دین

په سیند کې په مندر باندې د برید وروسته پاکستاني مسلمانان د هندوانو سره ودریږي

د ضياء الرحمان لخوا

د ګهوټکي په ضلعه کې سیاسي او مذهبي فعالان د سپتمبر په ۱۵ مه د هغه مندر لیدنه وکړه چې د بلواګرو لخوا ویجاړ شوی وو. [د ضیاء الرحمان نه په مننه]

د ګهوټکي په ضلعه کې سیاسي او مذهبي فعالان د سپتمبر په ۱۵ مه د هغه مندر لیدنه وکړه چې د بلواګرو لخوا ویجاړ شوی وو. [د ضیاء الرحمان نه په مننه]

کراچۍ -- په سیند کې پولیس د هغه هجوم د غړو په وړاندې مبارزه کوي کومو چې د هندوانو مندر ويجاړ کړو، په داسې حال کې چې پاکستاني مسلمانان د اقليتي ټولنې سره د پيوستون څرګندونه کوي.

د خلکو يوه ډله وروسته له هغې په ګهوټکي کې -- چې د کراچۍ شمال ته ۵۰۰ کلو ميټره لرې يو کلی دی -- روډ ته راووتله او د سچو سترام داس مندر او ګڼ شمير سټورونه يې ويجاړ کړل کله چې يوه افواه خپره شوه چې يو هندو ښوونکي د اسلام سپکاوی کړی دی.

په ګهوټکي کې د پولیسو یو سينير افسر فرخ علي ای اېف پي ته د دوشنبې په ورځ (د سپتمبر په ۱۶ مه) وویل، چارواکي د دې بلواګرو د نیولو لپاره چهاپې ترسره کوي، او زیاته یې کړه چې ځایي اسلامي عالمان د دې عمل ملاتړ کوي.

د ګھوټکي پولیسو د درې مختلفو پیښو په تړاو يو څو شکمن کسان نیولي دي. په دغه پيښو کې مندر ويجاړول، د خلکو ملکیت ته زیان رسول او د احتجاج د یوې برخې په توګه لویه لار بندول شامل دي.

د کراچۍ د مدني ټولنې فعالانو د سپتمبر په ۱۷ مه د کراچۍ پریس کلب نه بهر د هندو ټولنې سره د پیوستون ښودلو او د ګهوټکي تاوتریخوالي د غندلو لپاره احتجاج وکړو. [د ضیاء الرحمان نه په مننه]

د کراچۍ د مدني ټولنې فعالانو د سپتمبر په ۱۷ مه د کراچۍ پریس کلب نه بهر د هندو ټولنې سره د پیوستون ښودلو او د ګهوټکي تاوتریخوالي د غندلو لپاره احتجاج وکړو. [د ضیاء الرحمان نه په مننه]

په کراچۍ کې هندو ښځې په اګست کې مذهبي مراسم ترسره کوي. [ضیاء الرحمان]

په کراچۍ کې هندو ښځې په اګست کې مذهبي مراسم ترسره کوي. [ضیاء الرحمان]

د سیند پوليسو یو ویاند وویل، "په لسګونو مشکوک کسان د بلواګرو په روانو عملیاتو کې نیول شوي دي، او پولیس د پاتې شکمنو کسانو د نیولو لپاره عملیات ترسره کوي. هر هغه کس به معاف نه شي کومو چې په دغه احتجاج کې لاس لرلو." هغه زياته کړه چي کره شمیره تردې دمه نه ده معلوم ځکه چې پولیس اوس هم په دې هکله تحقيقات کوي چې ایا نیول شوي مشکوک کسان په دغه ډله ایز تاوتریخوالي کې ښکيل وو.

د سیند د اطلاعاتو وزیر سعید غني وویل، په دې اړه بشپړه څیړنه روانه ده.

غني په خپل بيان کې د هغه دیني عالمانو د رول ستاينه وکړه کومو چې دا روښانه کړه چې هغه کسان د اسلام سره هيڅ تړاو نه لري کومو چې په مندر باندې برید کړی وو. هغه وويل چې حکومت به د مسولینو په وړاندې ګام پورته کړي.

غني په یوې مرکه کې وویل، "یو شمیر شکمن کسان نیول شوي دي او د قانون سره سم به د هغوی په وړاندې عمل وشي."

د سپتمبر په ۱۷ مه، سیاسي پارټو او د مدني ټولنې سازمانونو د هندو ټولنې سره د پیوستون ښودلو او د ګھوټکي پیښې د غندلو لپاره د کراچۍ په ګډون په ټوله صوبه کې احتجاجونه وکړل.

پاکستان په دې وروستیو کلونو کې کار پيل کړی چې د مذهبي تعصب پر وړاندې ودریږي چې اکثر د افراطیت یا ترهګرۍ سبب ګرځي.

په پاکستان کې افراطیان په ځینې وختونو کې د اقلیتونو په نښه کولو لپاره د بهانې په توګه د توهين رسالت قانون کاروي.

په ۲۰۱۱ کال کې، د هیواد په کابینه کې یوازینۍ عيسایي شهباز بهټي، چې د اقلیتونو د چارو وزیر و، په اسلام آباد کې ووژل شو. هغه د توهين رسالت د قوانینو مخالفت کړی وو. د هغه په مرګ کې هيڅوک هم محکوم نه شول.

په همدغه کال کې، د پنجاب ګورنر سلمان تاثیر په اسلام اباد کې د خپل ساتونکي لخوا ووژل شو ځکه چې تاثیر د عیسايڼې ښځې آسیه بي بي لپاره د خپل ملاتړ څرګندونه کړې وه. آسيه بي بي د توهين رسالت په تور د مشکوک محکومیت وروسته د مرګ له سزا سره مخ وه. چارواکو په ۲۰۱۶ کال کې دغه ساتونکي ته پهانسي ورکړه.بي بي په ۲۰۱۹ کال کې د کلونو راهيسې د مرګ د انتظار کولو نه وروسته په کنيډا کې میشته شوه.

بین المذاهب پیوستون

د مدني ټولنې په سلګونو فعالانو او د اسلامي ګوندونو غړو د یکشنبې په ورځ په ګهوټکي کې د هندو ټولنې له غړو سره د پیوستون څرګندولو لپاره د سولې لاریون وکړ. دغه کسانو سپینې جهنډې او پلې کارډونه لرل، چې د سولې پلوه شعارونه پرې لیکل شوي ول.

د مسلمانو مذهبي مشرانو هم په مندر کې د ځایی هندو استازو سره شپه تیره کړه چې برید پرې شوی وو او د بلواګرۍ خلاف یې خپل څرګندونه وکړه.

د جمعیت علماء اسلام (جی يو آی- اېف)، چې يوه اسلامي پارټي ده، صوبايي مشر علامه راشد سومرو په یو ویډیو پیغام کې خپلو پلویانو ته لارښوونه وکړه چې قانون دې په خپل لاس کې وا نه اخلي.

هغه وويل، "اسلام هیچاته اجازه نه ورکوي چې ملکیت او هغه خلکو ته زيان ورسوي کوم چې د اقليتي ډلو سره تړاو لري." هغه له خپلو پلویانو څخه غوښتنه وکړه چې د ضلعي انتظاميې سره مرسته وکړي.

صوبايي وزیر سعید غني او ناصر حسین شاه هم ګهوټکي ته سفر وکړو چې په مندر کې د هندو ټولنې له مشرانو سره وګوري.

د لاریون منتظم راوف پارس دایو وویل، ځایی هندو ټولنه د تاوتریخوالي له امله په دې مجبوره شوې چې په کور دننه پاتې شي.

دایو، چې د روادارۍ تحريک مشر هم دی، وويل، "د دې لاریون اصلي موخه دا وه چې هندو ټولنې ته دا وښيي چې د مسلمانانو زياتره کسان له دوی سره دي او دا چې د بلواګرو لپاره ملاتړ نشته، کوم چې د تاوتریخوالي لپاره د مذهب نوم کاروي." رواداري تحريک د مدني ټولنې ډله ده چې د مذهبونو ترمنځ زغم ته وده ورکولو لپاره جوړه شوې ده.

د نه زغم پيښې

حتی د اسلام د سپکاوي غير ثابت شوي ادعاګانې په پاکستان کې د مرګ او نورو وژلو لامل سبب جوړيدې شي.

د می په ۲۷ مه، د سیند صوبې په میرپور خاص ضلعه کې د څارويو یو هندو ډاکټر د اسلام په سپکاوي وروسته له هغې تورن شو کله چې هغه په ښکاره توګه په هغه کاغذ کې درمل خرڅول چې د اسلامي دیني متن سره پرې لیکل شوي وو. کله چې د دې پيښې په اړه خبر خپور شو، نو په ضلعه کې ګډوډي راپورته شوه او یو هجوم د څارویو ډاکټر دوکان ته اور ولګولو او د پولیسو په يو مرکز باندې یې برید وکړ.

په کراچۍ کې یو عيسايي فعال ویلیم صادق وویل، "غیر مسلم ټولنې اوس مهال د ناامنۍ احساس کوي، په ځانګړي توګه د ډله ايز تاوتریخوالي په پیښو کې د زیاتوالي نه وروسته."

صادق وویل، "د ويرې په داسې فضا کې، د هغه ډلو فعالیتونو د ستاينې وړ دي، کوم چې بین الامذاهب هم آهنګۍ ته وده ورکوي. دوی به د ویرې حالت بدل کړي." هغه زياته کړه چې هغه هیله مند دی چې وضعیت به ښه شي.

د ملي شورا هندو غړي کهایل داس کوهستاني وویل، د سولې ضد ځینې عناصر غواړي چې د ورته پیښو له لارې په سیند صوبه کې مذهبي هم آهنګي ګډوډه کړي.

کوهستاني په یوې مرکه کې وویل، "پکار ده چې د ټولنې ضد عناصرو مخه ونيول شي او هغوی ته سزا ورکړل شي کوم چې نفرت او تاوتریخوالي ته لمن وهي."

هغه وویل، "د ضلعې په کچه د سولې کمیټۍ جوړل ضروري دي چې باید د ټولو مذهبي ډلو استازي پکې شامل شي، ځکه که چيرې څه مسله راپورته شي، نو دوی به وضعیت کنټرول کړي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500