رسنۍ

داعش د تنکیو ځوانانو لپاره د ټیک ټوک اپلیکېشن باندې داسې ویډیو خپره کړې چې مړي په کې په کوڅو کې کشول کیږي

سلام ټایمز او ای اېف پي

د ټیک ټوک په حسابونو کې داسې ویډیوګانې خپرې شوي چې په کې مړي په کوڅو کې کشول کیږي. دا سکرین شاټ عکس د داعش له یوې ویډیو څخه چې تېر کال خپره شوې وه اخیستل شوی دی.

د ټیک ټوک په حسابونو کې داسې ویډیوګانې خپرې شوي چې په کې مړي په کوڅو کې کشول کیږي. دا سکرین شاټ عکس د داعش له یوې ویډیو څخه چې تېر کال خپره شوې وه اخیستل شوی دی.

د ټیک ټوک کمپنۍ یوه کارکوونکي د سې شنبې په ورځ (د لړم ۱) وویل چې د ټیک ټوک د ټولنیزې رسنۍ اپلیکېشن هغه حسابونه بند کړل چې د داعش لپاره د تبلیغاتو ویډیوګانې یې خپرولې.‌

ټیک ټوک چې د بایټ ډانس چینایي کمپنۍ ملکیت دی، تېر کال ادعا وکړه چې په نړۍ کې خواوشا ۵۰۰ میلیونه کاروونکي لري، چې په دې توګه هغه یو له ډېرو مشهورو ټولنیزو اپلیکیشنونو څخه ګڼل کیږي.

د ټیک ټوک یوه کارمند ای اېف پي ته وویل چې هغوی خواوشا ۱۰ هغه حسابونه ختم کړل چې دغه ویډیوګانې یې خپرولې.

د وال سټریټ ژورنال د راپور له مخې چې د دې پېښې په هکله یې د دوشنبې په ورځ (د تلې ۳۰مه) لومړی راپور ورکړ، په یادو ویډیوګانو کې د داعش جنګیالي له وسلو سره په داسې حال کې لیدل کیدل چې مړي یې کش کول.

ژورنال وویل چې دغه پوستونه په خواوشا ۲۴ حسابونو باندې خپاره شوي وو چې د ټولنیزو رسنیو استخباراتي شرکت سټوري فل په ګوته کړل.

دغه شرکت ای اېف پي ته د ایمیل له لارې لېږلې په یوې اعلامیه کې ویلي، "هغه مواد چې ترهګرو سازمانونو ته تبلیغات کوي هغه په ټیک ټوک باندې هېڅ ځای نه لري."

د ټیک ټوک پلاټفورم چې کاروونکیو ته اجازه ورکوي د ۱۵ ثانیو اوږدې ویډیوګانې جوړې او شریکې کړي په ځانګړې توګه د تنکیو ځوانانو په منځ کې ډېر مشهور دی.

داعش له خپل پیل راهیسې ځوانان ښکار کړي او هڅه یې کړې چې خپله افراطي نظریه ور تزریق کړي، تر دې چې یوه ځانګړې څانګه یې "د خلافت بچیان" په نامه نومولې ده.

یادې ترهګرې ډلې د تاوتریخوالي په یو شمېر خپلو ویډیوګانو کې هم ځوانان ښودلي دي.

د مثال په توګه، د وري په میاشت کې، داعش یوه ۲۵ دقیقه یي ویډیو خپره کړه چې په افغانستان کې یې په لسګونو ماشومان په داسې حال کې ښودل چې اکثر یې په زور سره استخدام شوي، مغزونه یې ور وینځل شوي، په وسلو سمبال شوي او د داعش بیرغونه یې ښورول.

نور ماشومان په داسې حال کې لیدل کیږي چې په جبري توګه د وسلو په روزنه کې برخه اخلي او قوارې جوړوي.

په ۱۳۹۶ کې، داعش داسې یوه ویډیو خپره کړه چې کوچني هلکان په کې ښودل کېدل -- چې یوه یې له ۴ کالونو څخه ډېر عمر نه درلود -- غټ سړي یې ویشتل او سرونه یې ترې پرې کول.

د ملي امنیت ریاست د غوایي په میاشت کې د داعش ۶ غړي په کابل کې ونیول. هغوی ته وظیفه ورکول شوې وه چې د ټولنیزو رسنیو له لارې د ګروپ اجنډا ترویج او نوي کسان استخدام کړي.

نیول شویو کسانو د ټولنیزو رسنیو له ۶۰ څخه تر ۸۰ پورې حسابونه لرل، او د هغوی وظیفه دا وه چې داعش ته تبلیغات وکړي، د حکومت پر ضد پروپاګند وکړي، قومي اختلافات پراخ کړي او د داعش لپاره ځوانان او زده کوونکي استخدام کړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500