دین

پاکستان د ګورو نانک دیو د زيږون ورځ په موقعه د سکهانو زیارت کوونکو د راتلو لپاره چمتو دی

د ضياء الرحمان لخوا

د پاکستان نیم پوځي سرتیري (ښي اړخ ته) او د هند يو سرتیری (ګس اړخ ته) د سپتمبر په ۱۶ مه د هغه ساختماني ځای ساتنه کوي کوم چې په کارتار پور کې د سکھانو مذهبي ځای ګوردوارا دربار صاحب په لار کې پروت دی. [عامر قریشي/عامر قريشي]

د پاکستان نیم پوځي سرتیري (ښي اړخ ته) او د هند يو سرتیری (ګس اړخ ته) د سپتمبر په ۱۶ مه د هغه ساختماني ځای ساتنه کوي کوم چې په کارتار پور کې د سکھانو مذهبي ځای ګوردوارا دربار صاحب په لار کې پروت دی. [عامر قریشي/عامر قريشي]

کراچۍ -- د پاکستان حکومت ګڼ شمير نوښتونه پيل کړي چې د سکهانو د ټولنې سره مرسته وکړي، چې د نومبر په ۱۲ مه به د ګورو نانک ديو د زيږون ۵۵۰ مه کليزه لمانځي.

په دغه مهم نوښتونو کې يو نوښت د پولې پرانیستل دي چې د هندوستان څخه سکھ حاجیانو ته د پنجاب صوبې په کارتار پور کې ګوردوارا دربار صاحب ته د لاسرسۍ اجازه ورکړي.

د پاکستان او هندوستان د حکومتونو ترمنځ د روانو خرابو اړیکو سربیره، دواړو هیوادونو موافقه وکړه چې د بین المذاهب هم آهنګۍ لپاره سکھ حاجیانو ته د کارتار پور دهلیز پرانيزي. پاکستان د ترهګرې پر ضد د تیرو پینځو کالو راهسې د مبارزې ورستو د دومره ډیرو سکه حاجیانو راتګ ممکن شوې دې

د کارتارپور دهلیز موخه د هند په ګورداسپور ضلعه کې ګوردوارا ديرا بابا نانک په پاکستان کې د ګوردوارا دربار صاحب سره منسلک کول دي.

سکھ حاجیان د اکتوبر په ۱۰ مه په یو ځانګړي اورګاډي کې مذهبي مراسم ترسره کوي چې دوی ته توان ورکوي چې د کراچۍ نه ګوردوارا دربار صاحب کارتارپور ته په لاره باندې د نګر کیرتان مذهبي جلوس اوباسي. [ضیاء الرحمان]

سکھ حاجیان د اکتوبر په ۱۰ مه په یو ځانګړي اورګاډي کې مذهبي مراسم ترسره کوي چې دوی ته توان ورکوي چې د کراچۍ نه ګوردوارا دربار صاحب کارتارپور ته په لاره باندې د نګر کیرتان مذهبي جلوس اوباسي. [ضیاء الرحمان]

وزیر اعظم عمران خان په تیر نومبر کې د دغه مذهبي دهليز پرانيسته وکړه. هر هیواد د پولې خپلې غاړې ته د دهلېز برخه جوړوي.

د میاشتو خبرو اترو وروسته، دواړو خواو په سپتمبر کې موافقه وکړه چې د مقدس ځای د ليدلو لپاره د هند زيارت کوونکي اړتيا لري چې یوازې جوازونه ترلاسه کړي او پاسپورټونه ولري. دغه مقدس ځای په ۱۵۲۲ کال کې د سکهانو د مذهب بنسټګر ګورو نانک دیو لخوا جوړ شوی وو.

د سپتمبر په ۲ مه په لاهور کې د سکهانو په نړیواله غونډه کې، خان وویل چې حکومت به د هغو زيارت کوونکو د اسانتیا لپاره ټولې هڅې کوي چې پاکستان ته راځي.

هغه وويل، "دا احسان نه دی، دا زموږ دنده ده."

د هند د خوړو د پروسس کولو وزیر هارسمرات کور بادل وویل، که څه هم پاکستان نیټه نه ده ټاکلې، خو د هند وزیر اعظم ناریندرا مودي به د نومبر په ۸ مه د کارتارپور دهلیز د هند برخه پرانیزي.

د میډیا راپورونو له مخې، پاکستان به هره ورځ ۵۰۰۰ سکھ ليدونکو ته اجازه ورکړي چې د دې دهليز له لارې هیواد ته تګ وکړي. دا به په ۱۹۴۷ کال کې د دوی د خپلواکۍ نه وروسته د دواړو ګاونډیو تر منځ د ويزې نه بغير دهلیز وي‌‌.

د نګر کيرتان اورګاډي جلوس

د پاکستان حکومت د سکهانو حاجیانو لپاره د یو ځانګړي اورګاډي هم انتظام کړی چې له دوی سره د کراچۍ نه په کارتارپور کې ګوردوار دربار صاحب ته د نګر کیرتان مذهبي جلوس ترسره کولو کې مرسته وکړي.

نګر کیرتان د سکهانو يو رسم دی چې د جلوس په دوران کې مذهبي سندرې په کې شامل وي.

د پاکستان د سکهانو د شورا، چې يوه خپلواکه موسسه ده او د دې ټولنې د بهبود لپاره کار کوي، مشر سردار رمیش سینګه وويل، د نګر کیرتان اورګاډي د انتظام کولو ستر هدف د هم آهنګۍ پیغام خپرول دي لکه څنګه چې ګورو نانک دیو په خپل ټول ژوند کې دغه پيغام خپور کړی وو.

هغه وویل، د ګورو نانک دیو تعلیماتو په مساواتو، ورورولۍ او په هغه ټولنه يې تمرکز وکړ چې له طبقاتي او نورو تبعیضونو نه پاکه وه.

هغه وويل، "په ټوله نړۍ کې د سکهانو د ټولنې لپاره، د ګورو نانک دیو جي د زيږون ۵۵۰ مه کلیزه یوه تاریخي ورځ ده." "موږ د ځانګړي اورګاډي د انتظام کولو لپاره د وفاقي حکومت او د پاکستان د ریلوې چارواکو مننه کوو."

دغه اورګاډې د هغه پوسټرونو سره سينګار شوی وو چې د ګورو نانک دیو تعلیمات يې لرل. کارګرانو د یو موټر نه سيټونه لرې کړل او قالين يې خپور کړو چې د عبادت لپاره ځای برابر کړي.

د سیند ګورنر عمران اسماعیل د سکهانو هغه سلګونو غړو ته الوداع وويله کومو چې د نګر کيرتان اورګاډي په جلوس کې برخه اخيستې وه او د اکتوبر په ۱۰ مه په کراچۍ کې د ښار سټیشن نه روان شوې وو.

سنګھ وویل، د سیند صوبې د مختلفو ضلعو، د کراچۍ، حیدرآباد، نوابشاه، خېرپور او ګھوټکي په شمول، د ۸۰۰ نه زياتو اوسیدونکو په نګر کيرتان جلوس کې برخه اخیستې وه.

د ګورو نانک دیو د زیږیدو ځای نانکانا صاحب د لیدو نه وروسته، زيارت کوونکي د اکتوبر په ۱۳ مه په نګر کیرتان اورګاډي کې راستانه شول.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500