جرم او انصاف

د سیند پولیس د "غيرت په نامه د وژلو" پر وړاندې په مبارزه کې د بشري حقونو فعالینو سره کار کوي

د ضياء الرحمان لخوا

د سیند پولیسو مشر ډاکټر کلیم امام او نورو لوړ پوړو چارواکو د اګست په ۳۰ مه د ښځو د حقونو او مدني ټولنې فعالینو سره وکتل چې د هغه کيسونو په اړه بحث وکړي کوم چې د "غيرت په نامه د وژلو" سره تعلق لري. [ضیاء الرحمان]

د سیند پولیسو مشر ډاکټر کلیم امام او نورو لوړ پوړو چارواکو د اګست په ۳۰ مه د ښځو د حقونو او مدني ټولنې فعالینو سره وکتل چې د هغه کيسونو په اړه بحث وکړي کوم چې د "غيرت په نامه د وژلو" سره تعلق لري. [ضیاء الرحمان]

کراچۍ -- په سیند صوبه کې پولیس د ښځو د حقونو او مدني ټولنې فعالینو سره کار کوي چې "د غيرت په نامه د وژلو" د مخنیوي لپاره اقدامات وکړي، چې په سیمه کې مخ په زياتيدو دي.

په پاکستان کې، دا اصطلاح هغه وژلو ته وايي کوم چې په دې باور ترسره کيږي چې قرباني د کورنۍ یا ټولنې لپاره د بې عزتۍ او شرم سبب جوړ شوی دی. د کورنۍ نږدې غړي اکثر عاملین وي.

په کراچۍ کې میشت د عورت فاونډیشن (ای اېف)، چې د ښځو د خپلواکۍ يوه اداره ده، مشرې مهناز رحمان وویل، "د قربانیانو وژل داسې يوه طريقه ګڼل کيږي چې د کورنۍ او قبیلې شهرت او عزت بيرته بحالوي."

د اګست په ۳۰ مه په کراچۍ کې د سیند پولیسو په مرکزي دفتر کې په يوې غونډه کې مشر ډاکټر کلیم امام او د پولیسو لوړ پوړو چارواکو د فعالینو له یو پلاوي سره په دې مسله خبرې وکړې. انیس هارون، چې د ښځو د حقونو يوه نامتو فعال دی، د دې پلاوي مشري وکړه.

د ۲۰۱۸ کال تصوير ښيي چې د کراچۍ پریس کلب نه بهر د کراچۍ د حقونو فعالین د "غیرت په نامه د وژلو" پر وړاندې احتجاج کوي. [ضیاء الرحمان]

د ۲۰۱۸ کال تصوير ښيي چې د کراچۍ پریس کلب نه بهر د کراچۍ د حقونو فعالین د "غیرت په نامه د وژلو" پر وړاندې احتجاج کوي. [ضیاء الرحمان]

امام له پلټونکو څخه غوښتنه کړې چې په دې صوبه کې د "غيرت په نامه د وژلو" په اړه تفصيلي راپورونه چمتو کړي، پرته له دې چې کيس خارج شوی او یا محاکمه شوی وو. د سیند پولیسو په دغه اداره کې یو يونټ هم جوړ کړې چې د بشري حقونو، په ځانګړي توګه د ښځو حقونو، مسلو باندې به تمرکز وکړي.

هارون، چې د حکومت تر واک لاندې د بشري حقونو د يوې ادارې، د بشري حقونو ملي کمیشن، غړی هم و، وویل چې د "غیرت" په نامه د وژل شویو خلکو-- په ځانګړي توګه ښځې -- شمیر په پاکستان کې په خطرناکه کچه مخ په زياتيدو دی.

په راپور ورکولو باندې پابندي

ډان ورځپاڼې د ستمبر په ۳۰ مه د سیند پولیسو شمیرو ته په اشاره سره راپور ورکړو، د کال په لومړیو شپږو میاشتو کې، د سیند صوبې په مختلفو سیمو کې ۷۸ کسان، چې ۵۰ په کې ښځي دي، د غيرت په نامه د وژلو قرباني شوي وې، چې له دې امله ۶۵ کيسونه ثبت کړی شول.

د اګست په ۱۵ مه، جاوید، چې په کراچۍ کې د ګلبرګ سيمې اوسیدونکی دی، خپله میرمن خالده بي بي ووژله او وتښتیدو. د پولیسو یو ځايي افسر رافع تنولي وویل چې دا وژل د غيرت په نامه وژل وو او پولیس اوس هم د دې مجرم په لټه کې دي.

په یوې بله ځانګړې بوږنوونکي پيښه کې، خپلوانو د ۱۵ کالو بخت تاج او د ۱۷ کالو غني رحمان ته د بجلۍ شاټونه ورکړل او هغوی يې ووژل. دا هغه یوه جوړه وه چې په اګست ۲۰۱۷ کال کې د کراچۍ په لعل آباد کې يې غوښتل چې په خپله خوښه واده وکړي.

خپلواکې ادارې لکه ای اېف او د پاکستان د بشري حقونو خپلواک کمیشن، چې د غيرت په نامه د وژلو کيسونه يې ثبت کړي دي، خبرداری ورکوي چې دا ډول ارقام بشپړ وضعيت نه په ګوته کوي ځکه چې ډير کيسونه نه راپور کيږي.

د ای اېف رحمان وويل، "په ډیرو کيسونو کې، کورنۍ -- حتی ژوندي پاتې شوي -- د ټولنیزو پابندو [د مسلې په هکله] د پولیسو سره د کتلو نه ډډه کوي. همدارنګه، ډیرې کورنۍ د دې په هکله راپور نه ورکوي ځکه چې دوی باور لري چې دوی به هیڅکله انصاف ترلاسه نه کړي."

په ورته وخت کې، د ډیرو کيسونو په اړه تحقیقات نيمګړي پاتې شي، چې په نتيجه کې شکمن کسان خوشې کيږي.

د ښځو د حقونو فعال هارون وویل، "دا یوه لویه ننګونه ده."

ډان ورځپاڼې د پولیسو سرچینو په حواله راپور ورکړو چې د ٪۹۰ نه زيات کيسونه د مختلفو وجوهاتو له امله محاکمې ته سترګې په لار دي، او په ډیرو کيسونو کې د پولیسو څیړنې یوې پایلې ته نه دي رسیدلي.

په کراچۍ کې میشت وکیل حنیف احمد وویل چې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي په کيسونو کې د مجازاتو کچه خورا ټیټه ده.

احمد وویل، "دا د قانوني نیمګړتیا د اصلي چيلنج له امله ده چې عاملینو ته اجازه ورکوي -- په هغه زياتره کيسونو کې چې د قربانیانو نږدې خپلوان وي -- چې آزاد شي ځکه چې د قرباني کورنۍ هغوی معاف کولی شي."

د غيرت په نامه د وژلو پر وړاندې هڅې

په داسې حال کې چې مدني ټولنې او د ښځو د حقونو ډلو له تیرو دوه لسیزو راهیسې د غيرت په نامه د وژلو پر وړاندې کمپاین ترسره کوي، وروستي قانون او د محکمې فيصلو هم دا هڅې پیاوړې کړي چې عاملین د سزا نه د بچ کيدو نه منع کړي.

د پاکستان پارلمان په اکتوبر ۲۰۱۶ کال کې په متفقه توګه د "غيرت په نامه د وژلو" پر وړاندې قانون تصویب کړو، چې د محکوم شويو قاتلانو، حتی که د هغه خپلوان يې معاف هم کړي، لپاره د عمر قید -- د ۲۵ کالو قيد -- وړانديز کوي.

د روان کال په اپریل کې، په کراچۍ کې یوې مثالي محکمې -- یوه ځانګړې محکمه چې د وژلو کيسونو په چټکۍ سره د حل کولو لپاره جوړه شوې وه -- په ۲۰۱۲ کال کې په تیموریه سيمه کې د خپل ملګري وژلو په جرم یو تن ته د عمر قید سزا واوروله. دغه قاتل شک لرلو چې هغه د هغه د ښځې سره تعلقات لرل.

په ۲۰۱۶ کال کې، د پاکستان دیني عالمانو، چې د سني اتحاد شورا (ايس آی سي) سره تړاو لري، د هیواد په مختلفو برخو کې د غيرت په نامه د ښځو د وژلو له لړۍ وروستهيوه فتوا خپره کړه او اعلان یې وکړ چې د غيرت په نوم د ښځو وژل د اسلام د اساسي تعلیماتو سرغړونه ده.

ايس آی سي د دیني پارټو يو اتحاد دی چې په تیرو وختونو کې یې د طالبانو او ځانمرګي بریدونو په وړاندې فتوې خپرې کړې وې.

په کراچۍ کې د ايس آی سي مشر علامه راشد نوراني وویل، "د غيرت په نوم د چا وژل په بشپړ ډول غیر اسلامي دي." هغه وویل چې د "غیرت" په نوم د بجلۍ په شاټ سره د ښځو د وژلو شمیر د اندېښنې وړ ده.

نوراني وویل، "اوس مناسب وخت دی چې حکومت، عدليه، مدني ټولنه، رسنۍ او عالمان په ګډه د "غيرت په نوم د وژلو"د وحشيانه او غیر اسلامي خطر پر وړاندې کار وکړي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500