امنیت

په پاکستان کې د افغان طالبانو ترمنځ نښتې د غير قانوني نشه يي توکو د سوداګرۍ سره تړاو لري

د عبدل غني کاکړ لخوا

امنیتي پرسونل د اګست په ۱۶ مه، د کوټې ضلعې په کچلاک ښار کې په یو جومات کې د چاودنې د ځای معاینه کوي. [بنارس خان/ای اېف پي]

امنیتي پرسونل د اګست په ۱۶ مه، د کوټې ضلعې په کچلاک ښار کې په یو جومات کې د چاودنې د ځای معاینه کوي. [بنارس خان/ای اېف پي]

کويټه -- په پاکستان کې د طالب مشرانو د وروستي وژنو لړۍ د وسله والو د مخدره توکو قاچاق او شوکو له فعالیتونو سره تړاو لري.

د اسلامي امارت، چې د طالبانو نه يوه جدا شوي ډله ده، د عالي شورا غړو د اګست په ۱۶ مهکويټې ته څېرمه په کچلاک کې په يو جومات باندې بريد وکړو، چې د طالبانو د ستر کمانډر هيبت الله اخونزاده د ورور په ګډون يې څلور کسان ووژل.

د اګست په ۱۷ مه د وژلو په یوې بله پيښه کې، وسله والو ملا محمد اعظم اخوند، چې د طالبانو یو بل مهم مشر او د اخونزاده نږدې ملګری دی، د کچلاک په قاسم کلي کې ووژلو.

وسله والو د اګست په ۱۸مه هم د بلوچستان د چاغي ضلعې په ګردي ځنګل سیمه کې د طالبانو په یوې مدرسه برید وکړو چې د طالبانو قوماندان ملا میرا جان یې ووژلو او درې نور یې ټپیان کړل.

د نشه يي توکو يو روږدي په ۲۰۱۹ کال کې په پېښور کې کارخانو ماکيټ ته نژدې د ریل پټلۍ په غاړه هیروین څکي. [محمد شکیل]

د نشه يي توکو يو روږدي په ۲۰۱۹ کال کې په پېښور کې کارخانو ماکيټ ته نژدې د ریل پټلۍ په غاړه هیروین څکي. [محمد شکیل]

د طالبانو لوړ پوړي مشران د جولای په ۲۶مه د قطر نه انډونيشيا ته د سفر نه خوند اخلي. د طالبانو مشران غواړي چې په پاکستان کې د ګن شمير کاروبارونو او سرمايه کارۍ، چې شک کيږي چې د دغه ډلې د مشرانو سره تعلق لري، په اړه د پاکستان د فدرالي تحقيقاتو ادارې لخوا زيان رسونکي او روان تحقيقات رد کړي. [فايل]

د طالبانو لوړ پوړي مشران د جولای په ۲۶مه د قطر نه انډونيشيا ته د سفر نه خوند اخلي. د طالبانو مشران غواړي چې په پاکستان کې د ګن شمير کاروبارونو او سرمايه کارۍ، چې شک کيږي چې د دغه ډلې د مشرانو سره تعلق لري، په اړه د پاکستان د فدرالي تحقيقاتو ادارې لخوا زيان رسونکي او روان تحقيقات رد کړي. [فايل]

په لومړي سر کې، داسې ښکاريده چې دا وژنې د ډلې د مشرتابه او سیاسي لور په اړه د افغان طالبانو په منځ کې د مخ پر زياتيدو تقسیم او مايوسۍ سره تړاو لري.

خو ګڼ شمیر څارونکي وايي چې دغه تاوتریخوالی د دې ډلې د غیرقانوني نشه يي توکو تجارت د فعالیت یوه برخه ده، او د طالبانو مختلفې ډلې د دې ګټور کاروبار د کنټرولولو لپاره هڅه کوي.

دا وژنې د نشه يي توکو د فعاليتونو سره تړاو لري

په راولپنډۍ کې د پاکستان د استخباراتو یو لوړ پوړي چارواکي وویل، "په کچلاک او د بلوچستان په نورو برخو کې د طالب مشرانو وروستي وژل د نشه يي توکو له سوداګرۍ سره تړاو لري ځکه چې وژل شوي طالب مشران پيژندل شوي ول چې دوی د طالبانو د شبکې لپاره د پیسو رسولو د کړۍ مهم کسان ول."

افغان او نړیوال چارواکي وايي چې طالبان له اوږدې مودې راهیسې په افغانستان کې د مخدره توکو تر ټولو لویه ډله ده.

دغه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط وویل، طالبان په کال کې په افغانستان کې د کوکنارو د کښت او د مخدره توکو له سوداګرۍ نه ۶۰۰ ملیونه ډالره (۹۴ ملیارده پاکستانۍ روپۍ) عاید تر لاسه کوي. په افغانستان کې کرل شوي نشه يي توکي په ځانګړي ډول په پاکستان او ایران کې د غير قانوني لارو په ذریعه نړیوال مارکیټ ته رسیږي.

ځینې افغان چارواکو د هغه مخدره توکو قميت د ۷۰ ميليارده ډالرو پورې لګولی دی کوم چې د افغانستان نه راځي.

هغه وویل، "د هلمند صوبې په افغانستان کې د کوکنارو د کښت مرکز دی او له نشه یي توکو څخه ترلاسه شوې پیسې په مستقیم ډول د طالبانو مرکزي شورا ته رسيږي."

هغه زیاته کړه، "په لوړه کچه تحقیقات روان دي چې د هغو طالبانو شبکه وپیژندل شي چې په بلوچستان او د پاکستان په نورو برخو کې په پټه فعالیت کوي."

د افغانستان یو لوړ پوړي چارواکی نجیب زادران، چې مخکې يې په کويټه کې په افغان قونسل خانه کې کار کړې وو، وویل، د کوکنارو کښت "په افغانستان کې د طالبانو لپاره د عاید کلیدي سرچینه ده او ... اوس مهال طالبان خپلې وسلې او زياتره خپل لوژستیکي وسايل له هغو پیسو سره اخلي چې دوی يې د اپیمو نه ترلاسه کوي."

هغه وویل، "د کوکنارو زياتره برخه د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو کې کرل کیږي او د دوی د عاید لویه سرچینه ګڼل کیږي."

هغه زیاته کړه، "افغان طالبان د مخدره توکو د هغه قاچاقبرانو نه هم مالیه اخلي، کوم چې هیروین او نورې نشه يي توکي د افغانستان نه نورو هيوادونو ته قاچاق کوي. د مخدره توکو په دې غير قانوني اقتصاد کې د طالبانو کلنۍ برخه ملیاردونه افغانۍ اټکل شوې ده."

په کویټه کې د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې یو سينير چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط وویل، د مخدره توکو د پیسو په سر شخړې "د وروستي بریدونو لامل کیدې شي چې مخالفينو د بلوچستان په مختلفو سیمو کې د طالب مشرانو په وړاندې ترسره کړې."

هغه وویل،"کډوال چې اوس مهال د بلوچستان په بیلابیلو سیمو کې ژوند کوي، افغان طالبانو ته پناه ورکوي ... ځکه چې طالبان په اسانۍ سره په افغانستان کې د هغوی خپلوان په ګوته کولی او په نښه کولی شي." زموږ د پلټنو پر اساس، زموږ په خاوره کې افغان وګړي زياتره د هغه مخالفينو لخوا په نښه کیږي کومو چې د طالبانو او افغان جنګ سالارانو سره مالي شخړې او نورې دښمنۍ لرلې."

هغه وویل، "دا د ردولو وړ حقیقت نه دی ... چې هغه طالب مشرانو چې په بلوچستان کې د دوی د مخالفينو لخوا وژل شوي وو د اوسط افغان مهاجرو په جامه کې يې د عيش او عشرت ژوند کولو."

د عيش او عشرت پټ ژوند

د طالبانو مشران غواړي چې په پاکستان کې د ګن شمير کاروبارونو او سرمايه کارۍ، چې شک کيږي چې د دغه ډلې د مشرانو سره تعلق لري، په اړه د پاکستان د فدرالي تحقيقاتو ادارې لخوا زيان رسونکي او روان تحقيقات رد کړي.

د کلونو راهیسې، طالب مشرانو ځانونه د خپلې موخې لپاره د عاجز بندیانو په توګه ښودلې دي، او له احتياط سره يې خپلې سوداګریزې معاملې پټې ساتلې دي.

که څه هم، د وخت په تیریدو سره د دوی د ډلې قوي مجرمانه شکل -- چې اوس مهال په افغانستان کې د مخدره توکو يوه ډله ده چې د سکیمونو او داسې نورو نه بهته اخلي -- د دې مشران خورا شتمن کړي دي، په داسې حال کې چې د تروریستي پیښو قربانیان او د دې ډلې عام غړي د زياتې بې وزلۍ په حالت کې دي.

د افغانستان په سپین بولدک کې میشت افغان سوداګر محمد نافع وویل، د مخدره توکو د سوداګرۍ سربیره، طالبان د افغان سوداګرو نه د بهتې اخيستلو سره په ملیونونو ډالره ترلاسه کوي.

هغه وویل، یوازې ډير لږ افغان سوداګر د افغانستان په نا امنه سیمو کې خپل امنیت ساتلې شي.

نافع وویل، "طالبان په هغه زياتره سیمو کې قوي کنټرول لري چيرې چې لویې لارې تيريږي." "زياتره افغان سوداګر چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ په سوداګرۍ کې بوخت دي په افغانستان کې طالبانو ته ډيره زياته مالیه ورکوي."

هغه وویل، زیات شمیر افغان سوداګر په بلوچستان کې اوسیږي، چیرې چې د وسله والو طالبانو غړي هغوی په ګوته کوي او مالیه ترې اخلي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500