زده کړه

په کراچۍ کې هغه سکول بيرته پرانيسل شوې کوم چې درې ځله د طالب وسله والو برید لاندې راغلې وو

د ضياء الرحمان رپورټ

په کراچۍ کې يو سکول، چې طالبانو پې درې ځله برېد کړې وو، د شپږو کالو د بنديدو نه وروسته د اکتوبر په ۱۵مه بيرته پرانستل شو. [ضیاء الرحمان]

په کراچۍ کې يو سکول، چې طالبانو پې درې ځله برېد کړې وو، د شپږو کالو د بنديدو نه وروسته د اکتوبر په ۱۵مه بيرته پرانستل شو. [ضیاء الرحمان]

کراچۍ -- په کراچۍ کې یو سکول، چې طالب وسله والو پې درې ځله برید کړې وو، د شپږ کالو بنديدو نه وروسته بیا پرانستل شوی چې طالب علمانو ته په خاص ډول جينکو ته ښه تعليم برابر کړي.

د تحریک طالبان پاکستان دهشت ګردو په اګست ۲۰۱۲ کال کې عبدل وحید او سید لطیف، چې دوه ټولنیز فعالان او ښوونکي او نونيهال اکيډمي يې چلوله، ته دوه ګواښونه واستول. دغه اکيډمي په اسلامييه کالوني کې کټي پهاړي ته نژدې د جينکو او هلکانو لپاره يو سکول او د پوليو واکسين ورکولو يو مرکز وو.

له ګواښونو څو ورځې وروسته، دهشت ګردو په دغه سکول باندې حمله وکړه او لطیف یې زخمي کړو. هغه په عارضي توګه خپل ښار، د خیبر پښتونخوا تورغر ضلعه، ته کډه شو.

وحید د می ۲۰۱۳ کال پورې د ګواښونو پروا ونه کړه، کله چې هغه په سکول باندې په یوه بله حمله کې ووژل شو چې د هغه کوچنی ورور او لور یې په کې ژوبل شول. قاتلان وتښتېدل.

د کراچۍ اوسیدونکي په دسمبر ۲۰۱۷ کال کې د پیښور په آرمي پبلک سکول باندې د ټي ټي پي لخوا د قتل عام د دریمې کليزې په موقعه احتجاج کوي. [ضیاء الرحمان]

د کراچۍ اوسیدونکي په دسمبر ۲۰۱۷ کال کې د پیښور په آرمي پبلک سکول باندې د ټي ټي پي لخوا د قتل عام د دریمې کليزې په موقعه احتجاج کوي. [ضیاء الرحمان]

دهشت ګردو په سکول باندې هغه وخت لاسي بم وغورځولو کله چې انتظاميې د وحید له وژلو څلور ورځې وروسته د بیا پرانستلو هڅه وکړه. هیڅوک په دغه پیښه کې نه وو ژوبل شوي.

لطیف، چې د اکتوبر په ۱۵ مه یې دغه سکول پرانستو، وویل، "موږ باید د امنیتي دلایلو له امله خپل سکول بند کړې وې. والدینو نه غوښتلهچې خپل ماشومان سکول ته واستوي."

هغه وویل، د تاوتریخوالي ډلو، د ټي ټي پي په ګډون، په ځپلو کې د قانون پلي کونکو ادارو بریا د زده کړې فعالیتونو بیا پیلولو لپاره امن ماحول رامنځته کړی دی.

لطيف وويل، "اوس د لږ عاید په سيمه کې والدین خپل ماشومان سکولونو ته استوي."

چارواکي وايي، د ټي ټي پي بریدونه د مخلوط تعليم سکولونو او د پولیو واکسین پروګرامونو لپاره د دهشت ګردو د نفرت په وجه رامنځته شوي دي. د لطیف او پولیس چارواکو په خبره، شير خان، چې په کراچۍ کې د تحریک طالبان عملیاتي کمانډر دی، په دې تشدد کې لاس لرلو.

خان په اګست ۲۰۱۳ کال کې د طالب دهشت ګردو ترمنځ په جګړه کې د بهتې په سر ووژل شو، او د قانون پلي کونکو ادارو د هغه د ډیرو همکارانو په وژلو او نیولو سره د هغه ډله له منځه وړې ده.

په تعيلم باندې بریدونه

د نونيهال اکيډمۍ پرانستل د طالبانو ډلو په وړاندې د ټولنې مقاومت ښیې چې په تعلیمي ادارو بریدونه کوي او ښوونکي وژني.

د بین الاقوامی دهشت ګردۍ ډيټابيس، چې په ميري لينډ يونيورسټۍ کې د څیړونکو لخوا ساتل کيږي، له مخې، د ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۵ کال پورې په پاکستان کې په تعليمي ادارو باندې ۸۶۷ بريدونه ترسره شوي ول، چې په نتيجه کې ۳۹۲ کسان وژل شوي او ۷۲۴ کسان ژوبل شوي ول. په دغه جرمونو کې زياتره جرمونه طالب وسله والو ترسره کړي ول.

تر ټولو ناوړه قتل عام په دسمبر ۲۰۱۴ کال کې په پیښور کې په آرمي پبلک سکول کې وو، چې له ۱۴۰ څخه زیات د سکول شاګردان او استادان په کې وژل شوي ول.

په کراچۍ کې يو ماهر تعليم حلیم وویل، تحریک طالبان پاکستان او په هیواد کې نورې وسله والې ډلې د مختلفو وجوهاتو له کبله په سکولونو، استادانو او طالب علمانو باندې حملی کوي.

حلیم وویل، "ځینې دهشت ګرد سکولونه ځکه هدف ګرخوي چې دوی ګومان لري چې دغه سکولونه سیکولر یا مغربي نصاب لري. نور سکولونه د جينکو د تعليم له کبله د ګواښ سره مخامخ شوي او هدف ګرځول شوي دي."

هغه وويل، "طالب وسله والې ډلې غواړي چې په پاکستان کې د تعلیم د ښه کولو هڅو ته زيان ورسوي، کوم چې په نړۍ کې د تعليم ترټولو خرابه کچه لري."

حلیم زیاته کړه، "په تعليم باندې حملی او په دې هکله ګواښونه نه یوازې طالب علمانو او کورنيو ته زيان رسوي بلکې دا د پاکستان په ټولنه باندې بې شميره اوږد مهاله اثرات هم لري."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د "تعلیم مخالفت کوونکو" خلاف څوک څه کولی شي، چې نسلونو ته د تعليم ورکولو او پوهه منتقل کولو لپاره د اسلام بنيادي عنصر له پامه غورځوي. د تعليم ترلاسه کولو نه ماشومان منع کول او د هغوی وژل یوه لویه ګناه ده. مجرمانو ته باید د اعدام سزا ورکړل شي.

ځواب