دوران کې لکړي څنډلې.
'د پرايويټ ملیشو لپاره هيڅ ګنجايش نشته'
هغه وویل، "په [انصار الاسلام] د بنديز لګولو اقدام سم دی ځکه چې د قانون له مخې د پرايويټ ملیشو لپاره هيڅ ګنجايش نشته. پاکستان تر ډير بین الاقوامی فشار لاندې دی چې د ترهګرو ډلو فعالیتونه په کلکه وڅاري."
شاه وویل، وفاقي حکومت "دلایل لري چې دا باور ولري چې انصار الاسلام وړتيا لري چې د عسکري سازمان په توګه فعاليت وکړي... او د اساسي قانون د ۲۵۶ شق خلاف ورزي وکړي."
په اسلام اباد کې میشت يو سينير ژورنالیست صابر شاکر وویل، دا بندیز په اسلام اباد کې د ځایي خلکو د ویرې له کبله ولګول شو، چيرته چې به آزادي مارچ پای ته ورسیږي.
هغه وویل، "پاکستان نشي کولی چې پرايويټ ملېشو ته اجازه ورکړي چې د اوسیدونکو او سفارتکارانو ژوند په خطر کې واچوي." هغه زیاته کړه چې حکومت د سوله ایز لاریون لپاره اجازه ورکړې ده."
د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزیر شوکت یوسفزۍ وویل، انصار الاسلام ته به اجازه ورنه کړل شي چې قانون په خپل لاس کې واخلي.
هغه وویل، "حکومت به د خلکو د ژوند او ملکیتونو د ساتنې لپاره خپل واک یقیني کړي."
یوسفزۍ وویل، دا پارټي حق لري چې په جمهوري توګه احتجاج وکړي، خو د اکتوبر په ۱۳مه په پيښور کې د انصار الاسلام لخوا پريډ د عمل ملي پلان په ښکاره ډول خلاف ورزي وکړه. د عمل ملي پلان يوه پاليسي ده چې موخه يې د وسله والو ډلو مخه نيول دي.
هغه وویل، "د وسله والو ډلو او کسانو په وړاندې زموږ اقدامات په نړیواله کچه منل شوي، او موږ غواړو چې د هیواد تصویر نور هم ښه کړو."