جرم او انصاف

د خېبرپښتونخوا پولیسو د نشه يي توکو او د بهتې اخيستونکو د ډلو په وړاندې کمپاین پيل کړ

د جاويد خان رپوټ

د پولیسو افسران د اکتوبر په ۱۳مه په متنو کې د عملیاتو په دوران کې د غلو له ډلو نه ترلاسه شوې وسلې ښیي. پولیسو د مافیاګانو او د غلو د ډلو په وړاندې عملیات تيز کړي دي. [د پېښور پولیس]

د پولیسو افسران د اکتوبر په ۱۳مه په متنو کې د عملیاتو په دوران کې د غلو له ډلو نه ترلاسه شوې وسلې ښیي. پولیسو د مافیاګانو او د غلو د ډلو په وړاندې عملیات تيز کړي دي. [د پېښور پولیس]

پیښور -- د پولیسو افسران د اکتوبر په ۱۳مه په متنو کې د عملیاتو دوران کې د هغو ډلو په وړاندې عمليات پيل کړي دي کوم چې د نشه يي توکو، بهتې، د ځمکې په قبضه کولو او سود خورۍ کې ښکيل دي.

د خیبرپښتونخوا د پولیسو انسپکټر جنرل محمد نعیم خان د سپتمبر په نیمایۍ کې ټولو سیمه ایزو پولیسو افسرانو (آر پي اوز) او د ضلعو پولیسو افسرانو (ډي پي اوز) ته امر وکړ چې د داسې ټولو مافیاګانو لیسټونه جوړ کړي او د دوی پر وړاندې جارحانه کوششونه شروع کړي.

خان وويل، "افسرانو ته هدایات جاري کړای شوي چې د هغو ډلو تعقيب وکړي کوم چې په عامو خلکو، په ځانګړي ډول ځوانان او زده کونکي، باندې نشه يي توکي خرڅوي، د خلکو نه پیسې اخلي او د بې ګناه مالکانو ځمکې قبضه کوي."

هغه زیاته کړه، آر پي اوز او ډي پي اوز ته امر شوی چې د ډلو په وړاندې د دوی د ټولو کړنو په هکله د پنځلسو ورځو رپورټونه وړاندې کړي.

هغه وویل، "د دې ډلو په وړاندې په کړنو کې د هر افسر پرمختګ به د کارکردګۍ نښې وګڼل شي." هغه زیاته کړه چې د پولیسو ځواک دنده دا ده چې عام وګړي د داسې ډلو نه خوندي وساتي.

اوسیدونکو په ډيرو موقعو پولیسو ته د تش په نامه د ځمکې د قبضه کوونکو په هکله شکايتونه کړي دي. دا قبضه کوونکي هغه وسله والې ډلې دي چې با رسوخه ځايي خلک يې ملاتړ کوي او د کاروباي او استوګنې ځمکو د مالکانو نه بهتې اخلي.

د پیښور ښار د ډډې یوه اوسیدونکی حاجی ریاض احمد وویل، "ګڼ شمیر ډلې موجودې دي چې د ځايي خلکو نه د پيسو مطالبه کوي او یا د هغوی د ځمکو د ملکیت، چې د ملیونونو ډالرو قيمت لري، ادعا کوي چې هیڅ څوک يې وانه اخلي."

احمد وویل چې هغه ورته یو کيس د شخړو د حل لپاره ځايي شورا ته وړاندې کړو، چې د هغه په حق کې يې فيصله وکړه.

احمد وویل، "په زرګونو کورنۍ د دې ډلو د وجې ځپل شوي دي، او دوی د پولیسو ځواکونو لخوا د دوی په وړاندې د اقدام هرکلی کړې دی." هغه زیاته کړه چې د بهته خورو، سود اخيستونکو او د نشه يي توکو د خرڅونکو په وړاندې ورته عمل په مساوي توګه د ستاینې وړ دی.

د ډاکوانو د ډلو تعقیب کول

د پیښور مرکزي ښار د پولیسو افسر کریم خان وویل، "په صوبايي مرکز کې پولیسو د ځمکې د قبضه کولو د ۲۵ ډلو د ۷۸ نه زيات غړي نیولي دي، په داسې حال کې د نورو افرادو او ډلو معلومات راټولول روان دي."

هغه وویل، په دوهم پړاو کې، پولیس به د پاتې ډلو تعقيب وکړي چې د بې ګناه مالکانو د ځمکې په قبضه کولو او د هغوی نه د پیسو په اخیستلو کې ښکيل دي.

هغه زیاته کړه چې د نشه يي توکو د سوداګرانو او سمګلرانو خلاف اقدامات هم په بشپړ ډول روان دي.

کريم وويل، "د نشه يي توکو سمګلران او سود کوونکي، د هغو کسانو په شمول چې د سرکاري او پرايويټ سکتور د تعليمي ادارو په شاخوا کې آيس" [ميتهامفټيمين] او هيرويين خرڅووي، نيول شوي دي."

د پیښور د پولیسو ویاند محمد الیاس له مخې، ځواکونو په تیره میاشت کې ۱۰۵۹ شکمن کسان ونيول چې د آيس، هیرویینو، اپینو او شرابو په خرڅولو او سمګل کولو کې تورن وو.

الیاس وویل، "ځواکونو په تیرو ۳۰ ورځو کې ۱۲ کیلوګرامه هیرویین، ۶۳۲ کیلوګرامه چرس، ۲.۵ کیلوګرامه آيس، ۲۲ کیلوګرامه اپین او د شرابو ۱۳۸ بوتلې يې ترلاسه کړي دي."

نورو ضلعو د دغه ډلو خلاف خپل کمپاین تيز کړی دی. پوليسو په مردان کې په خپله هڅه کې ۱۱۶ شکمن کسان نیولي دي.

د مردان ضلعې د پولیسو افسر سجاد خان د ۱۱۶ شکمن کسانو په اړه وويل، "دا ځانګړې کمپاين د سپتمبر د مياشتې په وروستيو ورځو کې شروع شو، او موږ د ۱۴ اکتوبر پورې د مافيا ۵۵ او د نشه يي توکو ۶۱ سوداګران ونيول."

هغه وویل، پولیسو ډیر شکمن کسان ونيول چې د بهتې په اخيستلو او په سود کې تورن ول او د مقدمې لپاره یې په توقیف کې وساتل وروسته له هغې چې څارنوالانو د دوی خلاف کيسونه درج کړل.

ډیر ماهران وايي چې د نشه يي توکو کارول د خلکو په قدرتي وړتیاوو باندې اثر کوي چې د غلط او سم ترمنځ فرق وکړي، او په نتيجه کې دوی په اسانۍ سره کنټرول او دهوکه کيدې شي.

د ترهګرۍ پر ضد د ځوانانو د سازمان جنرل سيکريټري سید عباس شاه وویل، "د افراطیت او اورپکۍ په شمول په ناغوښتل شويو فعالیتونو کې زموږ د ځوان نسل د ښکيلتيا وجوهات پیژندل مرسته کولی شي چې د دې پیښو رامنځته کيدل په اغیزمنه توګه کنټرول کړو."

"په ځینو پيښو کې، دا ښکاره وه چې د سماج پر ضد عناصرو ځوانان د دهوکې په واسطه او دوی ته په عارضي توګه د مالي ګټې په ورکولو سره ګمراه کړل... دا خورا اسانه ده چې د دوی د کمزورۍ او ذهني وضعیت د وجې په نشه يي توکو کې اخته کسان په نښه کړي او هغوی دهوکه کړي."

هغه وویل، د نشه يي توکو قاچاق د ترهګرۍ تمویل سره هم تړاو لري.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500