امنیت

د پیښور ښار د ګزمې ځواک د بریالیتوب ورته پروژې نورو ځايونو ته غځول کيدې شي

د جاويد خان لخوا

د ښار د ګزمې ځواک ټیم د سپتمبر په ۲۰ مه په پېښور کې په پولیس لينونو کې د دندې لپاره چمتو دی. [د پېښور پولیس]

د ښار د ګزمې ځواک ټیم د سپتمبر په ۲۰ مه په پېښور کې په پولیس لينونو کې د دندې لپاره چمتو دی. [د پېښور پولیس]

پېښور -- د پېښور ښار د ګزمې ځواک، چې د پولیسو د مثبت انځور ته د ودې ورکولو لپاره په نومبر ۲۰۱۶ کال کې پیل شوی وو، په دې کال کې د ۲،۰۰۰ نه زياتو بېړنيو حالتونو ته غبرګون ښودلی دی.

دا ځواک ۲۲ ګاډي او تقريباََ ۱۰۰ پولیس افسران لري او د پولیسو نايب سپرنټنډنټ (ډي ايس پي) يې مشري کوي. دا په ۲۰ برخو کې تقسيم شوی دی، چې اته په سټي ډويژن او نور ۱۲په کینټ ډویژن کې کار کوي.

د دې ځواک اصلي موخه دا یقیني کول دي چې پولیس په ښاري سیمو کې موجود دياو ژر تر ژره هر ډول بیړني حالت ته غبرګون ښودلی شي.

ډي ايس پي عثمان خان، چې د دې له جوړيدو راهيسې یې مشري کوي، وويل، "زموږ افسران د دوو نه تر پنځو منټو کې دننه هر ډول بيړني حالت ته غبرګون ښودلی شي، چې په دې کې د سړک پيښې، د ټريفک جام کيدل، او د جرم او يا د ترهګرۍ پیښې شامل دي."

هغه د اکتوبر په ۶ مه وویل، دې ځواک سږکال په ښار کې بيړني کالونو ته د غبرګون ښودلو نه وروسته، ۱،۶۵۰ ملکي وګړي ژغورلي دي.

خان وویل، "زموږ ګاډي کیمرې، کمپیوټري، وايرليس سیسټمونه او نور وسایل لري."

د خان په وینا، د ګزمې ځواک د ۳۰۰۰ نه د زياتو ګاډو او د ۵۲۰ نه زيات د کرايۍ د کورونو لټون کړې، د ښار په مختلفو سیمو کې يې د ۳۱۰۲ سکولونو د امنیتي انتظاماتو معاينه کړې او په روان کال کې یې ۲۶۵۰ شکمن کسان نیولي دي.

خان وويل، د ګزمې ځواک زياتې ښځې د لومړي غبرګون ښودونکو او د جرم سره د مبارزې کوونکو په توګه هم فعال رول لوبوي.

هغه زیاته کړه چې حکومت پلان لري چې په نږدې راتلونکي کې د دې صوبې په نورو لویو ښارونو کې هم ورته پروژې پیل کړي.

د ښاري پوليسو سپرنټنډنټ (ايس پي) عتيق شاه وويل، "د ښار ګزمې ځواک د لومړي غبرګون ښودونکو په توګه پیل شو چې سمدستي د هر ډول جرم یا بيړني حالت سره مبارزه وکړي."

هغه وویل، دا ځواک په خپله سيمه کې د منظم پولیس سره په مرسته کولو کې اغيزمن دی.

شاه وویل، "د دې ځواک نعره درې چنده 'ايس' دی: خوندیتوب، خدمت او امنیت"

کاشف احمد، چې په خېبر بازار کې یو سوداګر دی، وويل، د ښار د ګزمې ځواک افسران د خېبر پښتونخواه پولیسو لپاره مثبت انځور جوړوي او د پام وړ درناوی یې ترلاسه کړی دی.

احمد یادونه وکړه، د ځواک په غړو باندې، په داسې حال کې چې زياتره د شپې لیدل کيږي، د نومبر په میاشت کې په رنګ روډ باندېسمدلاسې وروسته له هغې برید ترسره شو کله چې دا ډله پیل شوه. په دغه پيښه کې یو افسر ووژل شو او دوه نور ټپیان شول.

البته، د ځواک شتون او د هغې چټک غبرګون د تیرو دریو کالو نه په کمه موده کې کاميابي ترلاسه کړې ده.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500