پېښور -- پاکستان د جمعې په ورځ (د سپتمبر په ۶مه) د سولې او امنیت پیغام رسولو لپاره د دفاع او شهیدانو ورځ ولمانځله.
د پاکستان مشرانو او لوړ پوړو امنیتي چارواکو د هغه کسانو د کورونو څخه لیدنه وکړه کوم چې د هیواد د دفاع کولو په دوران کې وژل شوي ول.
راډيو پاکستان راپور ورکړو چې صدر عارف علوي د جمعې په ورځ وویل، "ټول ملت شهیدانو او د هغوی کورنیو ته سلامي وړاندې کوي."
هغه دا بيان هغه وخت ورکړو کله چې هغه د لومړۍ میرمنې ثمینه علوي ترڅنګ د شهید کپتان کور ته لاړو.
د پاکستان شهیدانو د خپل ژوند د قربانیو په ورکولو سره د دښمن ناوړه پلانونه ناکامه کړل، او ټول ملت متحد دی او د پاکستان له پوځ سره ولاړ دی.
تل دې وي پاکستان، کشمير به وي پاکستان ....
ځوابتبصرې 1