پېښور -- په پېښور کې د نمک منډۍ د خواړو بازار نه یوازې ځايي پیرودونکي بلکې د ټول هیواد او بهر نه میلمانه د دې ځانګړي خوند لپاره راجلبوي.
د دې ترټولو مشهور خوراک تکه کړاهي ده، چې دا هغه خوراک دی چې د ګډ يا د بزې د غوښې نه جوړ شوې وي.
د سولې په راستنیدو او د وسله والو له ماتې سره، اوس ګڼ شمیر خلک کولی شي چې داسې رستورانتونو ته ورشي او د شپې تر ناوخته پورې هلته پاتې شي.
د مردان یو اوسیدونکی وقار احمد د سپتمبر په لومړۍ نیټه په پېښور کې په يو رستورانت کې وویل، "خوند یې ځانګړی دی، دا د هیواد په بل ځای کې د مسالې دار خوراک نه بالکل مختلف دی."
![په پېښور کې یو پلورونکی د سپتمبر په لومړۍ نيټه تکه کړاهي، چې د غوښې يو مشهور خوراک دی، تیاروي. [عالمګیر خان]](/cnmi_pf/images/2019/10/03/20133-t-main-585_329.jpg)
په پېښور کې یو پلورونکی د سپتمبر په لومړۍ نيټه تکه کړاهي، چې د غوښې يو مشهور خوراک دی، تیاروي. [عالمګیر خان]
په پېښور کې د چرسي تکه رستورانت مالک ناصر خان په دې ورځو کې د ملیمنو د راتلو سره ډیر خوشحاله دی.
هغه وويل، "دا یو ډیر ګټور کاروبار دی." "هره ورځ موږ له ۴۰ نه تر ۴۵ ګډانو غوښه پخوو." "موږ د خوراک لپاره یوازې مالګه او د ګډ وازګه استعمالوو."
خان زیاته کړه چې هره شپه په سلګونو پیرودونکي په رستورانت کې خوراک کوي.