ټولنه

د پاکستان سرتیري او ژغورونکي کار کوي چې د زلزلې نه ژوندي پاتې شويو کسانو ته ورسيږي

پاکستان فارورډ او ای اېف پي

يو نيوز کیمره مین د سپتمبر په ۲۴مه د میرپور په شاوخوا کې د زلزلې وروسته د ویجاړ شوي سړک ويډيو جوړوي. [عامر قریشي/ای اېف پي]

يو نيوز کیمره مین د سپتمبر په ۲۴مه د میرپور په شاوخوا کې د زلزلې وروسته د ویجاړ شوي سړک ويډيو جوړوي. [عامر قریشي/ای اېف پي]

د پاکستان پوځ او ژغورونکي د ويجاړ شويو سړکونو سره مخامخ شول او د راغوزار شويو ودانیو لټون يې وکړو چې د چهارشنبې په ورځ (د سپتمبر په ۲۵مه) په شمال ختیځ پاکستان کې د زلزلې قربانیانو ته ورسيږي. په دغه زلزله کې لږ تر لږه ۳۸ کسان وژل شوي ول او په سلګونو نور ټپیان شوي ول.

د پاکستان پوځ په دوامداره توګه د لټون او ژغورنې عملیاتو مشري وکړه.

د اطلاعاتو وزارت ټويټ وکړو، د پوځ ستر مشر جنرل قمر جاويد باجوه، چې د ژغورنې عملياتو مسوليت يې پر غاړه اخيستې دی، د چهارشنبې په ورځ د آزاد جمو او کشمير [د پاکستان تر کنټرول لاندې جمو او کشمير) د ځپل شويو سيمو او د جلتان کنال روډ د مرمت کولو د کار ليدنه يې وکړه.

راډيو پاکستان راپور ورکړو، د پنجاب حکومت د چهارشنبې په ورځ د ۹۰ غړو د ژغورنې ډله میرپور ته د اوو امبولانسونو او نورو تجهیزاتو سره واستوله.

میرپور وروسته له هغې په دې تصوير کې ښودل شوې کله چې د سپتمبر په ۲۴مه زلزلې پاکستان ولړزولو. د ژغورنې ډله د ژوندي پاتې شويو کسانو سره د مرستې لپاره د لاهور نه راروانه ده. [راډیو پاکستان]

میرپور وروسته له هغې په دې تصوير کې ښودل شوې کله چې د سپتمبر په ۲۴مه زلزلې پاکستان ولړزولو. د ژغورنې ډله د ژوندي پاتې شويو کسانو سره د مرستې لپاره د لاهور نه راروانه ده. [راډیو پاکستان]

یو ستر محلي چارواکي، محمد طیب چودهري وویل چې د زلزلې په نتيجه کې لږ تر لږه ۳۷ کسان وژل شوي دي -- ۳۳ په میرپور او څلور د بمبر په ګاونډي ډسټرکټ کې.

د طبیعي پیښو پر وړاندې د ادارې (اين ډي ايم ای) لفټننټ جنرل محمد افضل د چهارشنبې په ورځ په یو مطبوعاتي کانفرنس کې وویل، "شاوخوا ۳۵۰ کسان ټپیان شوي چې د ۸۰ کسانو حالت په کې ښه نه دی."

افضل وویل چې ۴۵۰ کورونه ويجاړ شوي -- چې ۱۳۶ په کې "په بشپړه توګه" ويجاړ شوي دي -- په داسې حال کې چې ۱۴ کلوميټره سړک "ډير زيات ويجاړ" شوی دی. انجینريران په چټکۍ سره د دې مرمت کوي.

هغه وويل، په داسې حال کې چې د دریو هیوادونو سفیرانو د مرستې وړاندیز کړی دی، خو پاکستاني چارواکي وضعیت تر کنټرول لاندې لري. په امنیتی اندیښنو کې د لومړۍ کرښې ترهګريزو سازمانونو لخوا په جعلي توګه د "چندې" راټولولو مخنيوی شامل دی، کوم چې په ۲۰۰۵ کال کې د زلزلې نه وروسته په پراخه کچه موجود وو.

هغه وويل چې د اطلاعاتو وزیرې فردوس عاشق اعوان د ژوبل شويو کسانو لوړ شمیر ۵۰۰ ورکړو.

ستونزه

د شپې د زيات باران نه وروسته، د ژوندي پاتې شویو کسان ستونزې زياتې شوې. په سلګونو خلک د میرپور، چې يو پرمختللی ښار دی او د ښه کورونو لپاره مشهور دی، په شاوخوا کې د وژل شويو اوسیدونکو په جنازو کې د ګډون لپاره راټول شول.

د ۵.۲ شدت زلزله دومره قوي نه وه لکه څنګه چې په تیرو کلونو کې زلزلو دغه سيمه ویجاړه کړې وه، خو د زلزلې مرکز ډیر رغې وو -- کوم چې عموماََ ډیر زیان رامنځته کوي.

ښار ته نږدې، زيات سړکونه ویجاړ شوي، په داسې حال کې چې پلونه، د موبايل فون ستنې او د بجلۍ ستنې هم خورا خرابې شوې دي.

د میرپور په شاوخوا کې د جټلان کلی ترټولو زيات متاثره شوی دی.

هلته، اوسیدونکو د ملبې ليدنه وکړه او د هغوی کورونو ته د رسیدلي زیانونو ارزونه يې وکړه. دغه کورونه لوی درزونه لري چې دیوالونه يې ویجاړ کړي دي، چې اوس هم ولاړ دي او د خښتو چارديوارۍ په ملبه کې بدل شوي دي.

عبدالله خان، چې د هغه د دريو کوټو کور تباه شوی وو، وويل، "ما خپل کور له لاسه ورکړ. ما هرڅه له لاسه ورکړ."

د میرپور ډپټي کميشنر قیصر اورنګزیب وویل، ژغورونکي هم په سیمه کې یو لرې کلي ته رسیدلي او د زیان ارزونه کوي.

د دې زلزلې له کبله د لاهور او اسلام آباد اوسیدونکي لارو کوڅو ته راوتل، په داسې حال چې کې د زلزلې جهټکې په نوي ډيلي کې هم محسوس شوې.

پاکستان په ۲۰۰۵ کال کې د ۷.۶ شدت د زلزلې سره مخ شوی وو، چې د ۷۳،۰۰۰ نه زيات کسان په کې وژل شوي ول او تقريباََ ۳.۵ ملیونه کسان یې بې کوره کړې ول، په ځانګړي ډول د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمیر کې.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500